لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمه وایي د پنجاب بیلابیلو سیمو نه یې 10 ترهګر نیولي دي


د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې د پنجاب بیلابیلو ښارونو کې یې د ترهګرو په ضد د استخباراتي اطلاعاتو په اساس عملیات کړي چې پکې 10 ترهګر نیول شوي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې ترجمان په یو بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د پنجاب په سر ښار لاهور، راولپنډۍ ، شیخو پوره، میانوالي، سرګودها اؤ فیصل اباد کې ترسره شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې د ترسره شوؤ عملیاتو شمیره 163 ښودلې اؤ دعوه یې کړې ده چې په دې کې د راولپنډۍ څخه د" فتنه الخوارج" درې ترهګر نیول شوي اؤ د لاهور څخه هم یو خطرناک ترهګر نیول شوی دی.

فتنه الخوارج اصصلاح د تېر کال راهسې پاکستاني ځواکونه د ټي ټي پي اؤ نورو ترهګرو لپاره کاروي.

سي ټي ډي پخپل بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو د حافظ محمد رفیق، اکبر ، زین الله، اویس احمد، احسان، سجاد، لقمان او ندیم په نومونو سره ښکاره کړې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې د هغوي له ولکې چاودیدونکي مواد، دیسي بمونو ، پمفلټونه اؤ پېسې هم ترلاسه شوي دي .

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي چې نیول شوؤ ترهګرو غوښتل په بیلابیلو سیمو کې ورانکاري وکړي اؤ له دغې لارې په خلکو کې ویره ترهه خوره کړي.

تر دې وړاندې د جنورۍ په 15مه نېټه هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعوه کړې چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس 200 عملیات کړي اؤ 23 ترهګر یې نیولي دي.

د پنجاب نه په لویه پیمانه د ترهګرو د نیولو دا دعوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کال 2021م راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ څېړنیز رپورټونه ښیي چې په تېرکال کې د دې هیواد دننه په ترهګریزو بریدونو کې 685 امنیتي عسکر وژل شوي دي.

تېره میاشت هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې بیلابیلو سیمو نه د 16 ترهګرو د نیولو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې په عملیاتو کې یې د ټي ټي پي یو خطرناک ترهګر عمر هم نیولی چې د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی.

په پنجاب کې اکثره د ترهګرۍ ضد محکمه عملیاتو کې د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو څېړونکي زیاتره وخت په دې دعوؤ شکونه هم کوي اؤ وایي چې سي ټي آي اکثره د ناسمو اطلاعاتو په بنیاد عام مزدور کاره خلک نیسي اؤ بیا ورته د ترهګرو نوم ورکوي.

پنجاب د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده اؤ وخت په وخت څېړونکي دعوې کوي چې جنوبي پنجاب کې ترهګر اؤ تند لاري خپلې خوندي ځالې اؤ قوي مرکزونه لري .

څېړونکي وایي د جماعت الدعوه اؤ جیش محمد په څېر د نړۍ په کچه ترهګرې ګرځول شوې ډلې هم په جنوبي پنجاب کې خپلې پټې ځالې لري.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ د سیند ایالت په سر ښار کراچۍ کې په نزدې وختونو کې زیاتې ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي خو پنجاب بیا د نورو صوبو په نسبت له ترهګریزو بریدونو خوندي دی

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG