د روس د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د شخړې په زیاتیدو اندښنه ښودلې او د رغنده خبرو له لارې یې د ستونزو په حل کولو باندې ټینګار کړی دی.
تاس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زخاروا له قوله ویلي چې مسکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتیدو اندیښمن دی.
ماریا زخاروا د شنبې په ورځ دغه خبري اژانس ته ویلي: " مسکو د پاکستان او افغانستان په سرحد کې د ترینګلتیا په زیاتیدو اندیښمن دی، چې په ډزو کې نه یوازې پوځیان، بلکې ملکیان هم وژل شوي. مونږ پر دواړو ښکیلو غاړو غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي او د اختلافاتو د حل لپاره رغنده خبرې وکړي."
روس د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتلي او له خپل تروریستي ډلو د نوملړ څخه یې د "طالبانو غورځنګ" د نوم د ایسته کولو لپاره یو لړ عملي ګامونه اخیستي. په عین حال کې روسیې د پاکستان سره هم په دې وروستیو کلونو کې خپلې اړیکې پراخه کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په زیاتیدو دا اندیښنه وروسته له هغې څرګنده کړې، چې د راپورونو په اساس د پاکستان او طالبانو سرحدي ځواکونو د شنبې د ورځې ( ډسمبر ۲۸(مرغومې اتم) سهار وختي لږ تر لږه په څلورو سرحدي سیمو کې د څو ساعتونو لپاره نښتې کړي دي.
دواړه لوري یو بل لورې ته د سر او مال د زیان د رسولو ادعاوې هم کړي دي.
افغانستان کې د طالبانو یوې پلوي سیمه ییزې راډیو "حریت" د شنبې د ورځې په نښتو کې د ۱۹ پاکستاني امنیتي منسوبینو د وژل کیدو ادعا کړې. همداشان پاکستان امنیتي سرچینو هم ویلي چې په دغو نښتو کې د تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو د حکومت ۱۵ وسله وال وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
یوې پاکستانۍ امنیتي سرچینې امریکا غږ ته په دغو نښتو کې د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو (FC) د یو منسوب وژل کیدل او د اوو نورو ټپي کیدل تائید کړي دي. ځو په رسمي ډول نه طالبانو او نه هم پاکستاني ځواکونو په دغو نښتو کې د سر د زیان د پیښیدو په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې د ډیورنډ د کرښې هغې خوا ته پر پوځي اهدافو یې دا وروستي بریدونه د افغانستان د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې کړي دي.
دغه وزارت تیره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: " د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل."
دا نښتې د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د سه شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۶ (مرغومې شپږم) د افغانستان د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالۍ کې په څلورو سیمو باندې د بمبارۍ وروسته شوي دي.
د طالبانو حکومت ویلي چې په دې بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰ زیان کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. ملګرو ملتونو هم په دغو بمباریو کې د ملکیانو وژل کیدل تائید کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې د پاکستاني هوايي ځواکونو په بمباریو کې لږ ترلږه تر ۲۰ پورې ماشومان وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په دننه کې یې دا بریدونه د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ د مخنیوي " له امله د "ترهګرو" پر خلاف کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا عملیات د پاکستان د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره شول."
خو میرمن بلوچ وویل، چې پاکستان د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان سره د اړیکو اړوند مسلو په هکله تفاهم ته لومړیتوب ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو "په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد" منظم عملیات کوي او دا کار "په ډېر احتیاط سره" ترسره کوي. هغې وویل، "پاکستان د خپلو خلکو امنیت ته ژمن دی."
پاکستان د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پی" ډلې ته د پناه ورکولو ورته د ملاتړ د برابرولو تورونه لګوي او ادعا کوي چې ددغې ډلې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.
د بلې خوا تیره ورځ د خوست په ولایت کې په لسګونو کسانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو پر خلاف د اعتراض په توګه لاریون کړی دی.
دغو کسانو د ډسمبر ۲۸ (د مرغومې اتم) د خوست ښار په سرګردان چوک کې راټول شول او په یوه اعتراضیه غونډ کې یې د پاکستان د هوايي ځواکونو بریدونه وغندل. لاریون کوونکو د پاکستان پرضد شعارونه هم ورکول.
(د وي او ای اشنا په مننه)
Forum