لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس دفاع وزارت: په لوهانڅک سیمه کې اوکرایني ځواکونه پسپا شوي


د روېټرز خبري ادارې په قول یو یوکرایني چارواکي  ویلي روس په لوهانڅک کې ځواکونه متحرک کړي او نور پوځي ساز او سامان یې سیمې ته رسوولی خو اوکرایني ځواکونو خپل دفاعي حالت نه دی پرېښودی
د روېټرز خبري ادارې په قول یو یوکرایني چارواکي  ویلي روس په لوهانڅک کې ځواکونه متحرک کړي او نور پوځي ساز او سامان یې سیمې ته رسوولی خو اوکرایني ځواکونو خپل دفاعي حالت نه دی پرېښودی

د روس د دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اوکراین په مشرقي محاذ په لوهانڅک سیمه کې روسي ځواکونو پرمختګ کړی او اوکرایني ځواکونو پسپايې کړې ده.

د روېټرز خبري ادارې په قول یو یوکرایني چارواکي ویلي روس په لوهانڅک کې ځواکونه متحرک کړي او نور پوځي ساز او سامان یې سیمې ته رسوولی خو اوکرایني ځواکونو خپل دفاعي حالت نه دی پرېښودی.

د دې نه مخکې هم د شورو، چهارشبې، په ورځ روس د دفاع وزارت وویل د اوکراین په مشرقي محاذ په لوهانڅک د روسي ځواکونو د پېش قدمۍ په مقابل کې اوکرايني ځواکونو پسپايي کړې ده.

د روېټرز ترمخه، روس د دفاع وزارت دا خبره نه ده واضحه کړې چې عسکرو يې د لوهانڅک په کومه سیمه کې پېش قدمي کړې ده.

روس په اوکراین کې د پېش قدمۍ خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن ویلي امید کوي چې اوکرایني ځواکونه به د سپرلي په موسم کې نوي حملې شروع کړي.

اسټن اوکراین ته دا اطمینیان هم ورکړو چې امریکا او مغربي اتحادیان به يې د روس خلاف جنګ کې ملاتړ دوامداره ساتي.

امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او د امريکايي پوځ مشر مارک مېلي
امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او د امريکايي پوځ مشر مارک مېلي

اسټن د نهې، سه شنبې، په ورځ په برسلز کې د نېټو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل روس انتظار کوي چې د اوکراین د اتحادیانو صبر به ختم شي.

د نېټو په غونډه کې اوکراین سره په نورې پوځي مرستې غور وشو.

که څه هم مغربي اتحادیان قریباً هره ورځ اوکراین سره پوځی مرستې کوي خو کییف د مغربي حکومتونو نه د جدید جنګي جهازونو غوښتنه کوي، خو دغه مطالبه لا زیر غور ده.

په داسې حال کې چې د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه به په اوکراین د روس د یرغل کال پوره شي، اسټن وویل د ازادۍ په جنګ کې به د اوکراین د لامحدوده وخت پورې ملاتړ کوي.

د امریکې د مسلح ځواکونو د مشترکه کمېټۍ یا پوځي مشر جنرل مارک مېلي خبرداری کړي چې په جنګ کې د اوکراین فتح یقیني نه ده او دا چې روس د دونباس په صنعتي سیمه کې حملې ته دوام ورکړی دی. هغه وویل روس درانه تلفات ترلاسه کوي، د مشرانو مورال يې لوړ نه دی او د مشکلاتو سره مخامخ دي.

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ په دې خبره ټینګار وکړو چې اوکراین ته دې نور ګوله بارود، ټېنکونه او نور ساز او سامان ورکړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG