لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په مشرۍ کې نړیوال پوځي اتحاد په عراق کې د داعش خلاف اپرېشن رانغاړي


د کال ۲۰۱۹ په دې تصویر کې د عراق په انبار صحره کې د ایتلافي ځواکونو مرکز لیدل کېږي
د کال ۲۰۱۹ په دې تصویر کې د عراق په انبار صحره کې د ایتلافي ځواکونو مرکز لیدل کېږي

د امریکې په مشرۍ کې د داعش خلاف نړیوال پوځي اتحاد په عراق کې خپل عملیات د دوو مرحلو په بهیر کې سر ته رسوي خو امریکايي چارواکي وايي په سیمه کې بل ځای داعش خلاف په عملیاتو کې به څه خنډ نه پېدا کېږي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، نایب ترجمانې سبرینا سېنګ، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د داعش خلاف مشن د امریکې او عراق د امنیت په دوه اړخیزه همکارۍ کې بدلېږي.

سېنګ وویل امریکا د عراق نه ځواکونه راوباسي خو په دې اړه د پوښتنې په جواب کې يې وویل په دې اړه نور تفصیل نه شي ورکولی چې په اینده کې به عراق کې د امریکايي ځواکونو د انخلا شکل څنګه وي. دا د عراق نه انخلا نه ده.

امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل د معاهدې وړمبۍ مرحله په سمدستي توګه شروع کېږي چې ترمخه به يې د اوس نه تر یو کاله پورې ایتلافي ځواکونه په عراق کې خپلې هلې راونغاړي.

دویم پړاو د اینده کال د سېپټمبر په میاشت کې شروع کېږي، یو کال به دوام لري او ترمخه به يې د اتحادي ځواکونو څه برخه په شام کې د داعش خلاف د عملیاتو ملاتړ کوي.

امریکايي چارواکي چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبریالانو د معلومات ورکول په دې اړه یې څه و نه وېل چې د دوو مرحلو دا معاهده به په عراق کې په ۲۵۰۰ او په شام کې په ۹۰۰ امریکايي ځواکونو څه اثر ولري خو دا خبره يې واضحه کړه چې دا معاهده عراق نه د امریکايي ځواکونو انخلا نه ده.

امریکايي چارواکو وویل دا ګام عراق سره د امنیت په برخه کې لکه د نورو ملکونو په شان د امريکې د اوږدې مودې همکارۍ په لوري تګ دی.

نورو امریکايي چارواکو وویل د دې باوجود چې په عراق کې د ایتلافي ځواکونو د کردار ختمولو په اړه په پراخه کچه معاهده شوې ده خو د دې بنیادي تفصیلات لا نه دي واضحه.

یو اعلا امریکايي چارواکي وویل په عراق کې د امریکايي ځواکونو او د امریکې د پوځي اډو د اینده په اړه نظر ثاني لا دوام لري. چارواکي وویل په عراق کې د امریکايي ځواکونو په کردار کې تبدیلي به په شام کې داعش خلاف په اپرېشن څه اثر نه لري.

سبرینان سېنګ د وي او ای د یوې پوښتنې په جواب کې وویل داعش په عراق کې کوم مرکزونه لرل اوس نه لري او يا د پخوا په شان نه دي.

د جمعې په ورځ د امریکايي چارواکو د اعلان نه ۱۰ کاله مخکې امریکا او په لسګونو نور ملکونه په عراق او شام کې د داعش خلاف جنګ ته یوځای شول. داعش دغه وخت د عراق او شام دریو کې يوه برخه نیولي وه او د خلافت اعلان يې کړی و.

په نږدې وختونو کې په عراق کې په امریکايي ځواکونو د ډرون او د راکټو حملې شوي دي. ځېنې حملې د ایران حمایت یافته عراقي وسله والو هم کړي دي.

امریکايي چارواکو وویل د معاهدې ترمخه د امریکايي او ایتلافي ځواکونو د تحفظ ذمه واري به د عراقي حکومتي په غاړه وي خو امریکايي ځواکونه به هم د حملې جواب ورکولی شي.

د عراق د دفاع وزیر ثابت العباسي په شمول ځینو عراقي چارواکو په خپلو بیانونو کې ټینګار کړی دی چې د معاهدې دلاندې به زیاتره امریکايي ځواکونه په اینده دوو کلونو د عراق نه ووځي.

الحدیث ټېلې وېژن سره دا میاشت مرکه کې العباسي وویل د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د دریو کلونو د انتقالي وخت غوښتنه کوله خو عراق انکار وکړو.

امریکايي چارواکي وايي په عراق کې د ایتلافي ځواکونو مشن ختمېدو ته په دې نظر کتنه کوي چي عراق سره په ممکنه توګه اوږد مهاله همکاري شروع کېږي.

د دې باوجود چې داعش خلاف د نړیوال ایتلاف مشن سر ته رسېږي، داسې ښکاري چې عراقي وزیراعظم شیعه السوډاني هم امریکي سره د امنیت په مد کې د اوږد مهال همکارۍ امکان څرګند کړی دی.

السوډاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل امید کوي چې امریکې سره پراخه، ژور او سټرېټيېجک تعلق ولري.

د عراقي چارواکو د دې بیانونو برعکس چې داعش په عراق کې د داعش خلاف امریکايي ځواکونو ته ضرورت نه لري، ځینې امریکايي چارواکو او بې طرفه څېړوونکو دا تشویش څرګند کړی چې داعش بیا راژوندی کېږي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو سرپرستي کوي، د جولای په میاشت کې يې خبرداری وکړو چې تېر کال په شام او عراق کې هغه حملې دوچنده زیاتې شوې وي چې ذمه واري يې داعش منلې وه.

په واشنګټن کې د مېدل ایسټ انسټېټیوټ د ترهګرۍ او د انتهاپسندۍ ضد پروګرام مشر چارلز لېسټر سږ کال د داعش ۵۰۰ حملې معلومې کړي دي. هغه خبرداری کوي چې داعش بیا ځان جوړوي.

ملګرو ملتونو د غړي هېوادونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد جوړ شوي یو وروستي رپورټ کې اندازه لګولې چې داعش په شام او عراق کې د ۱۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ پورې وسله وال لري او د ډلې زیاتره مشران په شام کې پټ دي. د امریکې د استخباراتي چارواکو د اندازې ترمخه، داعش په دواړو ملکونو کې تر ۲۵۰۰ پورې وسله وال لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG