د امریکې حکومت د جمعې په ورځ د هغو چینايي او روسي کمپنو په ضد اقتصادي بندیزونه اعلان کړل چې واشنګټن وايي د ایران د مزایلو پروګرام کې یې مرسته کړې ده.
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل کومو څلورو کمپنو چې د ایران مزایلو پروګرام ته حساسه ټېکنالوجي او نور سامان منتقل کړی د اینده دوو کلونو دپاره پرې د امریکې د حکومت امداد او امریکې ته صادرات بند کړی شوي دي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د چین په دوو کمپنو، چېنګدو بېسټ نیو مېټیریلز او زیبو اېلم ټریډ او د روس په نېلکو ګروپ او جواینټ سټاک نومې کمپنو د شورو، چهارشنې، په ورځ لګول شوي دي.
مایک پامپېیو وویل د بندیزونو دلارې په د ایران د مزایلو پروګرام مخه نېسي او د چینايی او روسي کمپنو په ډول به هغه خارجي رسد کوونکي په هدف کوي چې ایران د مزایلو پروګرام ته مواد او ټېکنالوجي ورکوي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ کې خپل ملک د ایران اېټمي معاهدې نه وویستلو. دغه معاهده په کال ۲۰۱۵ کې امریکې او شپږو نورو ملکونو ایران سره لاس لیک کړې وه. د معاهدې دلاندې ایران د یورېنیم تیارولو عمل ودرولو او په هېواد لګول شوي د مغربي ملکونو اقتصادي بندیزونه نرم کړی شول.
صدر ټرمپ د ایرآن اېټمي معاهدې مخالف دی وايی لوظنامه د اېټمي وسلې په تکل کې د ایران مخه نه نیسي.
ایران وايي اېټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.
معاهدې نه د وتلو وروسته امریکې په ایران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړي دي.
د ای اېف پي رپورټ وايي د صدر ټرمپ انتظاميي دا عزم هم په ډاګه کړی دی چې په هغو ملکونو او کمپنو هم پابندۍ لګوي چې د واشنګټن د ایران تګلارې سره سم چلند نه کوي.