د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین ویلي حکومت به په موجوده بجټ کې د ټاکل شوي هدف نه زیات عایدات یا حاصلات ترلاسه کړي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه شوکت ترین د حاصلاتو یا د رېوېنیو په اړه دغه خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړه.
شوکت ترین وویل د حکومت د پېنځه اشاریه اته ټرېلین روپو هدف په مقابل کې به حاصلات شپږ اشاریه یو ټرېلین روپو ته ورسي.
د رویټرز د رپورټ نه دا نه څرګندیږي چې ایا شوکت ترین دې خبرې وضاحت وکړو چې حاصلات څنګه زیات شوي دي؟ اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د ټېکس ورکونکو شرح کمه ده په هېواد کې د اقتصاد د پرمختګ رفتار کم شوی دی او دا هغه عوامل دي چې په حاصلاتو کې لوی کردار ادا کوي.
شوکت ترین وویل وزیراعظم عمران خان چې په ورستیو ورځو کې د توانای په مد کې د کومو مراعاتو اعلان کړی و دپاره به یې پېسې د حاصلاتونه ورکړی کېږي چې له امله یې مالي خساره کې کموالی یا زیاتوالی کېدلی شي.
رویټزر وايي عمران خان چې د حزب اختلاف د عدم اعتماد تحریک سره مخامخ دی د ګل، دوشنبې، په ورځ یې د تېلو او بجلۍ په قیمتونو کې د کمي اعلان وکړو د دې باوجود چې په نړیواله کچه د تېلو بېعې زیاتې شوي دي.
د رویټرز رپورټ وايي تېلو او د بجلۍ دپاره مراعات به د حکومت دباره یو اشاریه پېنځه بېلین ډالر قیمت ولري او پاکستان دپاره به ګرانه وه چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف په اوومه جایزه کې یې دفاع وکړي.
ای اېم اېف پاکستان ته د شپږ بېلین ډالرو قرض ورکول شروع کړي دي.
شوکت ترین وویل د ای اېم اېف په کتنه کې به پاکستان د توانای په برخه کې مراعاتو دفاع وکړی شي ځکه چې حکومت د دې ادایګي د حاصلاتو نه کوی.
بلخوا د پاکستان مرکزی بینک د سود شرح د په 9.75 فیصد په شرح برقرار ساتلي ده
بینک وايې د ګرانۍ شرح به د 9 نه 11 فیصد پورې وي او په اینده کال کې به د ګرانۍ شرح اووه فیصد ته راکمه شي او پرمختیایی شرح دې د څلورنه تر پېنځه فیصد ته ورسېږي خو اقتصادی پوهان وایې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو، ګیس او خوراکی توکو بیعې لوړې شوي دي او دا به د پاکستان حکومت دپاره لوی مشکل چې په ګرانۍ قابو و مومي او مالیاتي خساره راکمه کړي.