لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد" دی، جېم مېټس ویلي


جېم مېټس د کال ٢٠١٧ نه تر د کال ٢٠١٩ پورې د دفاع وزیر و او د دې نه وړاندې په امریکايي پوځ کې یې په لوړو څوکیو دنده ترسره کړې
جېم مېټس د کال ٢٠١٧ نه تر د کال ٢٠١٩ پورې د دفاع وزیر و او د دې نه وړاندې په امریکايي پوځ کې یې په لوړو څوکیو دنده ترسره کړې

د امریکې د دفاع پخواني وزیر جېم مېټس پاکستان د "نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد" بللی دی او ویلي یې دې چې د پاکستان په اړه دغه تشویش ځکه لري چې هیواد خپل اېټمي وسله تون کې ډیر زیاتوالی کړی دی او ترهگر دغه اېټمي وسلو ته رسايي لرلی شي.

جېم مېټس د کال ٢٠١٧ نه تر د کال ٢٠١٩ پورې د دفاع وزیر و او د دې نه وړاندې په امریکايي پوځ کې یې په لوړو څوکیو دنده ترسره کړې. هغه د پاکستان په اړه دغه تشویش په خپل کتاب کې څرگند کړی دی. د کتاب عنوان دی "کال ساین کېیاس."

د پاکستان د اېټمي وسله تون په اړه د دې نه وړاندې هم امریکايي مامورینو تشویش څرگند کړی دی خو د پاکستان حکومت دا تشویش ردوي او وايي ترهگر د هېواد اېټمي وسله تون ته رسايي نشي کولی.

د روس "ار ټي" خبري ادارې ترمخه، جېم مېټس په خپل کتاب کې وايي پاکستان خپله تگلاره د هندوستان سره د دښمنۍ په اساس جوړوي او د هند د اثر مخه نیولو دپاره په کابل کې یې خپل ملاتړی حکومت پرځای کړو.

ار ټي وايي جېم مېټس لیکلي چې په هغو ټولو کې هېوادونو کې چې هغه ورسره معامله کړې "زه پکې پاکستان تر ټولو خطرناک گڼم، دا ځکه چې ټولنه یې سخت دریځه شوي او اېټمې وسلې پکې ترلاسه کېدلی شي."

جېم مېټس لیکلي چې پاکستان په خپل اېټمي وسله تون کې د نړۍ د بل هر هېواد نه ډیره په گړندۍ توگه اضافه کوي او که چېرې دغه وسله د ترهگرو په لاسو ورغله چې د اېټمې وسلو په منځ کې مېشته دي نو "نتیجه به یې تباه کونکي وي."

ار ټي په خپل رپورټ کې وايي داسې ښکاري چې په پاکستان کې میشته د ترهگرو نه د جېم مېټس معنا د تحریک طالبان او داعش غوندې وسله والې ډلې دي چې د پاکستان حکومت نسکورول او په هېواد کې خپل سره خلافت قایمول غواړي.

پاکستان وايي اېټمې وسلې یې محفوظ دي او پاکستاني مامورین په هیواد کې د داعش د موجودگۍ خبره ردوي. خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ پاکستاني مامورینو وویل د کوټې سره نژدې په عملیاتو کې د داعش شپږ وسله وال وژلې دي. مامورینو په عملیاتو کې د یو امنیتي عسکر د وژل کېدو تصدیق هم کړی دی.

ار ټی وايي جېم مېټس دا هم گڼي چې عام پاکستانیان داسې رهبران نه لري چې د دوی د اینده پام کوي.

جېم مېټس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د امریکې د مرکزي کمانډ مشر هم و او د صدر ډانلډ ټرمپ صلاحکار هم پاتې شوی.

د ار ټي ترمخه، جېم مېټس د پاکستان سره د امریکې تعلقات "ډېر پېچلې" بللی دی او دا ځکه چې که یو خوا طالبانو سره مذاکراتو کې امریکې د پاکستان نه مرسته غواړي نو بلخوا یې د پاکستان د مېلینونو ډالرو پوځي امداد بند کړی دی.

جېم مېټس د امریکې او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ ذکر هم کړی دی او ویلي یې دي "مونږ خپلې مسلې سمولی شوې خو زمونږ اختلافات ډیر ژور او اتبار ډیر برڅیرن و."

جېم مېټس وايي هم د باور د نشت والي له امله پخواني صدر براک اوباما په اېبټ اباد کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن خلاف د امریکايي عملیاتو نه پاکستان بې خبره ساتلی و.

کتنه به دا وي چې پاکستان د جېم مېټس خبرو ته څه ځواب وایي؟

ار ټي جېم مېټس گڼي چې دا وخت نړۍ باید د اېټمي وسلو د خوریدو مخنیوي ته پام وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG