د پاکستان پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرو په ضد په بیلابیلو عملیاتو کې 30 وسله وال وژلي اؤ 8 نور یې ژوبل کړي دي.
د خالي - شنبې په ماسخوتن د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار په یوه بیان کې دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو د موجودیت په اطلاع لکي مروت ضلع کې عملیات کړي، 18 ترهګر پکې وژل شوي اؤ 6 نور ژوبل شوي دي.
پوځ ویلي دویم عملیات په کرک سیمه کې شوي چې هلته وسله والو سره د ډزو تبادله کې 8 ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ د دعوې له مخې،دریم عملیات د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر قبایلي ضلعې په باغ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي چې 4 ترهګر پکې وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
پوځ د خېبر عملیاتو کې د وژل شوؤ ترهګرو څخه د دوؤ پېژندګلو د عزیز الرحمان عرف قاري اسماعیل اؤ مخلص په نومونو سره کړې ده اؤ د لکي مروت اؤ د کرک په عملیاتو کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړي اؤ نه یې هم دا ویلي چې د هغوي تعلق د کومې ډلې یا تنظیم سره ؤ.
د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې دغو ترهګرو په امنیتي عسکرو بریدونو اؤ د بېګناه وګړو په وژنو کې لاس درلودو.
پوځ ویلي چې د عملیاتو په مهال یې د ترهګرو نه د وسلې، چاودیدونکي مواد اؤ نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د پوځ په وینا ، په یادو سیمو کې د نورو پاتې ترهګرو د لټون اؤ د سیمو پاکولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوامداره دي اؤ د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې ملک نه به د ترهګرۍ نوغی وباسي.
د پاکستان پوځ په دوامداره توګه عملیاتو کې د وسله والو د وژلو دعوې کوي خو ددې دعوو تصدیق اکثره د ازادو سرچینو څخه نه کیږي ځکه چې په کومو سیمو کې پوځ عملیات کوي هلته عموماً رسنیو یا خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي اؤ خبریالان یوازې د پوځ اؤ وسله والو ډلو لخوا په کېدونکو دعوو اکتفا کوي،
په پاکستان کې د تېرو څلورو کالو راپدیخوا د ترهګرۍ برید یو وارې بیا زیات چټک شوي اؤ په دې ترهګریزو بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.
امنیتي ځواکونو په دې دوران کې د سوؤنو ترهګرو د وژلو اؤ نیولو دعوې هم کړې دي.
په پاکستان کې تېر کال 2024 یو خونړی کال ثابت شوی ؤ اؤ د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې په دغه کال ددې هیواد دننه په بمي چاودنو او وسلهوالو بریدونو کې تر 1600 زیات ملکي وګړي او امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.
پاکستان خپل هیواد کې د کیدونکې ترهګرۍ پړه د افغان طالبانو په حکومت ور اچوي اؤ تور لګولي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې عملي کوي.
خو د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه بې اساسه بولي اؤ دریځ لري چې د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان یا نورو هیوادونو په ضد وکاروي.
Forum