لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: د پاکستان زیاتېدونکي ابادي د ملک په وسایلو پېټی زیاتوي


په پاکستان کې د کال دوه زره وولسم سر شمېرنې ترمخه په ملک کې ټوله ابادي د شل کروړه نه زياته ده
په پاکستان کې د کال دوه زره وولسم سر شمېرنې ترمخه په ملک کې ټوله ابادي د شل کروړه نه زياته ده

څيړونکي وايي د پاکستان مخ په زياتيدونکي ابادي د هېواد د راتلونکي د پاره لوی خطر دی او د ملک په ملکي وسايلو ډير بوج پريباسي۔

په پاکستان کې د کال دوه زره وولسم سر شمېرنې ترمخه په ملک کې ټوله ابادي د شل کروړه نه زياته ده، دا د چين، هند، امريکه او انډونيشيا پس په نړۍ کې د يوملک تر ټولو زياته ابادي ده، د کال نورلس سوه اته نويم سر شمېرنه کې د پاکستان ابادې څه د پاسه ديارلس کروړه وه، او دلته موجوده کليز د ابادۍ زياتيدو کچه دوه اعشاريه څلور فيصده ده دا شرح په کال نورلس سوه اته نوايم کې دوه اعشاريه نهه فيصده وه۔

د بچو په پېدایش کې د قفې زیاتولو په اړه پوهاوی خپروونکي وايي په کورونو کې ښځې په دې اماده کول چې د یو او بل ماشوم په پېدایش کې وخت زایاتول پکار دي يو ګران کار دی ځکه چې کور کې خواښې، سخر او اکثر له خاوند هم غواړې چې ډير بچي پېدا کړي. ماهرین وايي ډیر ماشومان زېږول د مور په صحت منفې اثر غورځوي.

فاطمه ګل د يو غېر دولتي تنظيم سره کار کوي او د چارسدې په کلیوالو سيمو کې کور په کور ګرځي او ښځې په دې د پوهولو کوښښ کوي چې د بچو په زېږولو کې دې وقفه یا دمه وکړي۔

فاطمه ګل وايي ډېرې ښځې د خانداني منصوبه بندۍ په اهميت نه دي پوهه او ډېرې په ګرانه راضي کيږي چې د بچو په پېدا کولو کې وقفه وکړي۔ هغه وايي اکثر ښځې پخپله بچو کې وقفې ته زر اماده شي خو بيا د خاوند، خواښې، خسر او یا د کورنۍ د نورو غړود فشار لاندې وي چې ډير بچي پېدا کړي۔

فاطمه ګل وايي چې کومه ښځه او خاوند تعليم يافته وي هغوي په اسانه د بچو پېدا کولو کې وقفې ته اماده کيږي خو هغه کورنۍ چې د تعليم کچه پکې کمه وي په ګرانه رضا کيږي۔

فاطمه ګل وايي اکثر سړي یې کور ته د ورتلو اجازه هم نه ورکوي او ځني ښځې پخپله رضا شي خو بيا خاوندان ډير بچي پېدا کول غواړي۔

د زينت بي بي د واده شل کاله شوي دي او وايي شپږ بچي يي دي او ډير په ګرانه يي خاوند،خواښې او سخر رضا کړل چې په بچي کې وقفه وکړي.

د خانداني منصوبه بندۍ په لړ کې يو غېر دولتي تنظيم سره کارکونکي محمد ابراهيم وايي د ابادۍ زياتيدو موجوده کچه ډيره خطرناکه ده، که راتلونکې وخت کې د ابادۍ زياتيدو کچه راکمول وي نو په هغې به د اوس نه عام خلک پوهه ول وي ګنې نو ابادۍ زياتيدو په صورت به د ژوند هر اړخ ته زيان رسيږې۔

د ابادۍ په لحاظ د نړۍ پېنځم لوی هېواد دی۔

د ايشايي ترقياتي بېنک د کال دوه زره نورلسم د رپورټ ترمخه پاکستان کې هر کال په زرو کې اووه شپيته ماشومان د بينځوو مياشتو عمر ته رسېدو نه وړاندې مړه کيږي. څيړونکي وايي زياته ابادي او د وسايلو نېشتوالي او یا د کموالي له امله د پاکستان په اینده کې د ډيرو مشکلاتو سره مخامخ کېدلی شي۔

د ايشايي ترقياتي بېنک کال دوه زره پنځلسم رپورټ ترمخه پاکستان کې څلوريشت اعشاريه درې فيصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوندي کوی او د بې روزګارۍ کچه هم پکې ورځ تر بله سېوا کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG