د پاکستان پوځ وایي، امنیتي ځواکونو د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په باغ سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې په ۲۵مه جنورۍ امنیتي ځواکونو دا عملیات سیمه کې د ترهګرو د شتون په اطلاع کړې دي.
پوځ ویلي په عملیاتو کې د دریوؤ نورو ترهګرو تر څنګ د هغوي سرګروپ یا مشر عزیز الرحمان هم وژل شوی چې د قاري اسماعیل اؤ مخلص په نومونو هم پېژندل کېدو.
پوځ دعوه کړې ده چې په دې عملیاتو کې دوه ترهګر ژوبل شوي هم دي خو د پوځ بیان کې بیا واضحه نه ده چې وژل شوو ترهګرو په کومه ډله پسې تړاؤ درلودو.
د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې دغو ترهګرو په امنیتي عسکرو بریدونو اؤ د بېګناه وګړو په وژنو کې لاس درلودو.
د پوځ په وینا ، سیمه کې د نورو پاتې ترهګرو د لټون اؤ د سیمې پاکولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوامداره دي اؤ د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې ملک نه به د ترهګرۍ نوغی وباسي.
په پاکستان کې د تېرو څلورو کالو راپدیخوا د ترهګرۍ برید یو وارې بیا زیات چټک شوي اؤ په دې ترهګریزو بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.
امنیتي ځواکونو په دې دوران کې د سوؤنو ترهګرو د وژلو اؤ نیولو دعوې هم کړې دي.
په پاکستان کې تېر کال ۲۰۲۴ یو خونړی کال ثابت شوی ؤ اؤ د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې په دغه کال ددې هیواد دننه په بمي چاودنو او وسلهوالو بریدونو کې تر ۱۶۰۰ زیات ملکي وګړي او امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.
پاکستان خپل هیواد کې د کیدونکې ترهګرۍ پړه د افغان طالبانو په حکومت ور اچوي اؤ تور لګولي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې عملي کوي.
خو د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه بې اساسه بولي اؤ دریځ لري چې د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان یا نورو هیوادونو په ضد وکاروي
Forum