د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا دپاره د وخت ټاکنه، د یمن په جنګ کې سعودي عرب سره د امریکې ملاتړ د ختمولو اعلان، په ارمینیا کې د سلطنت عثمانیه په دور کې خونرېزي د نسل وژنې په نوم یادول، د نېټو او نورو اتحادي ملکونو سره د امریکې همکاري بیا شروع کول، په موسم کې د بدلون مخنیوي ته ترجیح ورکول او د ملک دننه د کرونا وایرس په ضد ګامونه اخیستل او امریکایانو دپاره د وېکسین بندوبست د صدر جوبایډن د حکومت د لومړو ۱۰۰ ورځو ځینې اهم اقدامات ګڼل کېږي او توقع ده چې هغه به پې د کانګرس خصوصي غوڼدې ته وېنا کې په نور تفصیل خبرې وکړي.
صدر بایډن به د کانګرس د دواړو ایوانونو، هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان، او د ایوان بالا یا سېنټ، مشترکه غوڼدې ته د شورو،چهار شبنې، په ماسخوتن تقریر کوي.
په روایتي توګه د کانګرس دواړو ایوانونو ته د امریکايي صدرانو د تقریرونو زیاتره برخه د ملک دننه معاملاتو په اړه وي خو کله چې د خارجه تعلقاتو په برخه کې اهم پرمختګونه شوي وي نو د دې حال هم د کانګرس غړو سره شریکولی شي.
افغانستان
د صدر بایډن د صدارت په لومړو ورځو کې د هغه د حکومت چارواکو ويلي وو چې تېر کال د امریکې او د طالبانو د سولې معاهدې ته به بیا کتنه کولی شي. په دغه معاهده کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره د سږ کال د می د میاشت لومړۍ نېټه ټاکل شوي وه.
صدر بایډن ویلي وو چې د می د لومړۍ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي عسکرو ستنېدل سر ته رسول به مشکل وي.
خو د دې باوجود امریکايي ځواکونو افغانستان نه د انخلا عمل شروع کړی دی. او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د صدر بایډن د اعلان سره سم امریکايي ځواکونه به د می د لومړۍ نېټې څخه افغانستان نه ستنېدل شروع کړي او د سېپټمبر د لومړۍ نېټې پورې به یې سر ته ورسوي.
منځني ختیځ
د منځني ختیځ په اړه د صدر بایډن په اهمو فېصلو کې د صدر بایډن دا اعلان هم شامل دی چې د یمن په جنګ کې به امریکا د سعودي عرب ملاتړ ختم کړي. د ایران پلوه شیعه هوثي باغیانو په ضد سعودي عرب د یمن د حکومت حمایت کوي.
د صدر بایډن حکومت ایران سره پهاېټمي معاهده کې د بیا شاملېدو اراده هم څرګنده کړې ده او په دې لړ کې د دواړو ملکونو ترمنځ په غېر مستقیم ډول خبرې هم شوي دي.
ترکي او ارمینیا
د صدارتي انتخاب په مهال خپل کېمپېن کې به جوبایډن وېل چې صدر منتخت شي نو د امریکې تګلاره به دا وي چې د سلطنت عثمانیه په مهال د ارمینایانو قتل عام او ملک بدرۍ ته به د نسل وژنې په توګه کتل کېږي. ای پي وايي صدر بایډن دغه لوظ پوره کړو.
ای پي وايي وړاندې صدرانو به دغه ګام ځکه نه اخیستلو چې د امریکې اتحادي ملک ترکي ناراضه نه کړي خو صدر بایډن د خپل لوظ سره سم دغه ګام پورته کړو او د ارمنیایانو د قتل د یادولو په ورځ یې خپل اعلان وکړو. ترکې یې غندنه کړې ده.
موسمي بدلون
د صدر بایډن پېش رو ډانلډ ټرمپ د موسمي بدلون د مخنیوي دپاره شوي نړیوالوې معاهدې پېرس اېګریمنټ نه امریکا وېستلي وه. صدر بایډن دغه فېصله نه یوازې بېرته اخیستې بلکې تېره هفته یې د موسموي په موضوع د نړیوالو مشرانو غونډه هم وکړه.
د کرونا وایرس مخنیوی
د ۲۰۲۰ د جولای په میاشت کې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن کې د امریکې غړیتوب ختم کړو. د وي او ای رپورټ وايي د ډانلډ ټرمپ دریځ و چې ډبلیو اېچ او د چین د اثر دلاندې راغلی تنظیم دی.
د صدارت سنبالولو په لومړو ګنټو کې صدر بایډن په ډبلیو اېچ او کې بیا شمولیت اعلان کړو.
د وي او ای رپورټ وايي که څه هم صدر بایډن په ډبلیو اېچ او کې بیا شمولیت اختیار کړی حکومت يې په نړیواله کچه د وایرس د مخنیوي دپاره د اقداماتو څه جامع تګلاره نه ده اعلان کړې.
د ملک دننه امریکایانو ته د کرونا وېکسین د ورکولو عمل دوام لري او تر اوسه پورې ۲۳۰ مېلین وېکسین ورکړی شوي چې ښۍ د ابادۍ ۲۹ فیصد برخه وېکسین شوي ده.