لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي د داعش یو مشر ابو یوسف یې په شام کې په یو برید کې وژلی دی


د امریکې پوځ وایي د عراق پولې ته نیزدې د شام په ختیځ کې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر یو مشر ابو یوسف عرف محمود یې هدفي هوایي برید کړی چې په نتیجه کې یې هغه او د دې ډلې یو بل غړی وژلي دي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ (سېنټکام) د جمعې په ورځ په خپل بیان کې ویلي، ځواکونو یې دا برید د پنجشنبې- زیارت په ورځ د شام په ختیځ دیرالزور ولایت کې کړی او د داعش د یو مشر په ګډون یې د دې ډلې دوه تنه وژلي دي. سېنټکام لیکلي:

"دا هوايي برید په سیمه کې له شریکانو سره د سېنټکام د روانې ژمنې یوه برخه ده چې د امریکې پر خلکو او پوځیانو، زموږ پر متحدینو او ملګرو باندې په ټوله سیمه کې او له هغې بهر د ترهګرو د بریدونو پلانولو، منظم کولو او ترسره کولو هڅې ګډې وډې او وځپو".

امریکې د شام د مخکیني صدر بشارالاسد د حکومت له ختمېدو وروسته په دې هېواد کې د داعش ډلې پر هدفونو هوايي بریدونه زیات کړي دي، چې غواړي دغه ډله په شام کې له اوسني حالته د ځان د بیا راژوندي کولو لپاره ګټه نه واخلي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ وايي، د داعش پر یاد مشر یې د دسمبر پر شلمه برید په سیمه کې کړی دی چې مخکې د شام د حکومت او روس تر کنټرول لاندې وې.

د سېنټکام کمانډر جنرل مایکل ایریک کوریلا په بیان کې ویلي، امریکا په سیمه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره کار کوي او داعش ته به اجازه ورنه کړي چې په شام کې له اوسني حالته ګټه واخلي او بیا سره یو موټی شي:

"داعش اراده لري تر 8,000 ډېر هغه داعش فعالان له بنده را وباسي چې دا مهال په شام کې په تنصیباتو کې ساتل کیږي. موږ به دا مشران او فعالان د هغو کسانو په شمول په کلکه په نخښه کړو چې هڅه کوي له شامه بهر عملیات ترسره کړي".

امریکا له څو کلونو راهیسې په شام کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو خلاف د جګړې لپاره ټول 900 پوځیان لرل، خو د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ چې امریکا د بشارالاسد حکومت له ختمېدو مخکې د خپلو پوځیانو شمېر تقریباً‌ 2000 ته رسولی دی.

د پېنټاګان ویاند پیټ رایډر خبریالانو ته وویل، د ځواکونو زیاتوالی د لنډې مودې لپاره دی او وایي دوی د داعش ډلې خلاف د امریکې د عملیاتو زیاتولو لپاره لېږل شوي دي. هغه وویل د اضافي لېږل شوو پوځیانو لویه برخه د امریکې د پوځ روایتي او د ځانګړو عملیاتو ځواکونه دي.

د امریکې په مشرۍ پوځي اتحاد په 2014م کال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد د جګړې لپاره جوړ شو. په هغه کال کې داعش د عراق او شام د ځینو برخو تقریباً په درې کې یوه برخه کنټرول درلود.

امریکا له څو کلونو راهیسې د داعش د بیا راپورته کېدو د مخنیوي لپاره په شام کې د دغې ډلې پر مرکزونو وخت په وخت بریدونه کوي، خو دا بریدونه د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته څو چنده شوي دي.

د دسمبر په اتمه چې د هیئت تحریر الشام ډلې په مشرۍ د شام یاغیانو سرښار دمشق ونیو، واشنګټن د داعش تر 75 په زیاتو هدفونو باندې بریدونه وکړل.

سېنټکام د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، امریکایي ځواکونو د داعش 12 وسلوال په هغو سیمو کې وژل دي چې په وینا یې "د پخواني حکومت او روس تر کنټرول لاندې وې".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG