په افغانستان کې د انساني بحران د مخنیوي دپاره متحده قومونو لس میاشتې مخکې د نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه دا مهال د دغې غوښتنې نیمايي برخه امداد ترلاسه شوی دی خو په لویه کچه د مرسته کونکو په فهرست کې د مسلمانانو ملکونو نومونه نه لیدل کېږي.
د اکتوبر د میاشت په شروع کې د افغانستان دپاره د یورپين یونین خصوصي استازي توماس نېکلاسن جنګ ځپلي هېواد ته د سفر وروسته د ټویټونو په یوه لړۍ کې وویل چې افغانستان د سخت ژمې سره مخامخ دی او په چین، روس او د اسلامي ملکونو تنظیم او ايي سي غږ کوي چې د برطانيي، امریکې او د یورپين یونین په شان دې افغانستان سره بشري مرسته زیاته کړي.
د وي او ای رپورټ وايي افغانستان هسې هم د دنیا په غریب ترین ملکونو کې شامل و خو د امریکې په مرسته چلېدونکي حکومت د نسکورېدو د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په طالبانو د نړیوالو اقتصادي پابندیو په نتیجه کې د افغانستان اقتصادي مشکلات نور هم زیات شول.
د اقوام متحده د یو رپورټ ترمخه قریباً ټول افغانان د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي.
په افغانستان کې د نارويجین رېفیوجي کاونسل مشر نیل ټرنر وي او ای ته وايي په داسې حال کې چې په اوکراین کې جنګ د نړیوالې ټولنې زیاته توجه نیولي او مغربي ملکونه زیات امداد اوکراین ته ورکوي "دا تشویش شته چې په اینده کې به د افغانستان بحران هېر کړی شي."
تېره هفته سعودي عرب اوکراین سره د 400 مېلین ډالرو بشري امداد اعلان وکړو. سعودي عرب تېر کال افغانستان ته 11 مېلین ډالر امداد ورکړی دی.
د ترکي، قطر او متحده عرب اماراتو په شان نورو نسبتاً شته منو اسلامي ملکونو د افغانستان دپاره د اقوام متحده د مرستې غږ ته یا خو چټک جواب نه دی وېلی او یا د مرستندویه ملکونو د فهرست نه غېب دي.
په 23 ملکونو کې د انساني امداد دپاره د متحده قومونو د غوښتنې په ځواب کې سږ کال تر اوسه پورې متحده عرب اماراتو د 309 مېلین ډالرو امداد اعلان کړی دی. د یو ای ايي په دغه امداد کې 171 مېلین ډالر ايتوپیا دپاره دي او د افغانستان دپاره پکې 1.9 مېلین ډالر برخه ده.
د 2022 دپاره د متحده قومونو د مرستې د غوښتنو په جواب کې قطر یو مېلین ډالر امداد ورکړی دی چې پېنځه لکه ډالر پکې د کېمرون دپاره دي. د قطر په دغه امداد کې د افغانستان دپاره مرسته نشته.
تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د او ايي سي خارجه وزیرانو په اسلام اباد کې د غونډې په مهال په دې خبره اتفاق وکړو چې په اسلامک ډوېلېپمنټ بېنک کې به د افغانستان د انساني امداد دپاره خصوصي فنډ قایموي. د سږ کال د اګست په میاشت کې اسلامک ډوېلېپمنټ فنډ په افغانستان کې د بېړني بشري امداد دپاره د سره صلیب او سره هلال ټولنو ته 525000 ډالر ورکړي.
ایا اسلامک ډوېلېپمنټ بېنک یا او ايي سي د اګست نه پس نور د افغانستان سره نور مالي امداد کړی دی او که نا؟ د وي او ای دې پوښتنو ته د او ايي سي او د اسلامک ډوېلېپمنټ بېنک جوابونه ترلاسه نه شول.
افغانستان سره د مرستې په لړ کې پوښتنو دپاره وي او ای د سعودي عرب او یو ای ايي سفارتخانو ته ايمېلونه ولېږل او ټېلې فونونه یې وکړل خو جوابونه یې ترلاسه نه کړی شول.
اوکراین سره د 4.29 بېلین ډالرو د امداد غوښتنه شوې ده او د دغې غوښتنې 68 فیصد برخه پوره کړی شوې ده.
افغانستان دپاره د مرستې د 55 فیصد برخه لا نه ده پوره کړی شوې او په لویو مرسته کونکو کې د مسلمانانو ملکونه نیشته.
د جورج واشنګټن یونېورسټۍ د نړیوالو چارو د مطالعې مرکز اېلیوټ سکول مریم زي ډیلوفری وي او ای ته وايي د ناین الېون نه پس سعودي عرب د طالبانو سره تعلق ختم کړی دی، په طالبانو یې اسلام د بدنامولو الزام لګولی او دا تشویش هم لري د اقوام متحده او د امریکې د پابندیو خلاف ورزي هم و نه کړي.
که څه هم امريکې د طالبانو په ځینو مشرانو او ادارو پابندۍ لګولي خو افغانانو سره د بشري مرستې دپاره د استثنا وړاندیزونه یې هم کړي دي.
په تېرو قریباً دوو لسیزو کې امریکې او یورپي ملکونو افغانستان سره انساني او ترقیاتي امداد کولو.
د دنیا د یو اشاریه اته بېلین مسلمانانو دپاره افغانستان یوازنی ملک نه دی چې به بېړنۍ توګه بشري امداد ته ضرورت لري. د یمن نه واخلي تر شام او صومالیه پورې د مسلمانانو د اکثریت ملکونه د مختلفو مسلو سره مخامخ او په بېړنۍ توګه امداد ته ضرورت لري.
اقوام متحده او نور امدادي تنظیمونه په مغربي ملکونو د امداد دپاره په زیات موثره ډول غوښتنه کولی شي په نسبت د هغو ملکونو چې په ټولنه يې قدغنونه دي او يې ریاست قابو کوي. دا خبره د نیویارک یونېورسټۍ د نړیوالې مطالعې مرکز ینس رډبېک کوي.
د وي او ای رپورټ وايي افغانستان سره د مرستې د کموالي له امله په جنګ ځپلي ملک کې د خلکو مشکلات نور زیاتېدلی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي