د امریکې د دفاع وزارت، پېنتګان، د ګل، دوشنبې په ورځ وویل په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو امنیت ښه کولو او که ضرورت و نو د اسرایل د دفاع دپاره سيمې ته څو زره اضافي عسکر لېږي.
د پېنټګان ترجمانې سبرينا سېنګ خبریالانو ته وویل منځني ختیځ کې په اضافي امریکايي عسکرو کې به د جنګي جهازونو ګڼ شمېر دستې شاملې وي.
امریکې منځني ختېځ ته د اضافي عسکرو د لېږلو اعلان په داسې حال کې کړی چې اسرایلي ځواکونو په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې مشر حسن نصرالله وژلی او په غزه کې د حماس او د اسرایل د شخړې ترڅنګ په لبنان کې د حزب الله او د اسرایل ترمنځ تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.
منځني ختيځ ته د امریکې په اضافي عسکرو کې د اېف فېفټین ايي، اېف سېکسټین ، ای ټېن، اېف تونټي ټوو جنګي جهازونه او دې د ملاتړ عمله شامله ده. ټاکل شوې وه چې دا جنګي جهازونه به په سیمه کې د وړاندې نه موجود د جهازونو ځای نېسي خو اوس به موجوده او نوي دستې په سیمه کې وي او د هوايي ځواکونو طاقت به دوچنده زیات شي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن دا اعلان وکړو چې په عارضي توګه په منځني ختیځ کې د امریکي د جنګي بېړې یو اېس اېس اېبراهم لنکن او دې سره د اړونده دستو د موجودګي نېته غځوي.
منځني ختیځ د نورو جنګي جهازونو د لېږل کېدو په اړه سېنګ خبریالانو ته وویل د جهازونو مقصد د امریکایانو په انخلا کې مرسته کول نه دي بلکې دا ځواکونه به په سیمه کې موجود د امریکايي ځواکونو تحفظ کوي.
Forum