لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی خو مومندو او خېبر کې ځنډېدلی


پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.
پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.

د خېبرپښتونخوا په مخصوصو ضلعو او د افغان کډوالو په کېمپونو کې د ګل، دوشنبې، د ورځ څخه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل کړی شوی خو په خېبر او مومندو ضلعو کې د امنیتي ساتونکو د ډيوټۍ نه بايکاټ له امله په دغو سيمو کې کمپاين ځنډول شوی دی. د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي زر په دغو سیمو کې کمپاين پېل شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام بېړني مرکز ترمخه د نن څخه د صوبې په اته ضلعو هنګو، پېښور، کوهاټ، خېبر، نوښار، چارسده، مومندو او بنو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين ټاکل شوی چې 24لکه 66800 د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

د دې ترڅنګ په بونېر، کوز چترال، کوز دیر، هريپور مانسهره، ملاکنډ، مردان او صوابۍ کې به د افغان کډوالو په کېمپونو کې 92200 نه زياتو ماشومانو، او د شمالي وزيرستان او هري پور په 14 مخصوص يونين کونسلو کې 161300 نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

خو په مومندو او خېبر ضلعو کې د پخواني خاصه دار/ليويز او اوسني پوليس ځواک د بايکاټ له امله دغلته کمپاين نه دی پېل کړی شوی.

په قبايلي ضلعو کې د خاصه دار او ليويز ځواک چې په پوليس بدل کړی شوي، د کمېټۍ مشر ډي اېس پي سید جلال وزير وي او اې ډيوه ته وويل، دوی د پوليو کمپاين د ساتنې د ډيوټۍ نه انکار نه دی کړی بلکې دوی ترې ټولنيز بايکاټ کړی دی.

نوموړی چې په شمالي وزيرستان کې په ډيوټۍ دی، وې ويل، بايکاټ یې د دوی د غوښتنو نه منلو په سر کړی دی، حکومت ته یې خپلې 22 نکاتي غوښتنې وړاندې کړي خو د دوی غوښتنې نه اورېدل کيږي ځکه دوی بايکاټ وکړو.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام وي او اې ډيوه ته تاييد کړه د پوليس د بايکاټ له امله په خېبر او مومندو د نن څخه کمپاين نه دی پېل شوی خو زر به دغه مسله هواره شي او کمپاين به پېل شي.

وي او اې ډيوه د خاصه دار/ ليويز فورس د غوښتنو او پوليو ډيوټۍ څخه بايکاټ په حواله وي او اې ډيوه خېبرپښتونخوا کې د حکومتي چارواکو او پوليو د مخنيوي پروګرام د اسلام اباد چارواکو سره د رابطې هڅه کړې، خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام وي او اې ډيوه ته ويلي د نن څخه د خېبرپښتونخوا د 17 ضلعو ترڅنګ، د سيند صوبې په نهه، بلوچستان او پنجاب صوبو په دوه دوه ضلعو کې او اسلام اباد کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی دی.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښې معلومې شوي او دواړه د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې رپورټ شوي دي.

بنو کې د پوليو دویمه مثبته د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه او له دې وړاندې د مارچ په مياشت کې د پوليو لومړۍ پېښه هم په بنو کې معلومه شوې وه.

پاکستان کې تېر کال د پوليو 20 پېښې رپورټ شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت کې او يوه په جنوبي وزیرستان کې مخې ته راغلې وه.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.

هم د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه په کوټه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې وسله وال بريد کې دوه ساتونکي پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د پولیو د مخنیوي پروګرام ويلي، پاکستان کې د پوليو وايرس د خېبرپښتونخوا جنوبي اووه ضلعو بنو، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزيرستان، کوز جنوبي وزیرستان، ټانک، ډېره اسماعيل خان او لکي مروت پورې محدود دي.

ويل شوي د کال 2021 نه وروسته د يادو سيمو څخه بهر په بل کوم ځای کې د پوليو پېښه مخې ته نه ده راغلې، خو سږ کال په پېښور، لاهور او کراچۍ کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG