لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا: که جنوبي کوریا او د هغه متحد امریکا راباندې برید وکړي ایټمي وسلې کاروو


د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون وايي که جنوبي کوریا او یا د هغه متحد امریکا یې پر خاوره باندې برید وکړي، ځواکونه به یې له ځنډ پرته ایټمي وسله وکاروي. په دې اړه د امریکا او جنوبي کوریا تازه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د دواړو دښمنو کوریاوو تر منځ د دا ډول بیانانو تبادله کومه نوې خبره نه ده، خو د دواړو تر منځ وروستۍ تودې خبرې په داسې وخت شوې چې په وروستیو کې د شمالي کوریا د ایټمي تاسیساتو پر افشا کولو او د میزایلو د ازموینو پر دوام د دواړو تر منځ اختلافات زیات شوي‌ دي.

د شمالي کوریا سرکاري کورین ‌سنټرل ‌نیوز ‌ایجنسۍ د دغه هېواد د مشر له خولې لیکلي دي، "که دښمن... د ډي پي آر کې [ډیموکرېټک پیپلز ریپبلک آف کوریا] پر خودمختارۍ د تجاوز لپاره د وسلوال ځواک د کارولو هڅه وکړي، پیانګیانګ به د ایټمي وسلې په ګډون هر څه چې لري بې ځنډه به یې وکاروي".

جنوبي کوریا په روانه اوونۍ کې پوځي مشقونه وکړل او د دې هېواد صدر یون سوک یول ګواښ وکړ که شمالي کوریا له ایټمي وسلې کار واخلي، "رژیم به یې تباه" شي. هغه ویلي وو دا به د شمالي‌ کوریا د حکومت د ختمېدو ورځ وي:

"که شمالي کوریا د ایټمي وسلو د کارولو هڅه وکړي، نو زموږ د پوځ او د امریکا او د کوریا جمهوریت د متحدینو له کلک او پراخ غبرګون سره به مخ شي".

خو د شمالي کوریا د سرکاري رسنۍ په وینا کیم جانګ اون د چارشنبې- شورو په ورځ د پیانګیانګ په لوېدیځ کې د ځانګړو ځواکونو د پوځي روزنې د اډې کتلو پرمهال د جنوبي کوریا صدر "ګوډاګی" او "غیرنارمل" شخص بللی دی.

جنوبي کوریا ایټمي وسلې نه لري، خو د امریکې تر ایټمي چترۍ لاندې دی او په هېواد کې یې دا مهال په لسګونو زره امریکایي پوځیان موجود دي.

څو اوونۍ مخکې د شمالي کوریا مشر د خپل هېواد یورینیمو ته د ودې ورکولو د یوې بټۍ تصویرونه خپاره کړي وو او د خپل جوهري پروګرام د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو سنټریفیوژنونو غوښتنه کړې وه.

پییانګیانګ په 2006م کال کې د ایټمي وسلو ازموینه وکړه او لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی. دا ملک تر دې مخکې هېڅکله هم د خپلو ایټمي وسلو د پیاوړتیا په اړه معلومات نه وو خپاره کړي.

د شمالي‌ کوریا او جنوبي کوریا اړیکې ډېرې خرابې دي او شمالي کوریا ویلي دي‌ چې پر ګډه پوله یې 250 بېلسټیک میزایل پر ځای کړي دي.

پیانګیانګ جنوبي کوریا خپل "بنیادي دښمن" ګڼي او وايي شمالي‌ کوریا یو ایټمي ځواک دی او هېڅکله به د دې ځواک د بایللو لپاره پر شا نه شي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG