لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د ژوبڼ نایابه پړانګه د زخمونو دلاسه مړه شوه


د بنګال پړانګې نسل دنیا نه د ختمېدو د خطر سره مخامخ دی او وېل کېږي چې په نړۍ کې د دې نسل دوه زره پړانګه پاتې شوي دي
د بنګال پړانګې نسل دنیا نه د ختمېدو د خطر سره مخامخ دی او وېل کېږي چې په نړۍ کې د دې نسل دوه زره پړانګه پاتې شوي دي

د پېښور په يواځني ژوبڼ کې د بنګال د نسل يو ماده پړانګه چې د تېرې جمعې په ورځ يو نر پړانګ ژوبل کړې وه، د اينې د زخمونو د لاسه مړه شوه.

د بنګال پړانګې نسل دنیا نه د ختمېدو د خطر سره مخامخ دی او وېل کېږي چې په نړۍ کې د دې نسل دوه زره پړانګه پاتې شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د ځنګلي حيات د وزارت مشر محمد اشتياق ارمړ وي او ای ډيوه ته په دغه پېښه ووېل چې د پېښور چړيا ګر لوی او نوی ژوبڼ دی ځکه دلته د عملې په تربيت کې هم وخت ولګېدو او دلته مخکې هم داسې ځناور مړي شوي دي خو هغه وايي د دې پېښې به حکومت پلټنې کوي او د دې ذمه وارو کسانو ته به سزا ورکولی کيږي.

"سوال نه پېدا کيږي چې مونږ به په دې لړ کې د زغم نه کار اخلو، په دې خو مونږ ته ګناه ملاويږي، دې نه خو بيا دا بند ښه دی چې مونږ دا سمبالولی نه شو، په دې مونږ پېسې لګولي دي،او د دوي د تېروتنو له وجې داسې کيږي، نو سوال نه پېدا کيږي چې مونږ دا پرېږدو، دې کې چې دا چا نه هم تېر وتنه شوې ده که هغه ځناور ساتونکي دي او هغه که ډاکټران دي هغوي ته به خامخا سزا ملاويږي."

خو د ځنګلي حيات يو ماهر عاشق حسين وايي، د پېښور ژوبڼ کې د ځناورو د داسې مرګونو پلټنې کول پکار دي او دا کتل پکار دي چې دغه مرګونه د څه وجوهاتو له امله کيږي. ایا دغلته مناسب ماحول او سهولتونه نشته او که د عملې په تربيت کې نقص او کمی دی.

"د ژوبڼ د پاره چې کوم ضروري تربيت دی هغه د دغه خلکو شته کوم چې په ژوبڼ کې ناست دي؟ دې کې د خوراک ماهر ځان کس وي، د بيماريانو ماهر ځان له وي، د ځناورو د خوي خصلت ساتونکې ځان له شعبه وي. نو چې په دې لړ کې کومې پلټنې کيږي هغې کې په دې لړ کې تپوسونه شوي دي او که نه هغوي عام پلټنې کوي چې دا ځناور ولې مړه کيږي."

خو دا د پېښور په چړيا ګر کې وړومبی مرګ نه دی، د مئ په مياشت کې يو زرافه هم د يو وايرس د لاسه مړه شوې وه. او کال ۲۰۱۸ کې د دغه چړيا ګر د پرانستې نه پس د يخو علاقو يو پړانګ دغلته مړ شوی و او د ځنګلي حيات نړيوالې ادارې ياورلډ وايلډ فورم د دې وجه د پېښور ګرم موسم او د دغه چړيا ګر غېر مناسه ماحول ګرځولی و.

د پېښور په چړيا ګر کې د يو بل ځناور په مرګ د ځناورو سره مينه لرونکي او د دوي د حقونو د پاره غږ پورته کونکي هم خفه دي. په پېښور کې د زخمي ځناورو په خاصه توګه د سپو درمل کونکې او دوي له پناه ورکونکې يواځنۍ ادارې مشره زېبا مسعود هم د پېښور چړياګر کې په داسې مرګونو خفه ده او وايي چې دوي د داسې ځناورو پام نه شي ساتلی نو پکار ده چې چړياګر بند کړی شي.

"ډېره د افسوس خبره ده چې دې چړياګر کې چې د دوه درې کلونو نه شروع شوی دی، دوي دلته دا نه شي سمبالولی. دلته نه د دوي د ساتلو د پاره مناسب ځايونه دي او نه مناسب ساتونکي دي. دلته څومره ځناور راغلل چې مړه شوي دي نو بيا دا ولې دوي خلاص کړی دی. دا ډېره غلطه خبره ده او مونږ په دې باندې عدالت کې رټ هم جمع کړی دی چې دا ځای بند کړئ. دا ځای دوي نه شي چلولی."

د پېښور ژوبڼ يا چړياګر کې د ځناورو د مرګونو سره د ځناورو سره مينه لرونکو د مدني ټولنې څه څلريشت کسانو د پېښور اعلی عدالت کې هم يو خواست جمع کړی دی چې په دې چړيا ګر کې د سهولتونو او د ماحول په حقله دې تحقيقات وکړی شي او دا چړيا ګر دې بند کړی شي. او دغه ټول ځناور دې د خپل قدرتي ماحول او محفوظ قدرتي ځايونو کې پرېښودلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG