په پاکستان کې د روان کال ۲۰۲۵م وړومبۍ د پولیو پېښه د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د ډيره اسماعیل خان سیمې څخه مخې ته راغلې ده.
د پاکستان د روغتیا د قامي ادارې (این آي ایچ) د پولیو د مخنیوي لیبارټرۍ ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د ډيره اسماعیل خان په لچره یونین کونسل کې د دریوؤ کالو اؤ نهو میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې شوی دی.
د یادې لیبارټرۍ د وینا له مخې ددغه ماشوم څخه د پولیو د وایرس نمونه د روانې جنورۍ میاشتې په ۷مه نېټه اخستل شوې وه اؤ د هغې څخه تصدیق شوی چې دغه ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې شوی دی.
تر دې وړاندې تېرکال ۲۰۲۴م کې هم د خېبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان سیمې څخه د پولیو ۱۱ پېښې مخې ته راغلې وې.
پروسکال په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۳ پېښې په ریکارډ راغلې دي چې دې کې تر ټولو زیاتې ۲۷ پېښې د بلوچستان څخه ریکارډ شوې وې .
تېرکال خېبرپښتونخوا او سيند صوبو کې ۲۲،۲۲ او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.
پاکستان کې د ۱۹۹۴م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه ۹۹ سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
د پولیو د مخینوي پروګرام ویلي، د روان کال د پولیو ضد څاڅکو اولنی قومي کمپېن د فرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې پیل کولی شي.
ویل شوي تېر دسمبر کې د پولیو کمپېن کې ۹۸ فیصده ریکارډ هدف ترلاسه کړل شوی وو.
Forum