د اسلام اباد هاى کورټ جج جسټس محسن اختر کياني وېنا وه چې د بلوچ طالب علمانو د کمېشن د سپارښتنو ترمخه 55 لا درکه بلوچ زده کونکي دې عدالت ته پېش کړي شي ګني بيا دې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ پېش شي. جج وویل حکومت ته اووه ورځې وخت ورکوي او باید چې د کمېشن په سپارښتنو عمل وشي
د پاکستان مرکزي نګران حکومت او د دفاع مرکزي وزارت په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو د ودرولو فيصله په سپريم کورټ کې چلېنج کړې ده خو قانون پوهان وايي د دې په شا رياستي او سياسي مقصدونه دي. نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې وېډيو رپورټ کې
د پاکستان بېلابېلو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانانو په زوره ويستلو پرېکړې ته دې بيا کتنه وکړي دوی د افغان کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اکتوبر په 25 نېټه د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېش اېن سي اېچ ار ته عریضه هم ورکړې ده.
د احتساب عدالت نه د توشه خانې په قضيه کې د ضمانت ترلاسه کېدو وروسته اسلام آباد هايکورټ هم د ايون فيلډ او العزيزيه سټېل ملز په قضيو کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف ضمانت د اکتوبر تر 26مې نېټې پورې غځولی دی.
د پاکستان پخواني وزیر اعظم نواز شریف هېواد ته په ستنېدو له کومو قانوني او سياسي چېلنجونو سره مخ کېداې شي؟ نواز شریف به څلور کاله وروسته د اکتوبر په 21 نېټه هېواد ته بېرته ستنېږي. تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې وېډيو رپورټ کې:
د پاکستان سياستوالو او قانون پوهانو د سپريم کورټ د پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ 2033 په حق کې د ستر عدالت فېصله ستایلې ده تفصيل له اسلام اباد نه د ارشد حسین په راپور کې.
نړيوال بېنک ویلي، په پاکستان کې په زرعي مځکو او د مځکو په سوداګريز کاروبار باندې د لږېدونکو ټېکسونو زیاتول د بېنک لومړیتوب دی اقتصاد پوهان وايي، د مځکو په سوداګريز کاروبار کې ځواکمن خلک بوخت دي او د پاکستان حکومت به و نه توانېږي چې په دې برخه ټېکس ولګوي.
نور کتل