روس د جمعې په ورځ د یوکرېن په سرښار کیف د بېلېسټېک مزایل حمله وکړه او یوکرېني چارواکو وویل په حمله کې یو تن ووژل شو او نهه نور زخمیان شول. روس وویل حملې يې د هغه برید په جواب کې وکړه چې یوکرېن په کې د امریکې وسلې استعمال کړې وې.
د یوکرېن د فضايي دفاع ځواک وویل د کیف په لوري ويشتل شوي د لنډې فاصلې د روس اسکندر نومې پينځه مزایل يې په لاره کې تباه کړل.
د کیف ښار انتظاميي وویل د روس د حملې دلاسه ۶۳۰ رهایشي ودانیو، د ۱۶ طبي مرکزونو او د ۳۰ سکولو د ګرمېدو نظام منقطع شو او د مزایلو ملبه د راغورخېدو په سبب نقصان وشو او د ښار په دریو علاقو کې اورونه ولګېدل.
په یوکرېن کې د جنګ په مهال روس په باقاعده ډول په شهري علاقو بمباري کوي چې د توانای نظام مفلوج کړي او یوکراینیان په ویره کې مبتلا کړي.
بلخوا یوکرېن د جنګ په محاذ د روس د لوی پوځ په مخنیوي کې د مشکلاتو په سبب په هغو هدفونو حملې کوي چې د روس د جنګي کوښښونو ملاتړ کوي.
د روس د دفاع وزارت وویل په یوکرېن يې د بېلېسېټک مزایل تازه برید د یوکرېن د هغه حملې جواب و چې یوکرېني ځواکونو په کې د امریکې وسلې استعمال کړې وې.
د روس حکومت، کرېملېن، د یوکرېن په دې ګام راپارېدلی چې د مغربي ملکونو وسلې استعمالوي. یوکرېن د نومبر په ۱۹ نېټه په وړمبي ځل د روس خلاف امریکې ورکړي د اوږدې فاصلې مزایل استعمال کړل. د دې نه مخکې واشنګټن په دې قدغن کې نرمي اعلان کړې وه چې یوکرېن امریکايي وسلې د روس په خاوره حملو نه شي استعمالوی.
د دې په جواب کې روس په وړمبي ځل خپل نوی اورېشنېک نومې مزایل استعمال کړو چې د اواز ته رفتار نه تېر تللی شي. د روس صدر ولادېمير پوټن خبرداری کړی چې دغه مزایل په کیف حملو کې استعمالېدلی شي او تر اوسه داسې څه رپورټونه مخې ته نه دي راغلي چې اورېشنېک په دویم ځل هم استعمال شوی دی.
Forum