لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني پوځ مشر وایي د پولیو ضد کارکونکو تحفظ به یقیني کولی شي


د جون میاشت په 28 نيټه په شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد کمپاين کې په شامله ډله د وسله والو په خونړي برید کې درې کسان وژل شوي وو چې پکې پوليس او د صحي څانګې کارمند شامل وو
د جون میاشت په 28 نيټه په شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد کمپاين کې په شامله ډله د وسله والو په خونړي برید کې درې کسان وژل شوي وو چې پکې پوليس او د صحي څانګې کارمند شامل وو

د جون په مياشت کې د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د پوليو ضد کمپاېن کې شامل ډلې باندې د وسله والو د خونړي برید وروسته د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان پولې ته څېرمه سيمو کې پولیو کېمپېن دپاره د اضافې سکيورټۍ امر کړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې اي اېس پي ار په یو بېان کې وېلي چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په راولپنډۍ ښار کې د نېشنل اېمرجنسي اپرېشن مرکز دوره وکړه او د هغو مشکلاتو نه خبر کړی شو چې د پوليو د مخنیوي دپاره کېدونکی کوښښونه ورسره مخامخ دي.

د نېشنل اېمرجنسي اپرېشن سېنټر کوارډينېټر ډاکټر شهزاد بېګ وايي د پوليو ضد بل کمپاېن د اګست په 15 د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو او په قومي کچه د اګست په 24 نېټه پېل کېږي.

د اي اېس پي ار په بېان کې وېل شوي چې جنرال قمر جاوید باجوه په حساسو ځايونو کې د اضافې افراد قوت او نورو وسيلو ورکولو امر کړی چې داسې د پوليو ضد کمپاين کې د شامل ډلو او د دغو ټيمونو ماشومانو ته د رسېدو لپاره خوندي چاپيریال باوري کړی شي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر د افغانستان پولې ته څېرمه علاقو کې د پوليو ضد کمپاېن کې شامل ټيمونو ته د تحفظ ورکولو امر پداسې حال کې کړې چې دجون د میاشت په 28 نېټه په شمالي وزیرستان کې د پوليو ضدکمپاين کې په شامل ډله د وسله والو په برید کې درې کسان ووژل شوو چې پکې پوليس او د صحي څانګې کارمند شامل وو.

پاکستان کې سږ کال د پوليو ټولې 12 پېښې رپورټ شوي او دا ټولې پېښې د افغانستان پولې نزدې د شمالي وزیرستان په نارامه سيمه کې رامنځته شوې دي.

د پاکستان د پوليو ضد نېشنل اېمرجنسي اپرېش سنټر کوارډينېټر ډاکټر شهزاد بېګ وي او ای ډيوه ته وویل په شمالي وزیرستان کې د امنیت وضعه کله ښه او کله خرابه وي.

نوموړي وويل هم پدې تناظر کې د پوځ مشر د مرکز دوره کړې او امر یې کړی چې په دغو سيمو کې به د پوليو ضد کمپاين کې بوخت ډلو ته تحفظ ورکوي او اضافي افرادي قؤت هم ورکوي.

تېر کال د اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په پخوانيو قبایلي سیمو کې د تشدد کچه لوړه شوې ده چې پکې د پاکستان امنیتي ځواکونه هم په نخښه شوي دي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه پاتې دي چیرته چې لا اوس هم د پوليو پېښې رامنځته کېږي. او د کال 2012 راپدېخوا يو شمېر پوليو ورکران او د هغوى په حفاظت ګمارل شوي امنيتي اهلکار وژل شوي دي.

د امنیت ترڅنګ ماهرین وايي په پاکستان کې د پولیو څاڅکو په اړه د ځینو تندرو مذهبي عناصرو بې بنیاده خبرې هم د دې مرض په ختمولو کې یو خنډ دی. ځېنې خلک د پوليو څاڅکي د مسلمانانو خلاف د غربي هېوادونو سازش بولي او وايي دا څاڅکې ماشومان بچي د پېدا کولو د صلاحیت نه محرومه کوي.

ډاکټران دغه خبرې بې بنیاده بولي او وايي د پولیو مرض یو تن د ټول عمر دپاره د بدن په معزروتیا کې مبتلا کولی شی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG