لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان، علي وزیر او محسن داوړ ته د کابل تللو ځانگړی اجازت ورکړ


د قامي اسمبلې غړی او د پي ټي اېم یو مخکښ مشر محسن داوړ وایي حکومت ورته کابل ته د تگ ځانگړی اجازت ورکړی او که د سفر بند و بست یې وشي، نو دوی به کابل ته ځي.

د وزیراعظم عمران خان ځانگړی مرستیال شهزاد اکبر د پاکستان په وخت د اتوار/یکشنبې په ماښام پر خپل ټوېټر ولیکل چې وزیراعظم عمران خان د پاکستان د داخله چارو وزارت ته هدایت جاري کړی چې د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ او علي وزیر، دواړو ته یو ځل اجازت ورکړل شي چې د صدر محمد اشرف غني د لوړې (سوگند اخېستو) په دستوره کې د گډون دپاره کابل ته سفر وکړي.

شهزاد اکبر په خپل ټویټ کې دا هم لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت محسن داوړ او علي وزیر ته د یو ځل سفر کولو اجازت نامه هم جاري کړې ده.

وي او اې ډېوه سره په خبرو کې، ښاغلي محسن داوړ وویل دوی آگاه شوي چې د یو ځل سفر اجازت ورکړل شوی، او که چېرته د سفر بند و بست یې وشي، نو دوی به کابل ته ولاړ شي. د صدر غني د لوړې مراسم، د کابل په وخت سبا (د گل/دوشنبې ورځ) په سهار پېلېدونکي دي.

محسن داوړ دا هم وویل چې یو ځل نه، بلکې هر ځل د دوی آئیني حق دی چې له هېواده بهر سفر وکړي، او دا پابندي باید په آینده کې د دوی پر نورو سفرونو هم نه وي لگېدلې.

مخکې تر دې، د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه منتخب شوي د قامي اسمبلې دوه غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ مشران، علي وزیر او محسن داوړ، نن (اتوار/یکشنبې) د اسلام آباد په بینظیر نړېوال هوایي ډگر (ائیرپورټ) کې، د افغانستان سرښار کابل ته د تلو څخه واپس کړی شول.

په ائېرپورټ کې له راگرځول کېدو نه پس، محسن داوړ په دې اړه اندېښنه څرگنده کړه او ویې ویل: "مونږ د اسلام آباد ائیرپورټ ته ورسېدو او هلته د اېف آی اې په کاونټر باندې راته یې دا وویل چې ستاسو نوم په اې سي اېل باندې دی او د فوج له طرفه دا امر راغلی دی چې دوی به بهر نه پرېږدئ."

داوړ زیاته کړه چې پښتانه د "محکوم قام" په حیثیت کې وخت تیروي او دوی ژمنه کوي چې قام به "له دې محکومۍ" نه آزادوي.

علي وزیر او محسن داوړ له دې نه وړاندې د کال ٢٠١٨ په نوامبر میاشت کې هم د پېښور باچا خان هوایي ډگر څخه د دوبی تلو نه په دې سبب واپس گرځول شوي و چې د دوی پر ضد د صوابۍ جلسې مقدمې درج وې. خو تر هغه وروسته محسن داوړ د برتانیې، امریکا او اماراتو سفرونه کړي دي.

د قامي پارلمان بل منتخب شوی غړی، علي وزیر وایي: "د بنو په اېف آی آر کې خو مونږ بري شولو. هغه اېف آی آر ختم شوی و په کوم بېسز باندې چې دوی اې سي اېل ته اچولي اوسو." علي وزیر وویل چې د اېف آی آر متعلق ستونزې اوس حل شوي، او دا نده معلومه چې دوی یې اوس ولې په اې سي اېل کې اچولي دي.

د دې رپوټ په جوړېدو کې عدنان بیټني هم برخه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG