نرښځيان: د دوی په اړه د پاکستان د وفاقي شرعي عدالت فيصله نه مني او دا به سپريم کورټ ته وړي په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو ټولنې د وفاقي شرعي عدالت هغه فيصله رد کړې چې وايي نرښځیان نه خو خپل جنس بدلولی شي او نه ځان د ښځې يا سړي په توګه يادولی شي.
څېړونکي: سياسي اړي ګړي د ايي ايم ايف نه د پور اخېستلو هيلې ختمې کړي پوهان وايي، په پاکستان کې روان سياسي اړی ګړی د ملک د اقتصاد د پاره نور هم ضرري شوی او کومې هيلې چې د ايي ايم ايف نه د پور اخېستلو کېدلې هغه نورې ختمې دي او ګمان نه کوي چې د نوي مالي کال د وفاقي بجټ نه وړاندې کومه تړون لاسليک شي.
ټول ګونديز کانفرنس په اسلام اباد کې پرېکړه کړې چې د سياسي پریکړو کول د عدالت نه بلکه د پارلمان اختيار دی د عوامي نېشنل ګوند د سیوري لاندې د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې رابلل شوي ټول ګونديز کانفرنس په فيصلو کې ويلي شوي چې باید سياسي فیصلې د عدالتونو پر ځای په پارلیمان کې وشي.
پاکستان کې د ايتلافي حکومت او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ د انتخاباتو په معامله د خبرو دويم پړاو نن ترسره شوی خو کومه نتيجه یې مخې ته نه ده راغلې او د بلې ناستې دپاره د راتلونکې نهې ورځ ټاکل شوې ده. خو په اتحادي حکومت کې د شاملولو ګوندونو غړي له دې مذاکراتو ډېرې هيلې نه لري.
د واکمن اتحادي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ په يو ځای د انتخاباتو په معامله د خبرو عمل پېل شوی خو په اتحادي حکومت کې د شاملو ګوندونو غړي له دې مذاکراتو ډېرې هيلې نه لري. نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې وېډيو کې.
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بنديال په حکومت او مخالف ګوند تحريک انصاف باندې زور راوړی چې د ټاکنو په اړه دې خپل منځ کې مشوره وکړي او که خبرې نه کوي نو بيا قانون هم موجود دې او د ستر عدالت فېصله هم شته.
اسلام اباد ته څېرمه د پېنډۍ ښار په کرتار پوره بازار کې کاله خان نهاري خپل یو ځانګړی خوند او مزه لري. د نهاري په نامه د پاکستان دا مشهور خواړه څنګه تیارېږي او د خلکو څومره خوښېږي؟ دا به تاسو د ارشد حسین په راپور کې ووینئ.
که ايي ايم ايف پاکستان ته پور ور هم کړي خو په جون کې به ترې د نوې قرضې غوښتنه کوي، اقتصاد پوهان د متحده عرب امارات لخوا له پاکستان سره د يو ارب ډالرو مالي مرسته پاکستان دې ته نزدې کړی چې د ايي ايم ايف نه شپږ ارب ډالره قرضه تر لاسه کړي.
د متحده عرب اماراتو لخوا د پاکستان سره د يو ارب ډالرو د مالي مرستې د اعلان وروسته پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان او ايي اېم اېف د ځنډ ښکار شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام بيا بحالۍ ته نزدې شوي دي.
مطبوعاتي راپورونه وايي چې د پنجاب اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره د فنډونو نه جارى کولو په معامله سپريم کورټ مرکزي بېنک ته امر کړی چې هغه دې نېغ په نېغه د پنجاب انتخابي کمېشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.
نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې 0.5 فيصده ته د ټيټېدو او ورسره د دوو کلونو لپاره د ګرانۍ د کچې 20 فيصده ته د لوړېدو اټکل کړی دی.
صدر عارف علوي د سپريم کورټ د مشر قاضي د اختيار کمولو قانوني مسوده بيرته پارلمان ته لېږلې
د سياسي او اييني چارو پوهان وايي که د پارليمان او سپريم کورټ ترمنځ د اوسنۍ جګړې حل ونه موندل شو نو ددې اغېزې به په هېواد کې د جمهوریت او پارلیمان د خپلواکۍ لپاره ښې نه وي. نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې راپور کې
د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ویلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره په تکتيکي کچه خبرې سرته رسېدلي خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې د اي اېم اېف سره به د قرض لوظنامه کله لاسلیک شي.
آی اېم اېف ویلي، په پاکستان کې د ټاکنو د وخت په ګډون د ټولو دغه ډول پرېکړو واک په بشپړه توګه له پاکستاني ادارو سره دی. دوی ویلي، د آی اېم اېف د پور په پروګرام کې داسې کوم شرط نه شته چې ددغه هېواد په دستوري هلو ځلو کې کوم خنډ جوړ کړي . نور حال د ارشد حسین په راپور کې.
د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، د ملک ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي او هيله یې څرګنده کړې چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.
نور کتل