لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت : امریکا په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن پوځ په خطر کې نه لیدل غواړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر د ګل- دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونه (UNIFIL) په هیڅ ډول خطر کې نه لیدل غواړو.  په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونه په لبنان کې د امنیت په ټینګولو کې مهم رول لوبوي (فایل فوټو)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر د ګل- دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونه (UNIFIL) په هیڅ ډول خطر کې نه لیدل غواړو.  په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونه په لبنان کې د امنیت په ټینګولو کې مهم رول لوبوي (فایل فوټو)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي چې امریکا نه غواړي چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي یا امن ځواکونه په هیڅ ډول خطر کې واچول شي، چې پکې د اسرایل لخوا حملې هم شاملې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې دا مشن - ماموریت په هېواد کې د امنیت په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر د ګل- دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونه (UNIFIL) په هیڅ ډول خطر کې نه لیدل غواړو. په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونه په لبنان کې د امنیت په ټینګولو کې مهم رول لوبوي."


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتهیو مېلر زیاته کړه امریکا اندازه ده چې اسرایلي ځواکونه د غزې د جګړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت د لبنان په جنوب کې د ځمکنیو بریدونو د زیاتولو دپاره تیارې نیسي، خو په لبنان کې د اسرایل ځمکیني عملیات تراوسه محدوده دي.

ښاغلي مېلر زیاته کړه چې واشنګټن په اسرایل څرګنده کړې چې غواړي د بیروت هوايي میدان (ائیرپورټ) ته تلونکي سړکونه فعال لیدل غواړي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو ځواکونو د اتوار- یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو چې دوی په لبنان کې د خپل مشن موقعیت ته نږدې د اسرایل "وروستي فعالیتونو" په اړه ژوره اندیښنه لري.

دا مشن د امنیت شورا لخوا ټاکل شوی و چې د لبنان د پوځ سره مرسته وکړي ترڅو سیمه د وسلو او وسله والو پاکه وساتي.

د دې له کبله د ایران د ملاتړه برخمن حزب الله سره تاو تریخوالی زیات شوې چې د لبنان په جنوب کنټرول لري.

د اسرایل پوځ تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امن ساتونکو ځواکونو ته وویل چې د اسرایل او لبنان تر منځ د پولې چې بلیو لاین (اودي کرښه) ورته ویل کیږي نه 5 کیلومیټره (3 میله) نه زیات لرې ژر تر ژره منتقل کولو تیارې وکړي. "هرڅومره ژر چې امکان ولري، چې ستاسو خوندیتوب وساتلی شي " دا د هغه پیغام نه یوه اقتباس دی چې د رویټرز خبري ادارې لخوا لیدل شوی.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امن ځواکونو مشر ویلي وو چې د امن ساتونکي ځواکونه ځای پر ځای دي او د هېوادونو د پوځونو ترمنځ یوازینۍ د رابطې لار ده.

د اسرایل او حماس جګړې توجو په تیزی سره د لبنان شمال ته اوښتې چیرته چې اسرایلي ځواکونو د حزب الله سره د ډزو تبادله کړې کله چې ایران پلوه ډلې د اکتوبر په 20مه د حماس په ملاتړ په اسرایل بریدونه پیل کړل.

خو د اسرایل لوی حملې چې په تېرو دوو اوونیو کې یې تر 1,000 ډېر کسان وژلي، د جنوبي لبنان نه د په لویه کچه د خلکو د کډه کېدو لامل شوی چې تر یو میلینه ډېر خلک بې کوره شوي دي.

د لبنان حکومتي رسنیو ویلي چې د ګل- دوشنبې په ورځ د بیروت په جنوبي څنډه کې دوه نوي بریدونه شوي دي. د بریدونو نه مخکې د اسرایل پوځ د سیمې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG