لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلنسکي : د روس سره د جګړې د ختمولو دپاره خبرو اترو ته تیار دی

د یوکرین صدر د ګل، دوشنبې په ورځ په کییف کې د جرمني د اپوزیشن مشر فريډرک مرز سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې وویل "یوکرین تربل هر چا غواړي چې دا جګړه پای ته ورسوي. بې شکه یو سفارتي حل به ډیر ژوندونونه وژغوري. مونږ یې غواړو. "

د یوکرین صدر ولادیمیر زېلنسکي د ګل، دوشنبې په ورځ وویل چې دی د روس سره د خپل هېواد د جګړې د سفارتي حل دپاره تیار دی.

د یوکرین صدر د ګل، دوشنبې په ورځ په کییف کې د جرمني د اپوزیشن مشر فريډرک مرز سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې وویل "یوکرین تربل هر چا غواړي چې دا جګړه پای ته ورسوي. بې شکه یو سفارتي حل به ډیر ژوندونونه وژغوري. مونږ یې غواړو. "

زیلینسکي دا هم وویل چې هغه یوکرین ته د بهرنیو ځواکونو د استولو امکان باندې هم تیار دی ترڅو د روس سره د خپل هېواد جګړه ختمولو کې ورسره مرسته وکړي. د یوکرین او روس ترمنځ شخړه د نږدې دریو کلونو راهیسې روانه ده.

زېلنسکي وویل: "خو د دې مخکې مونږ باید پوه شو چې یوکرین به کله په یورپي یونین کې وي او کله به یوکرین په نېټو کې وي."

په خپل ټیلیګرام چینل باندې د یوکرین صدر وویل چې یوکرین کې د خپلو پوځیانو پرځای کول به مشرقي یورپ هېواد په نېټو کې د شاملیدو په لور یو ګام وي.

د زېلنسکي لخوا د روس سره د شخړې په خبرو اترو ختمول او په یوکرین کې د مغربي هېوادنو ځواکونو شتون باندې تیاریدل، په یوکرین کې د روس د وروستیو بریاوو او د امریکا د نوي منتخب صدر ډانالډ ټرمپ د صدارت سوګند اخیستو په وخت کې کیږي.

د امریکا منتخب صدر ډانالډ ټرمپ په پېرس کې د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون او د اوکراین صدر زېلنسکي سره د خالي/شنبې په ورځ لیدلي وو.

زېلنسکي وویل چې هغه پلان لري چې په نېټو کې د یوکرین د شاملیدو په اړه ډیر زر د امریکا اوسني صدر جو بایډن ته ټیلي فون وکړي.

زېلنسکي وویل : "هغه اوسنی صدر دی، او ډیر څه د هغه په نظر پورې اړه لري. او د صدر ټرمپ سره د هغه څه په اړه خبرې کول هیڅ معنی نلري چې نن ورځ د هغه پورې اړه نلري. حتی چې هغه تر اوسه په وایټ هاوس کې هم نه دی."

ټرمپ ویلي دي چې هغه غواړي د روس او یوکرین ترمنځ جګړه زر ختمه شي، او د دویم نړیوال جنګ وروسته په یورپ کې تر ټولو سترې جګړې د پای ته رسولو دپاره یې د ډزبندۍ او د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د جرمني په راتلونکو انتخاباتو کې د جرمني چانسلر اولاف شولز سیال فريډرک مرز د زېلنسکي سره په ګډ خبري کانفرنس کې وویل چې په جرمني کې په دې خبرې "بنیادي اتفاق " دی چې جرمني به د یوکرین سره پوځي مرستو ته دوام ورکوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG