پاکستان کې سږ کال د پولیو دويمه پېښه هم د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې معلومه شوې ده. د پوليو د مخنیوي پروګرام د پېښې تاييد کړی دی.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام رسنيو ته په لېږلي بيان کې ویلي، د صحت قامي اداره کې د پوليو ليبارټرۍ په درې کلن ماشوم کې د پولیسو وايرس د شتون تصديق کړی دی.
ويل شوي په ياد ماشوم کې د جولايۍ په 11مه د پوليو ناورغۍ علامات ښکاره شوي وو.
په بنو کې روان کال دا د پوليو دويمه پېښه رپورټ شوې ده.
د صحت وزیر عبدالقادر پټېل په پېښه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي یې دي، تېر کال کله په شمالي وزیرستان کې د پوليو پېښې رپورټ کېدل پېل شوي وو د هغې په مقابله کې سږ کال پاکستان د پولیو ضد په زیات پياوړي ځای دی.
هغه زیاته کړې د پوليو څخه د يو ماشوم معذوره کېدل هم ډېر زیات دي هر ماشوم حق لري چې د دې لاعلاجه ناروغۍ څخه محفوظه ژوند تېر کړي.
د پولیو د مخنیوي پروګرام ويلي، پاکستان کې د پوليو وايرس د خېبرپښتونخوا جنوبي اووه ضلعو بنو، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزيرستان، کوز جنوبي وزیرستان، ټانک، ډېره اسماعيل خان او لکي مروت پورې محدود دي.
ويل شوي د کال 2021 نه وروسته د يادو سيمو څخه بهر په بل کوم ځای کې د پوليو پېښه مخې ته نه ده راغلې، خو سږ کال په پېښور، لاهور او کراچۍ کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
د پوليو د مخنيوي د بېړني مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، راتلونکې اوونۍ څخه خېبرپښتونخوا کې د پوليو کمپاين پېل کولی شي، او زياته توجه به یې په بنو وي چرته چې څو ځله د پوليو پېښې په چاپېریال کې د پوليو وايرس موندل شوي دي.
پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.
پرون په کوټه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې وسله وال بريد کې دوه ساتونکي پوليس اهلکار وژل شوي وو.
پاکستان کې تېر کال د پوليو 20 پېښې رپورټ شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت کې او يوه په جنوبي وزیرستان کې مخې ته راغلې وه.
Forum