لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ځواکونو په شام کې د داعش او د القاعدې سره تړلې ۳۷ وسله وال وژلي دي


امریکا په موجوده وخت کې په شام کې ۹۰۰ عسکر او په نامعلومه شمېره کې کانټرېکټرز یا قراردادیان لري چې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونېسي. په کال ۲۰۱۴ کې داعش په شام او عراق کې په لویه کچه سیمې نيولې وې او د خپل خلافت اعلان يې کړی و
امریکا په موجوده وخت کې په شام کې ۹۰۰ عسکر او په نامعلومه شمېره کې کانټرېکټرز یا قراردادیان لري چې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونېسي. په کال ۲۰۱۴ کې داعش په شام او عراق کې په لویه کچه سیمې نيولې وې او د خپل خلافت اعلان يې کړی و

په شام کې امریکايي ځواکونو په دوو هوايي حملو کې د داعش او د القاعدې سره تړلې ۳۷ وسله وال وژلي دي. امریکايي پوځ دا خبره د اتوار، یکشنبې، په ورځ وکړه او ويې وېل په وژل شویو کسانو کې د وسله والو دوه مشران هم هم شامل دي.

د امریکايي پوځ سېنټرل کمانډ یا سېنټکام، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو سرپرستي کوي، وویل په شام کې په وسله والو یوه حمله د نهې، سه شنبې، په ورځ وشوه.

د حملې هدف د القاعده سره تړلي تنظیم حراس الدین یو مشر وسله وال و چې هغه او اته نور کسان په کې ووژل شوو. وېل کېږي چې د وسله والو دغه مشر د تنظیم د عسکري عملیاتو د نګران و.

سېنټکام وویل د سېپټمبر په ۱۶ نېټه په مرکزي شام کې د داعش په تربيتي کېمپ په لویه هوايي حمله کې ۲۸ وسله وال ووژل شوو.

سېنټکام په یو بیان کې وویل د حملې په نتیجه کې به د داعش صلاحیت ګډوډ شي چې او امرکیايي او د امریکايي په اتحادیانو او د همکارانو په مفاداتو به حملې نه شي کولی.

امریکا په موجوده وخت کې په شام کې ۹۰۰ عسکر او په نامعلومه شمېره کې کانټرېکټرز یا قراردادیان لري چې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونېسي. په کال ۲۰۱۴ کې داعش په شام او عراق کې په لویه کچه سیمې نيولې وې او د خپل خلافت اعلان يې کړی و.

امریکايي ځواکونه د شام د کرد ځواکونو چې سېیرین ډېموکرېټېک فورسز نومیږي ملاتړ او مشاورت کوي او په داسې سیمه کې پراته دي چې د ایران حمایت یافته وسله والې ډلې او عراق ته تلونکي سرحدي لارې نه ډېر لري نه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG