د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، په باجوړ کې شوی ځانمرګی بريد "يواځې د جمعيت علما اسلام په کار کوونکو نه بلکې په ټول پاکستان او ټول امت مسلمه حمله ده، امن او فساد يو بل مخامخ شوي، مفسيدينو د جمعت علما پرامنه کار کوونکي په نخښه کړي دي".
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ کې په 30مه جولايۍ د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه ځانمرګی بريد شوی، چارواکو پرون په بريد کې د 54 کسان د وژلو او 83 ژوبلېدو تاييد کړی وو.
د ځانمرګي برید زمه واري داعش منلې او د ځانمرګي برید کوونکي عکس يې خپور کړی دی.
باجوړ کې دا لومړی ځل نه دی چې داعش د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې ده، له دې وړاندې هم داعش د ياد مذهبي سياسي ګوند د ګڼو ځايي مشرانو او غړو د وژلو زمه وارۍ منلي دي.
مولانا فضل الرحمان په يو تفصیلي ويډيو بيان کې د داعش نوم نه دی اخستی خو ويلي يې دي "نظرياتي جګړه ده، يو پله د امن او بل پله د فساد علمبردار دي ټولو مسلمانانو ته کافر وايي، دوی جاهل، وحشي، قاتل، د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي پرضد به یې د دوی د امن تحریک روان وي د پاکستان او امت مسلمه د بقا جګړه به کوي".
هغه زياته کړې "په دغو پېښو د دوی د لارې د مخې نيولو او ولس سره د اړیکو قطع کولو هڅې کيږي خو دا د تېر 20 کالو راهسې روانه ده لړۍ ده څو ورځې وي او بيا ختمه شي".
نوموړي دعوه کړې "د دغو خلکو په شا هغه قوتونه دي چې پاکستان تباه کول غواړي".
مولانا فضل الرحمان ويلي، "د قبايلي مشرانو جرګه به راغواړي چې پښتانه مشران کښېني او د خپلې دې سيمې دپاره سوچ وکړي"، هغه د خېبر او کورمې د وروستيو پېښو يادګېرنه وکړه او زیاته یې کړه، "پوره پښتنه سيمه نن سوځي که بلوچستان کې ده او که خېبرپښتونخوا کې ده، د کراچۍ پورې د فساداتو لړۍ ده".
نوموړي په ریاستي ادارو پوښتنې راولاړې کړې چې "دې کار ته پاتې شوي چې يوې مدرسې ته لاړې شي يو غريب مولوي صېب راولي پښتنې ترې وکړي؟ 26 استخباراتي دي، چرته غايب دي دومره غټ استخباراتي ناکامي، دوی ته به کوم باور ورکړی شي چې د دوی د ځان او مال حفاظت به وکړي، دوی شکايت لري".
د مولانا فضل الرحمان پوښتنې ته سمدستي د اسختباراتی ادارو يا حکومت لخوا کوم غبرګون نه دی ویل شوی خو حکومت او پوځ تل دعوې کوي چې د امنيت دپاره هڅې کوي او ترهګرو وران کارو نوغی به اوباسي.
پرون خېبرپښتونخوا کې د سي ټي ډي پوليس مشر [اډيشنل انسپکټر جنرل] شوکت عباس په باجوړ کې د پېښې په ځای کې مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، "د ځانمرګي په پېژندګلو کار روان دی وخت به اخلي فارنزک کې به معلوم شي"، د پوليس افسر په خبره "دا به د وخت نه وړاندې ويل خو پلټنې روانې دي او اندازه یې سمه روانه ده چې چا دغه بريد کړی دی خو د وخت نه وړاندې په مطبوعاتو څه نه شي ویلی چې د تنظيم نوم يا خلکو نوم واخلي".
مولانا فضل الرحمان ويلي "ډېر زر به د حکومتي اتحاد او زمه وارو سره خبره کوي". هغه زياته کړې، "مونږ د ترهګرۍ ښکار يو د ترهګرۍ خاتمه پکار ده د ترهګرۍ په نوم د تجارت اجازه نه شي ورکول کېدی. مونږ د مصلحت لاندې ډېرې خبرې نه کول غواړو که اخر به یې وکړو".
سي ټي ډي پولیس د ترهګرۍ او وژنو د مادو لاندې د باجوړ د ځانمرګي برید مقدمه د نامعلومو ترهګرو پرضد درج کړې ده.
امریکې، سعودي عرب او د پاکستان سياستوال د باجوړ پېښه په کلکه غندلې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د باجوړ په خار کې د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د برید څومره غندنه وشي کمه ده.
هغه په اېکس یا په پخواني ټویټر ويلي، "په سياسي ګوندونو د حملو څخه واضحه ده چې دښمن پاکستان کې د جمهوري نظام مخالف دی خو د دې به قطعا اجازه ور نه ورکړی شي".
هغه ويلي، "د پېښې زمه وار به په ګوته کړی شي او قرار واقعي سزا به ورته ورکړی شي".
د پاکستان وزیراعظم ويلي، "پاکستان قوم، قانون نافذونکې ادارې، او زمونږ محافظ به د دښمن داسې ناوړه هتکنډې کله کاميابېدو ته نه پرېږدي".
Forum