د داعش وسله والو ته په امریکايي ځواکونو د خونړي کمین په ښودلو کې د مرستې په کوښښ د امریکايي پوځ یو عسکر ته ۱۴ کاله د قېد سزا اورول شوې ده.
د امریکې د انصاف وزارت د جمعې په ورځ ۲۴ کلن عسکر کول برېجیز ته د سزا اورول کېدو اعلان وکړو.
د وزارت ترمخه، په برېجېز په ۲۰۲۱ کې دا الزام لګول شوی و چې هغه داسې تنانو ته د خپلو همکارانو د وژلو طریقه ښودله چې د هغه په فکر د داعش غړي وو.
برېجېز د تېر کال د جون په میاشت کې د جرم اعترام وکړو.
هغه په کال ۲۰۱۹ کې د امریکې په پوځ کې شامل شوی و.
په پوخ کې د شاملېدو نه مخکې، د انصاف وزارت ترمخه، برېجېز داسې پراپګېنډا کتله چې د جهادیانو او د پرتشدد نظريې پرچار يې کولو او په سوشل ميډیا يې د داعش او د جهاد د ملاتړ اظهار شروع کړی و.
Forum