لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: چاودنه کې دوه پولیس ژوبل، شمالي وزیرستان: یو تن هدفي برید کې وژل شوی


د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په پلارنۍ سيمه کې د پوليسو په ګاډي چاودنه شوې، لږ تر لږه دوه پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي دي. ‏شمالي وزيرستان کې یو بل تن په هدفي پېښه کې وژل شوی دی.‏

د ډېره اسماعيل خان پوليسو وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، د پوليسو ګشتي موبايل په علاقه کې په ګزمه وو، اېس اېچ او او نور پوليس پکې سپاره وو، د ‏کلاچي تحصیل په ټانک سړک دپاسه هتهاله علاقه چې د وزيراعلا کور سره نزدې ځای دی، دغلته د پوليس په ګاډي د وړاندې څخه اېښودل شوي بارودي ‏مواد چاودلي دي.‏

د ضلعې پوليس مشر (ډي پي او) دفتر ويلي، په چاودنه کې د پوليس دوه اهلکار ژوبل شوي او د ډېره اسماعيل خان مرکزي روغتون ته منتقل کړل شوي ‏دي.‏

چارواکو ويلي، په پوليس ګاډي (موبايل) د چاودنې وروسته پوليسو ډزې هم کړي او د وسله والو سره د نښتې د تبادلې یې ویلي دي.‏

خو وسله والو ته د کوم تاوان اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی. ‏

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.‏

د ضلعې پوليس مشر (ډي پي او) ناصر محمود ستي بيا روغتون ته ورغلی د ژوبل اهلکار سره یې ليدلي او ویلي يې دي، د پېښې پلټنې پيل کړل شوي، ‏اضافي نفري علاقې ته استول شوې ده.‏

هغه وویل، پوليس په علاقه کې د خلکو د تحفظ دپاره موجود دي او د هيڅ ډول قربانۍ څخه نه په شا کيږي.‏

په کومه علاقه کې چې نن د پوليس ګاډی په هدف شوی د دغه ځای سره نزدې د اپرېل د میاشتې په وروستيو کې يو جج هم نامعلومو وسله والو تښتولی او ‏ګاډی یې ورله سوځولی وو.‏

خو د تښتول شوي جج په درېمه ورځ د بيرته راتلو يا راخوشي کول کېدو ويل شوي وو.‏

په شمالي وزيرستان کې تېره شپه په شوا تحصيل کې يو بل تن چې په ډاکټر مشهور وو، نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی.‏

د شمالي وزيرستان پوليس ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي د پېښې مقدمه د نامعلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده. د يادې پېښې هم چا زمه واري ‏نه ده منلې.‏

د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان کې په روانه میاشت کې د هدفي وژنو دا شپږمه پېښه ده. دوه ورځې وړاندې په حېدر خېل ‏سيمه کې نامعلومو وسله والو په يو ګاډي ډزې کړې او اور یې ورته اچولی وو، دوه کسان پکې ژوندي سوځول شوي او بل بيا په سوځيدل مړ حالت کې ‏ترلاسه شوی وو.‏

هم درې ورځې وړاندې په خدرخېل کې يو تنکی ځوان هم په ډزو وژل شوی وو. په دويم جون په شوا تحصيل کې يو پوليس اهلکار ‏

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، بنو، ټانک او وزيرستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG