په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن (اېس اېس ډي او) د رپورټ ترمخه په تېرو پينځوؤ کلونو کې د ماشومانو سره د جنسي تشدد په درج شوو پېښو کې په مجموعي توګه 220 فيصدي اضافه شوې ده.
د تنظیم مطابق د هېواد تر ټولو لويې صوبې پنجاب څخه د رپورټ شوو پېښو شمېره 3323 ده چې د مجموعي پېښو 62 فيصد برخه جوړيږي.
د غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن اېګزېګټو ډاېرېکټر سيد کوثر عباس وايي دا د ماشومانو سره د جنسي تېريو هغه پېښې دي چې رپورټ شوي او له دې پرته په زرګونو داسې پېښې به وي چې رپورټ شوي نه دي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په هېواد کې د ماشومانو خلاف په جنسي تشدد کې ککړو کسانو ته د عدالتونو لخوا د سزاګانو اورولو شرحه د 3 فيصدى نه هم کمه ده.
د ښاغلي سيد کوثر عباس په وینا، په عدالتونو کې دې مقدمو ته ترجیح نه ورکول کېږي او دا کېسونو د ماشومانو خصوصي عدالتونو ته لېږل پکار دي.
هغه وایي د ماشومانو د جنسي ځورونو د قضیو پرېکړې باید په عدالتونو کې د اونیو دننه واورول شي تر څو په داسې تېريو کې ککړو کسانو ته پېغام ورورسي چې عدالتونه نه یې پريږدي.
د رپورټ ترمخه هم دا ډول په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو سره د جنسي تېريو 1360 پېښې رپورټ شوي چې د ټولو پېښو 25.1 فيصدى دي.
همدا راز په سېند صوبه کې 458 پېښې اؤ په بلوچستان کې د ماشومانو خلاف د جنسي تشدد 257 پېښې رپورټ شوي دي کومې چې د مجموعي پېښو 5 فيصدى برخه جوړيږي.
د ماشومانو د حقونو فعالان وايي چې د ماشومانو سره د جنسي تېريو په پېښو کې دا اضافه واضحه کوي چې په دې حواله د مضبوطو قوانینو، او د هغې د نفاذ نه علاوه د آګاهۍ خورولو سخت ضرورت دی.
د ماشومانو د حقونو فعال ښاغلی عمران ټکر ډيوه سره خبرو کې وایي "په يو وخت هغوي له د ماشومانو په جنسي توګه د ځورونې په مخنیوي کار پکار دی، او دوېم دا که خداې مه کړه چرته داسې پېښه مخې ته راشي نو هغې پېښې ته فوري ردعمل داسې پکار دی چې کوم سړی پکې ککړ دی نو چې هغه د سزا سره مخ شي او متاثره خاندان یا ماشوم ته انصاف ترلاسه شي"
په دې وروستیو کې وي او اې اردو سره په خبرو کې د نېشنل کمېشن ان چالډ پروټېکشن راېټس سرکاري ادارې مشرې عاېشه رضا فاروق ویلي وو چې د ماشومانو سره د جنسي تېريو د پېښو رپورټ کېدل په قانون نافذ کوونکو ادارو د خلکو اعتماد ښکاره کوي ولې چې د دا ډول پېښو په رپورټ کېدو سره متاثره کورنۍ ته په انصاف ترلاسه کولو کې مرسته ترلاسه کېږي.
د رپورټ ترمخه د پنجاب په سرښار لاهور کې د ماشومانو سره د جنسي تشدد تر ټولو زياتې 1176 پېښې رپورټ شوي دي او د خېبرپښتونخوا د کمې ابادې لرونکي ضلعې کولاي پالس کوهستان چرته چې د 18 کلونو عمر کسانو ابادي يوازې يو لک اؤ اته پنځوس زره ده هلته 84 پېښې رپورټ شوي دي.
د ماشومانو د حقونو فعالان د ماشومانو د حقونو په اړه ټولنه کې د آګاهې خورولو دپاره د مذهبي عالمانو کردار مهم بولي.
عمامه میر وايي "د ماشومانو د حقونو فعاله عمامه میر ډيوه ته وایي "د خاندان نه پس په دې کې تر ټولو مهم کردار د مذهبي عالمانو جوړيږي، په ټولنه کې خو د والدینو د حقونو خبره کېږي خو د اولاد د حقونو خبره نه کېږي او اولاد ته همېشه خپل فراېض ورښودل کېږي"
فعالان وايي په پنجاب صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تېريو 62 فيصدى پېښې رپورټ کېدل ښي چې هلته د ماشومانو د تحفظ موجوده تګلارو او د هغې نفاذ ته په سمدستي توګه د بيا کتنې ضرورت دی.
د څېړونکو په اند دغه شان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند کې هم رپورټ شوې پېښې په نظام کې موجوده خلا یا تشه په ګوته کوي او دا کمی د حکومتي ادارو، او مدني ټولنې ترمنځ د مربوطو هلوځلو د لارې هوارول پکار دي.
Forum