لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ که د سیاست ډیر شوق وي نو نوکري دې پریږدي، جسټس صدیقي


د اسلام اباد هایي کورټ د پنجاب سخت دریځه ډلو په اړه د پاکستان پوځ لانجمن کردار باندې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي پوځ د خپل ایني اختیار نه بهر وتی دی.

د پاکستان ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه د اسلام آباد هايي کورټ جسټس عزیز صدیقي له خولې لیکي "آیا د پوځ مشر جنرال باجوه د قانون او این نه پورته دی؟"

د قضیې اورونې په وخت جسټیس عزیز صدیقي دا پوښتنه هم کړې ده چې پوځ له دا اختیار چا ورکړی و چې د حکومت او د پنجاب د سخت دریځو ډلو ترمنځه د یوه دریم ګړي په حیث کار وکړي؟

اخبار لیکي جسټس صدیقي ویلي "داسې ښکاري چې پوځ ښه په فعاله ډول د احتجاج کونکونو سره ولاړ دی."

د اورونې په وخت جسټس صدیقي ویلي (پوځي افسرانو په سیاست کې هرکلی کوو خو چې کله خپلې څوکۍ پرېږدي)

جسټس صدیقي په خپلو خبرو کې ویلي د پوځ وروستي لانجمن کردار د سویلین حکومت نه هسې یوه ټوقه جوړه کړیده.

جسټس صدیقي غوښتنه کړېده چې د حکومت او د سخت دریځو په لوظنامه کې هاغه احتجاج کونکو ته د حکومت نه د معافۍ غوښتلو ولې نه دې ویلې شوی چاچې په حکومت پسې د احتجاج په وخت بدې ردې ویلي؟

د اورونې په وخت موجود د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی نماینده عدالت ته وویل چې آی اس آی د احتجاج کونکو سره هیڅ مرسته نشته.

د اورونې په وخت قاضي عزیز صدیقي چې کله د کورنو چارو وزیر احسن اقبال نه پوښتنه وکړه چې عدالت ته ولې په وخت حاضر نشو نو هغه په ځواب کې وویل چې دده په سر یو کروړ روپی انعام اېښودل شوی.

اخبار کې نور کوم تفصیل نه دی ورکړی شوی چې وزیر احسن اقبال په سر دا انعام چا او ولې اېښودی دی؟

د اسلام اباد هايي کورټ تیره اونۍ په خپله یوه فیصله کې حکومت ته امر کړی وه چې په اسلام اباد کې د پنجاب سخت دریځه ډلو احتجاج دې په پرامنه ډول خور کړي او که چرې دوي په رضا احتجاج نه ختموي نو بیا دې حکومت د طاقت دلارې ددوي خواره کړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د سوات په بازیره ښار کې ماهرینو نور زاړه اثار موندلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG