لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ په ځانمرګي حمله کې د وژل شوي ماشوم مور وايي غواړي چې زوي پسې ځان مړ کړي


د باجوړ په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ابوزر
د باجوړ په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ابوزر

د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې په 30مه جولايۍ ځانمرګي بريد کې چې داعش وسله والې ډلې يې ذمه واري منلې د اووه خوېندو ورور 13 کلن ابوزرهم وژل شوی. د خپلې کورنۍ د مالي مرستې دپاره ابور زر چيپس خرڅول.

د افغانستان سره په پوله باجوړ کې په 30مه جولايۍ د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند د غونډې په موقع ځانمرګی بريد کې چارواکو د 54 کسانو د وژل کېدو او تر 83 ژوبلېدو تاييد کړی دی.

د ابوزر مور وي او اې ډيوه ته ويلي، د هغه نه کشرانې اووه خوېندې، پلار او د کورنۍ ټول غړي يې په وژنه غمجن دي.

"زما ډېر هوښيار زوی وو، ډېر مې ورپسې زړه درد کوي، پلار يې هم ورپسې ډېر خفه دی، خوېندې یې هم ډېرې خفه دي، مونږ به څه کوو؟ زړه مې غواړي چې زه پسې هم ځان مړ کړم چې د دې سختو نه خلاصه شم، دا ژوند زما نه نور د هغه بغېر نه تيريږي".

د ابوزر د کورنۍ غړي وايي، هغه به مدرسې او سکول ته د تلو سره په کلي کې چيپس خرڅول.

دوی ویلي، د اتوار په ورځ هم غونډې ته د چيپسو خرڅولو د پاره تلی وو، پلار جاوېد خان يې مزدور کاره دی، دوی وايي ابوزر به ورته وويل چې په کور د مالي بوج کمولو د پاره د زده کړو سره سره مزدوري هم کوي.

د ابوزر پلار جاوېد خان ويلي،" چې کله هسپتال ته لاړم په مرده خانه کې څلور پينځه جسدونه پراته وو، د هغوي پېژندګلو نه کېده، يو تابوت باندې بوټان کېښودل شوي وو، زما د زوي په تابوت د هغه جامې کېښودل شوې وې، چې کله مې جامې کور تا راوړې، د ابورز خور وپېژندې، سر ورپورې نه وو د جامو نه مو وپېژندو او کورته مو راوړو".

د ابورز تره منور خان وايي د ټول باجوړ په هر کلي کې ماتم دی، د چا څوک نه څوک خپلوان وژل شوي يا زخميان شوي دي.

"ټول خلک غمجن دی، تپوس د چا نه کوي؟ د تپوس ځای مو نشته، زمونږ څه ذاتي دشمني نشته او بر نا حقه مو داسې حال شي نو د دې نور لوي خفګان څنګه کېدې شي".

په دې چاودنه کې د ابوزر په څېر نور کم عمره ماشومان هم وژل شوي دي.

اې ايف پي خبري ادارې ته پوليسو ويلي په ځانمرګي بريد کې د 18 کالو د عمر نه کم 23 وژل شوي او ګڼ شمېر پکې زخميان شوي هم دي.

مردان کې د شپږو خوېندو او اووه بچو پلار پوليس هم وژل شوی

په 30مه جولايۍ د خېبرپښتونخوا په مردان سيمه کې په يو وسله وال بريد کې پولیس اهلکار فاروق خان وژل شوی وو.

د کورنۍ په وينا یې فاروق خان د شپږو خوېندو يواځينی ورور وو، د اووه کم عمره ماشومانو [پينځه لوڼو او دوه زامنو] پلار وو، کونډه مور یې پاتې شوې، پلار یې مړ دی.

کورنۍ یې وي او اې ډیوه ته ویلي، فاروق خان د کورنۍ د ګټې وټې او ساتنې يواځينی تن وو چې ووژل شو.

په فاروق خان او هغه سره ګشتي پوليسو باندې د وسله وال بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

پوليسو ويلي وو، د وسله والو د ډزو په ځواب کې پوليسو په ډزو کې يو ملزم وژلی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG