لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوېډن کې داعش سره تړون لرونکې په یوې ښځې د شام د یزيدې ښځو په ضد د جنګي جرمونو الزام شوی


په اسحاق د لګول شویو الزاماتو ترمخه، هغې د کال ۲۰۱۴ نه تر د ۲۰۱۶ پورې د شام په رقه ښار کې په مبینه توګه دغه جرمونه کړي دي. د فرات دریاب په ساحل د شام رقه ښار د اسحاق د مبینه جرمونو په مهال د هغه خلافت مرکز و چې داعش د شام او دعراق په ځینو سیمو کې اعلان کړی و
په اسحاق د لګول شویو الزاماتو ترمخه، هغې د کال ۲۰۱۴ نه تر د ۲۰۱۶ پورې د شام په رقه ښار کې په مبینه توګه دغه جرمونه کړي دي. د فرات دریاب په ساحل د شام رقه ښار د اسحاق د مبینه جرمونو په مهال د هغه خلافت مرکز و چې داعش د شام او دعراق په ځینو سیمو کې اعلان کړی و

د سويډن چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ داعش وسله والې ډلې سره تړون لرونکې په یوې ښځې په شام کې د مبینه نسل وژنې، د انسانیت خلاف جرمونو او د یزیدي ښځو او ماشومانو خلاف د سنګینو جنګي جرمونو الزام ولګولو.

دوه پنځوس کلنه لینا لاینا اسحاق د سويډن شهري ده او وړمبۍ ښځه ده چې په دغه الزاماتو به په عدالت کې د مقدمې سره مخامخ کېږي.

په اسحاق د لګول شویو الزاماتو ترمخه، هغې د کال ۲۰۱۴ نه تر د ۲۰۱۶ پورې د شام په رقه ښار کې په مبینه توګه دغه جرمونه کړي دي.

د فرات دریاب په ساحل د شام رقه ښار د اسحاق د مبینه جرمونو په مهال د هغه خلافت مرکز و چې داعش د شام او دعراق په ځینو سیمو کې اعلان کړی و.

د سويډن سرکاري وکېلې یا څارنوالې رینا دیوګن په یو بیان کې وویل د اسحاق جرمونو د داعش د واک اختیار لاندې په رقه کې ترسره شوي او دا وړمبی ځل دی چې په یزيدې مېرمنو د حملو په لړ کې په سویډن کې په چا مقدمه چلول کېږي.

په اسحاق د لګول شوي فرد جرم ترمخه په یزیدي ښځو د حملو هدف په مکمله او یا په جزوي توګه دا قوم ختمول وو.

په کال ۲۰۱۴ کې د داعش وسله والو د شام او د عراق په سنجار سیمه کې د یزیدیانو په کلیو او بانډو یرغل وکړو او ښځې او ماشومان يې وتښتول. یزیدي ښځې په جنسي غلامۍ مجبوره کړی شوې او یزیدي هلکانو ته به جهادي نظریات ورښول کېدل.

د دې نه مخکې د سویډن یو عدالت اسحاق ته په دې جرم درې کاله د قېد سزا اورولې وه چې په ۲۰۱۴ کې يې خپل دوه کلن زوی په شام کې د داعش د واک اخیتار لاندې سیمې ته بوتللی و. هغې خاوند ته يې ویلي وو چې د زوي سره ترکي ته سېل ته ځي خو چې ترکي ته ورسېده نو بیا مور او زوی د شام هغه سیمې ته ورغلل چې د داعش د ولکې دلاندې وه.

په کال ۲۰۱۷ کې چې د داعش زوال شروع شو نو اسحاق د رقه نه وتښتېده خو د شام کرد ځواکونو ونیوله. هغه په څه نه څه طریقه د کرد خواکونو د ولکې نه وتلو کې کامیابه شوه او ترکي ته ورسېده خو په ترکې کې د خپل مخکني زوي او د دوو نورو ماشومانو ترڅنګ ګرفتار کړی شوه. د هغې دوه ماشومان په شام کې د تیونس د یو وسله وال سره د واده نه شوي وو. ترکي اسحاق بیا سويډن ته وسپارله.

د سویډن عدالت وویل په اسحاق د لګول شویو الزامات په سر مقدمه به د اکتوبر په اوومه نېټه شروع کېږي او قریباً دوه میاشتې دوام لري. د مقدمې زیاتره اورېدنه یا سماعت به د تړل شویو دروازو په شا کېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG