د بې پولې خبریالانو تنظیم (آر ایس ایف) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو خلاف د طالبانو په وروستیو اقداماتو اندېښنه څرګنده کړې او وایي طالبانو په روان کال کې په یو شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه 12 ټیلیویژني او رېډیویي خپرونې بندې کړې دي.
آر ایس ایف د دسمبر په 19مه په خپل یو رپوټ کې ویلي، د طالبانو له خوا د رسنیو د غلي کولو د هڅو په دوام په کابل کې د «آرزو» شخصي ټیلیویژن د خپرونو له بندېدو سره سره ددغې رسنۍ اووه کارکوونکي لا هم بندیان دي.
د بې پولې خبریالانو تنظیم د طالبانو له حکومته سمدستي ددغو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوشي کېدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو د بندولو غندنه کړې او دا کار یې "غیرقانوني" ګڼلی دی.
"د طالبانو په سیاست کې موسیقي، داستان، د ژوندیو مخلوقاتو تصویرونه او پر خبرونو تبصرې د هغو چارواکو له خوا ټول "تېری کوونکي" مواد ګڼل کیږي چې په روان کال کې په اوو ولایتونو کې لږ تر لږه د 12 پبلک او شخصي رسنیو د بندولو سبب شوي دي".
آر ایس ایف ویلي د 11 ټیلیویژنونو او د یوې رېډیو فعالیت په بشپړ ډول بند شوي، درو نورو رېډیویي خپرونو ته د لنډ وخت لپاره له بندېدو وروسته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده چې نور به په خپلو خپرونو کې موسیقي نه خپروي.
د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې او د دغه حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو په ګډه د دسمبر په څلورمه په کابل کې د «آرزو» شخصي ټیلیویژن باندې برید وکړ او له څو ساعته پلټنو وروسته یې ددغه ټیلیویژن دروازه بنده کړه.
د بې پولې خبریالانو تنظیم د طالبانو له خوا د «آرزو» ټیلیویژن د پلټنې په اړه د یو عیني شاهد له خولې- چې نوم یې نه دی څرګند- ویلي، "هغوی د کارکوونکو له نوملړ سره راغلل. د کارکوونکو سپکاوی یې وکړ او ناسم چلند یې ورسره وکړ، موبایلونه، 60 هارډډیسکونه او درې کمپیوټرونه یې ضبط کړل".
د آر ایس ایف د رپوټ له مخې طالبانو پر دغه ټیلیویژن باندې د بهرمېشتو افغانانو په مرسته له چلېدونکو رسنیو سره د اړیکو او د "اسلامي ارزښتونو" خلاف د ټیلیویژني سېریلونو د خپرولو تور لګولی دی.
د بې پولې خبریالانو د تنظیم د جنوبي اېشیا د څانګې مشره سیلیا مرسیر وایي، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو نظریاتي سختوالي د خبریالانو د ځپلو څپه تېزه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو خلاف خطرونه زیات کړي دي:
"په ځانګړو ولایتونو کې د ژوندیو مخلوقاتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز په ځانګړي ډول د ټیلیویژنو د بندېدو لړۍ پراخه کړې ده".
سیلیا مرسیر ویلي په ولایتونو کې د طالبانو له دغو اقداماتو په کابل کې هم د آرزو ټیلیویژن بچ نه دی پاته. هغې په بیړني ډول د دې ټیلیویژن د کارکوونکو د خوشي کېدو او له شرط پرته د ټیلیویژن د خپرونو د بیرته پیلېدو غوښتنه کړې ده.
آر ایس ایف د طالبانو د نوي "اخلاقي قانون" د عملي کېدو یادونه هم کړې او وایي دا قانون د نورو مسایلو ترڅنګ د ژوندیو مخلوقاتو د تصویرونو خپرول هم منع کوي. وايي له دې قانون وروسته د ځایي چارواکو په لارښوونو اوو ټیلیویژنونو په کندهار، هلمند، تخار، بادغیس او ننګرهار کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.
ار ایس ایف په اکتوبر او نومبر کې په خوست کې درې رېډیویي خپرونې په لنډمهاله ډول د موسیقۍ د خپرولو او یوه رېډیو د ښځو د ټیلیفوني غږ د خپرولو له امله بنده کړل شوې ده. تنظیم وایي د روان کال په اپریل کې په لغمان کې هم یوه ځایي رېډیو د ملکیت پر سر د جنجال له امله بنده کړل شوې ده.
آر ایس ایف روان کال د «نو» او «بریا» په نومونو د دوو ټیلیویژني خپرونو د بندېدو یادونه هم کړې او وایي د «نور» ټیلیویژن د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند او د «بریا» ټیلیویژن د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب وو. وایي طالبانو دا دوه ټیلیویژنونه د سیاسي انګېزو له کبله بند کړي دي.
د بې پولې خبریالانو تنظیم وایي، د 2021 کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو لږ ترلږه 141 خبریالان نیولي او بندیان کړي دي. وایي یواځې د 2024م کال په جنورۍ کې یې 25 خبریالان بندیان کړي وو، چې تقریباً 25 فیصده یې له بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.
د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې د ژوندیو مخلوقاتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لا پراخ کړی او اوس مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت ځینو ادارو هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو نه خپرول پیل کړي دي.
Forum