دجمعې په ورځ هم روپۍ د ډالر په مقابله کې يو ځل بيا لاندې راغلې او د ونډو بازار پرله پسې په دوېمه ورځ هم د مندۍ ښکار پاتې شوی دی. د جمعې په ورځ هم د روپۍ په مقابله کې د ډالر په قيمت کې د يوه روپۍ اؤ نولس پېسو ګرانېدو سره په بینک کې 228 روپو ته ختلی دی
پاکستان کې سږ کال د پوليو ټولې 12 پېښې رپورټ شوي او دا ټولې پېښې د افغانستان پولې نزدې د شمالي وزیرستان په نارامه سيمه کې رامنځته شوې دي
اسلام اباد هایکورټ تفصیلي فېصله کې د دفاع وزارت ته امر کړی چې د مارګلې د غرونو په لمن کې جوړ د پاکستان د سمندري ځواک نېوي د ګالف کورس د غېر قانوني جوړښت پلټنې دې وکړي او د دفاع سکرټري ته یې هم امر کړی چې ددې ګالف کورس د جوړښت له کبله د هېواد خزانې ته د رسېدلي نقصان تخمينه هم ولګوي
اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو دانسټيټيوټ په نوم څېړنيزې غېر دولتي ادارې [پکس] ويلي، او د ټي ټي پي د ډز بندۍ باوجود هم د ترهګرۍ په پېښو کې د پام وړ کمی نه دی راغلی او د روان کال د مې او جون په مياشتو کې د ترهګرو د بريدونو شمېره اوس هم د سږني کال د لومړو درېو مياشتو په مقابله کې سېوا ده.
د کورنیو چارو د وزیر دې لانجمن بېان ته د بلوڅانو او د بشري حقونو دفعالينو ترڅنګ ځینو سياستمدانو هم سخت غبرګون وېلی او د پيپلز ګوند پخواني سینیټر فرحت الله بابر ویلي د رانا ثناالله دې بیان پاکستان او بشري حقونو ته سخت نقصان رسولی
نور کتل