لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانګرس د حکومتي اخراجاتو په اړه د ټرمپ قانوني مسوده مسترد کړې او حکومت د تړل کېدو امکان پېدا شوی


په دې تصویر کې د امریکې د کانګرس وداني او مخې ته يې موجود تالاو لیدل کېږي
په دې تصویر کې د امریکې د کانګرس وداني او مخې ته يې موجود تالاو لیدل کېږي

د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا اېوان نمایندګان د حکومتي اخراجاتو په اړه هغه قانوني مسوده مسترد کړې چې د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په حمایت وړاندې کړی شوې وه اوس کانګرس سره بله لاره لا نیشته چې په نتیجه کې يېد حکومت د تړل کېدو یا شټ ډاون امکان پېدا شوی دی. که چېرې کانګرس متبادل لاره و نه موندله او حکومت تړل کېږي نو د کرسمېس دپاره سفر ګډوډولی شي.

ټرمپ د کانګرس په غړو دباو یا فشار اچولی و چې په ۲۰ جنورۍ د هغه د سوګند پورته کولو نه مخکې خپل باقي پاتې کارونه ختم کړي خو د هغه د ريپبلېکن پارټۍ د ښي لاس غړو د اخراجاتو په اړه د ټرمپ د هغه د تجویز مخالفت وکړو چې په نتیجه کې به يې په حکومتي اخراجاتو کې د اضافې دپاره لاره ازاده شوي وه او د حکومت په قرضونو کې به ټرېلینونه ډالر اضافه شوي وو. د امریکې د حکومت د قرضونو موجوده مالیت ۳۶ ټرېلین ډالر دی.

د ريپلېکن پارټۍ د هاوس غړی چېپ روی د پارټۍ د ۳۸ غړو څخه و چې د ټرمپ د تجویز مخالفت يې وکړو او ويې وېل په دې خبره ناروغي محسوسوي چې یو داسې ګوند چې ځان په مالي توګه ذمه وار بلي امریکايي ولس ته وايي د ستاسو په فکر دا د مالیاتي ذمه وارۍ خبره ده.

د ریبلېکن پارټۍ غړو د ټرمپ په تجویز په بېړنۍ توګه حکومتي اخراجاتو دپاره د قانون مسوده تیاره کړه خو په حمایت يې ۱۷۴ ووټونه ترلاسه کړل او ۲۳۵ غړو يې مخالفت وکړو او دا ډول د ټرمپ حمایت یافته بل مسترد کړی شو.

د دې نه مخکې د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېتک په هم غږۍ وړاندې شوی مالیاتي تجویز د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټرمپ او د ایلان مسک د مخالفت په سبب مسترد کړی شو او هاوس ته د ووټونو دپاره وړاندې نه کړی شو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

خبریالانو د هاوس د ريپبلېکن پارټۍ د سپیکر مایک جانسن نه پوښتنه وکړه چې اوس بله څه لار ده نو هغه وویل څه نه څه حل به ولټول شي.

د حکومت د اخراجاتو دپاره مخکی منظور کړی شوی مېعاد د جمعې په نیمه شپه سر ته رسېږي او که چېرې د کانګرس غړو دغه نېټه و نه غځوله نو د حکومت په جزوي توګه د تړل کېدل عمل به شروع شي. د شت ډاون یا د حکومت د تړل کېدو په نتیجه کې به قومي پارکونه، په سرحدونو د قانون نفاذ او د وفاقي حکومت د دوو مېلین نه زیاتو کارکوونکو دپاره به د تنخاګانو ادایګي متاثره شي.

ټرانسپورټېشن سېکیورټي اېډمېنېسټرېشن چې د هوايي سفر د تحفظ ذمه واري په غاړه لري خبرداری کړی چې کرسمس دپاره سفر کوونکي په هوايي اډو د اوږدو قطارونو سره مخامخ کېدلی شي.

په کانګرس کې د حکومتي اخراجاتو په اړه د بل د ناکامۍ وروسته ټرمپ د سوشل ميډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وویل چې کانګرس دې حکومت دپاره د قرض د اخیستلو حد د ۲۰۲۹ پورې وغځوي او یا دې يې بیخي ختم کړي. هغه ډېټ سيلېنګ یا حکومت دپاره د قرض اخیستلو حد د خندا وړ وبللو.

په هاوس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ غړو د بل مخالفت وکړو او ویې وېل د دې په شا د ټرمپ اینده حکومت سرمایه دارو امریکایانو ته په ټېکس کې مراعات ورکول غواړي. په ټېکس د مجوزه مراعاتو دلارې به د مسک په شان شته من امریکایان ګټه ترلاسه کړي خو د امریکې په قومي بجټ کې به د ټرېلینونو ډآلرو اضافه وشي.

په هاوس کې د ډېموکرېټېک د پارټۍ غړو مشر حکیم جېفريز د ريپبلېکن پارټۍ په غړو سخت تنقید وکړو او ويې وېل دوی څنګه امریکايانو ته په مالیاتي ذمه وارۍ نصیحت کولی شي؟

په هاوس کې د منظورۍ وروسته امکان و چې مالیاتي بل به په سېنېټ یا د کانګرس په اېوان بالا کې د مخالفت سره مخامخ کېږي. په سېنېټ کې ډېموکرېټېک پارټي لا اکثریت لري.

د دې نه مخکې په کال ۲۰۱۸ او په کال ۲۰۱۹ کې د ټرمپ په مخکني صدارت کې حکومت تړل شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG