لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات پولیس: د مذهب په سپکاوي تورن تن راته ویلي وو مسلمان دی قرآن به ولې سوځوي


د سوات په مدین سیمه کې خلکو د جون په 20مه له پنجابه ورغلی تن په دې تور وژلی او سوځولی چې وایي هغه د مذهب سپکاوی کړی وو، خو ځایي پولیس وایي هغه تن تر وژل کېدو مخکې ورته ویلي وو چې مسلمان دی او قرآن به ولې سوځوي.

پولیس وایي 35 کلن سلېمان د اختر په دویمه ورځ د سیالکوټ نه مدین ته راغلی وو او د سیند په غاړه په یو هوټل کې یې یوه کمره په کرایه نیولې وه او تېره ورځ ګاونډي کمرو والا په هغه تور لګولی وو چې د قرآن مجید پاڼې یې سېځلې دي.

پولیسو تر پېښې وروسته اوس په مدین کې هغه هوټل بند (سیل) کړی چې دغه وژل شوی تن او د څنګ په کمرو کې پر هغه تور لګوونکي اوسېدل، دا نه ده معلومه چې دغه کسان څوک وو او هغوی هم نیول شوي دي که نه.

د ملاکنډ ډیویژن د پولیسو یو مشر محمد علي ګنډاپور وایي، پولیسو د خلکو په شکایت تورن تن تاڼې ته د پوښتنو لپاره راوست، خو د دې پس په جوماتونو کې اعلان وشو، په بازار کې د لاوډ سپیکر ګاډی وګرځېدو او په سوونو خلک راجمع شول.

وایي قهرجن خلک په زور تاڼې ته ننوتل، تاڼه او په تاڼه کې موجود ګاډي یې وسېځل او تورن تن یې له ځان سره بوتلو، اول یې د بازار په منځ کې ووژلو او بیا یې ورته د مدین ښار له «سور پول» سره اور ورته کړو او ویې سېځلو.

د سوات د پولیسو ایس ایچ او ډاکټر زاهد اللّٰه وایي، "ما اول ملزم خپل دفتر کې کښېنولو او پوښتنه مې ترې وکړه چې تا قرآن مجید سېځلی دی نو هغه ووې چې نه زه مسلمان یم قرآن مجید به ولې سېځم".

اېس اېچ او وایي دغه وخت کې چې خلک تاڼې ته ورننوتل، نو ده د ملزم د بچ کولو دپاره خپل کوارټر ته بوتلو خو وایي پارېدلي خلک هلته پسې ورغلل او ملزم یې له ځان سره په زور بوتلو.

د جمعې په ورځ په سوات کې حالات په قابو کې وو او په مدین کې هم ارامي وه او د سېلګرو تګ راتګ روان وو. پولیسو وي او اې ډیوه ته منلې چې د ملزم خلاف یې ایف ای آر درج کړی دی او کومو کسانو چې په تاڼه حمله کړې ده د هغوی خلاف یې هم اېف آی آر درج کړی دی.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې څومره کسان په پېښه کې د لاس لرلو په تور په مقدمه کې اچول شوي او څومره نیول شوي دي، خو پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي مګر تر اوسه یې د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

په سوشل مېډیا خپرې شوې وېډیوګانې ښیي چې ګڼ شمېر خلکو د پولیسو په تاڼه ډزې او برید کړی او دغه شان یې دغه تن په ګډه وژلی دی. یادې پېښې د مدین خلک وېرولي دي او له رسنیو سره خبرې نه کوي او ډېر خلک په دې پېښه خفه هم دي چې ولې یو تن په داسې تور ووژل شو چې ثابت شوی نه دی.

پولیس وایي د سیالکوټ په سلیمان باندې په خپله ضلع کې دوه کاله وړاندې یوه مقدمه درج شوې وه، خو د هغې مقدمې د مذهب له سپکاوي سره کوم تړون نه وو.

سوات، مدین او کالام د پښتونخوا هغه سیمې دي چې هر کال په پسرلي او اوړي کې د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون له نورې نړۍ نه هم خلک سیل ته ورځي او د دې سیمې د ښایسته سیمو په ګډون د تاریخي ځایونو ننداره کوي، تاجران وایي داسې پېښې د دې سیمې د سیلګرۍ یا ټوریزم صنعت ته تاوان رسولی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG