لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مريم نواز: د ايي اېس ايي د مشر په امر د نواز شريف خلاف مقدمې جوړې کړی شوي او سزاګانې ورکړی شوي


لېفټیننټ جنرل فېض حمید اوس د پېښور کور کمانډر ګمارل شوی دی
لېفټیننټ جنرل فېض حمید اوس د پېښور کور کمانډر ګمارل شوی دی

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي دي چې د استخباراتي ادارې آي اېس آي پخواني مشر لیفټینټ جنرل فیض حمید په وینا د دوی اؤ پخواني وزیراعظم نواز شریف پرضد نه ېوا زې مقدمې جوړې کړې شوې دي بلکې د جنرل فیض حمید په خوښه عدالتونو دوی ته سزا ګانې هم ورکړې چې د کال 2018 انتخاباتو کې دوی برخه وانخلي.

پوځ تراوسه د مریم نواز په دغه بیان څه عکس العمل نه دی څرګند کړی.

مرکزي حکومت د مریم نواز دغه تورونه رد کړي او ویلي دي په بل چا د تور لګولو پرځای دې مریم نواز په ځان اؤ په خپل پلار لګیدلی د درغلو ېا کرپشن تورونو ځواب دې ورکړي.

د ایون فیلډ مقدې چې مریم نواز اؤ پخواني وزیراعظم نواز شریف ته 17 کاله قید سزا د کال 2018 انتخاباتو نه ېو څو ورځې وړاندې ورکړې وه، دې سزا کالعدم ګرځولو د پاره اسلام آباد هاي کورټ کې یو خواست جمع کولو نه پس مریم نواز میډیا سره خبرې کړې اؤ ویلي یې دي د دوی پرضد دغه ټولو مقدمې د استخباراتي ادارې پخواني مشر لیفټینټ جنرل فیض حمید په وېنا درج کړی شوي دي. د پوځ د ویاندې ادارې د وینا ترمخه جنرل حمید اوس د پېښور کور کمانډر ګمارل شوی دی.

نوازشریف او مريم نواز
نوازشریف او مريم نواز

مریم نواز وايي جنرل فیض حمید په عدالتونو هم دغه فشار اچولې و چې نواز شریف ته دې ضمانت یا د دې فیصلې پرضد دې د اپیل حق ورنه کړې شي ځکه چې د مریم نواز په قول فیض حمید نه غوښتل چې د دوی د دوه کالو محنت دې بې ځایه لاړ شي.

د مریم نواز په وینا دغه دوه کاله محنت ېو منتخب حکومت د ختمولو اؤ د خپلې خوښې حکومت راوستو د پاره شوی و.

د اسلام آباد هاي کورټ یو قاضي شوکت صديقي هم ویلي وو چې کال 2018 انتخاباتو نه وړاندې استخباراتي ادارې آي ایس آي د نواز شریف منتخب حکومت غورځول غوښتل.

د دې بیان نه پس سپریم جوډیشل کونسل جسټس شوکت صدیقې د چوکۍ نه لرې کړو.

مریم نواز د ستر عدالت په پخواني قاضیانو، ثاقب نثار، آصف کهوسه اؤ په عظمت سعید هم دغه تور پورې کړو چې د نواز شریف پرضد مقدمې کې یې د ‌ذاتي خوښې نه کار اخیستو اؤ نواز شریف د پاره به دې قاضیانو په مبینه توګه د مافیا اؤ ګارډ فادر ټکي استمالول.

مریم نواز وایې جسټس اصف کهوسه به عمران خان ته ویلي چې پانامه پیپرز پرضد دې خواست عدالت کې جمع کړي، دوی به فیصله وکړي خو چې اوس ېو شمیر وزیرانو نامې پینډورا سکینډل کې راغلي دي نو نه خو څوک جج بیان ورکوي اؤ نه څوک عام تن ددې پرضد خواست جمع کوي.

مریم نواز وایې، عدالتونه دې هم باید اوس فیصله اوکړي چې آزادې او که د چا په خوښه به فیصلې کوي؟

د وزیراعظم عمران خان سلاکار شهباز ګل د مریم نواز دغه تورونه رد کړي دي اؤ ویلي یې دي چې په بل چا د تور لګولو پرځای دې مریم نواز په ځان اؤ خپل پلار لګیدلې د درغلو تورونو وضاحت وکړي.

شوكت صديقي
شوكت صديقي

د پوځ لخوا هم تراوسه د مریم نواز په دغه بیان څه عکس العمل نه دی راغلی خو وړاندې د پوځ ویاندې ادارې مشر میجر جنرل بابر افتخار ویلي وو چې د پاکستان پوځ سیاست سره هیڅ کار نشته اؤ په پوځ په سیاست کې د مداخلت تورونه بې ځایه دي.

د پوځ په دغه بیان په تولنیز رسنیو ډیر تنقید شوی و اؤ‌ ېو شمیر خلقو ويلي وو چې د پاکستان په شان هېواد کې چېرته چې پوځ څلور ځلا دستور مات کړی او د ‌مارشل لا حکومتونه یې جوړ کړي څنګه دا خبره کېدلی شي چې پوځ په سیاست کې مداخلت نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG