لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ساحل رپورټ: په شپږو میاشتو کې د پاکستان دننه په 1630 ماشومانو جنسي تېری شوی


په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېردولتي تنظيم ساحل په خپل تازه رپورټ کې ویلي چي په هېواد کې روان کال د جنورۍ او جون د مياشتو په منځنۍ موده کې په 1630 ماشومانو باندې جنسي تېری شوی دی.

فعالان وايي چې د ماشومانو د حقونو په اړه په ټولنه کې د آګاهۍ او د تربيت کمی دی ځکه په ماشومانو د جنسي تشدد د پېښو ګراف په بره روان دی.

په ماشومانو د تشدد او په ځانګړي ډول د جنسي تيريو د مخنيوي لپاره کارکوونکي غيردولتي تنظيم ساحل د کال 2024 په تازه رپوټ کې ويل شوي چې د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماشومانو سره د زياتيو پېښو کې د هلکانو په پرتله د جينکو شرحه زياته ده چې پکې 41 فيصده هلکان او 59 فيصدي جينکۍ دي.

د دې پيښو علت څه کيدای شي؟

د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل چارواکی امتیاز احمد سومرو وایي د ماشومانو د حقونو په اړه دا وخت د مور پلار اؤ پوليسو د ذمه واریو نه ترسره کېدو او په ټولنه کې د اګاهۍ او تربيت کمی دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې سومرو وایي" او هم دا هغه ټول وجوهات دي چې له کبله یې ماشومان زموږ په ټولنه کې محفوظ نه دي، دلته قوانين بې شمېره دي ولې په دې د عمل کمی دی، او چرته چې په قانون د عمل کمی وي نو هلته تل ګټه ملزم ته رسيږي".

د ساحل د رپورټ ترمخه د ماشومانو په ضد د جنسي تېريو 48 پيښو کې د ماشومانو لوڅې ويډیوګاني هم رپوټ شوي دي.

رپورټ زياتوي چې د 6 نه تر 15 کلونو ماشومان تر ټولو زيات د جنسي تېريو نښه ګرځول شوي دي په کوم کې چې د ماشومانو سره د زياتو په پيښو کې 47 ککړ تنان د هغوي پیژنګلو وو او دغه شان د ماشومانو په ضد د تيريو 18 فيصده پيښو کې نا پیژنګلو کسان ککړ موندل شوي دي.

د ماشومونو په ضد د جنسي تيریو د پيښو په اړه مخې ته راتلونکې شميرې او رپورټونه ماهران د اهميت وړ بولي.

د ماشومونو د حقونو فعال ډاکټر خلیل احمد وایي،رياست کوشش کوي چې د ماشومانو خلاف د زياتي او تېريو په اړه مالومات او شمېرې مخې ته را نه شي.

خو د هغه په وینا غېر دولتي ادارې په دې اړه د يو مضبوط طريقه کار لاندې ډېټا او مالومات راټولوي او دغه ډېره کره ډېټا وي.

نوموړی وایي که چېرې دا قسمه پېښې نه رپورټ کېږي نو دې سره به دا پېښې نورې هم سېوا کېږي.

د ساحل رپورټ وايي د ماشومانو په ضد د ترسره شوو تشدد پيښو په تفصیل کې ويل شوي چې په دې کې 862 د جنسي تشدد پيښې، 668 د ماشومانو د اغوا او هم دا ډول د ماشومانو د ورکېدو 82 او د ماشومانو په کم عمرې کې د ودونو 18 پيښې رپورټ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ماشومانو په ضد د جنسي تشدد د مخنیوي او د دوي د حقونو خوندي ساتلو لپاره ادارې او قوانين هم جوړ کړي دي.

د بشري حقونو وزارت د ماشومانو د ژغورنې د ځانګې مشره ربیعه هادي ډیوه ته وایي،دا خبره سمه ده چې شمېرې ورځ تر بلې سېوا کېږي او ددې د مخنیوي لپاره حکومت په اسلام اباد او ورسره د صوبو په کچه هم د حفاظت يو طريقه کار شروع کړی دی.

د هغې په خبره" ددې طريقه کار لاندې موږ ته د زياتي ښکار ماشومان راتللی شي او نن سبا پوليس هم کېسونه نېغ په نېغه چایلډ پروټېکشن انسټيتوټ ته رالېږي او بيا مونږ دغو ماشومانو ته پناه ورکوؤ او ورسره د هغوي نفسياتي کونسلنګ هم کوو".

دا رپورټ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د سرکاري شميرو ترمخه دا وخت 23 مليونه ماشومان د سکولونو نه باهر دي او د پاکستان شمار په هغه هيوادونو کې کيږي چرته چې په نړيواله کچه مشقت کوونکي ماشومان تر ټولو زيات دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG