د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ کې د خوندي او پاک خوراک نړيواله ورځ د جون په اوومه لمانځل کېږي چې خلک له ناپاکو خوراکونو څخه ډډه وکړي او د بېلابېلو رنځونو ښکار نه شي. څېړونکي وايي، د صفا خوراک نه ترلاسه کولو د لاسه خلک د خيټې، معدې او ځينو نورو ناروغیو سره مخامخ کېږي او په روغتونونو بار جوړېږي.
په تورخم د افغانستان سره دوه اړخيزتجارت او تګ راتګ ډېرې ستونزې لري په تورخم کې تېره ورځ د پاک افغان د پولې چارواکو ترمينځه په غونډه کې د دوه اړخيزه تجارت ترڅنګ د ټرانسپوټرانو په ستونځو بحث شوی دی.
متحده قامونه: په پاکستان د خوراک کمی راتلی شي څېړونکو د ملګرو ملتونو د ډبليو ايف پي او ايف ای او له خوا په ورکړل شويو راپورونو کې په پاکستان کې د خوراکي توکيو په ممکنه کمېدو انديښنه ښودل شوې او وايي د دې د حل لپاره د ګامونو اوچتول پکار دي۔
په پاکستان کې د روانو احتجاجونو په لړ کې په مړو شویو کسانو کې یو تن د لواړګي بلال شینواری و چې د مې په لسمه په چرګانو چوک کې په سینه په ګولۍ لګېدلی او مړ شوی دی. د بلال کورنۍ وايي، چې هغوی انصاف غواړي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا نګران حکومت په روانه مياشت کې د اساسي قانون يا ايين ترمخې خپل درې مياشتې وخت پوره کړی او تر اوسه پورې يې په صوبه کې ټاکنې نه دي ترسره کړي.
څېړونکي او د ښځو د حقونو فعالانې وايي، که ملګري ملتونه له افغانستانه ووځي نو دې سره به د افغان ولس ستونزې يو په دوه شي او له یو بل بحران سره به مخ شي. ملګرو ملتونو د اپرېل په پېل کې ويلي وو چې که طالبان ښځې د دوی په دفترونو کې کار ته پرې نه ږدي نو په مۍ مياشت کې به له افغانستان نه ووځي.
د خېبر انتظامي چارواکو د اپرېل په ۲۱ ويلي، په تورخم کې د غر ښویېدنې په پېښه کې د ملبې لاندې دوه نور مړي موندل شوي او د ټولو مړو شمېر اوو ته رسېدلی. د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکو ويلي د ژغورنې عمليات تېز شوي او پاتې شوي کسان او ګاډي به هم د ملبې نه ژر را وویستل شي.
د خېبرپښتونخوا په تورخم کې چې څلور ورځې وړاندې کوم غر راښويېدلی لاندې ترې خلک او مال وړونکي ګاډي ګېر شوي وو، هغه ملبه چې تر اوسه لا ټوله نه ده لرې کړی شوې، نن پرې دپاسه نور غر راښویېدلی دی.
د ښځو د حقونو لپاره کار کونکي او ښځینه صنعت کارانې وايي، دا مهال زیاتره ښځې په انلاین بڼه کاروبار کوي او د تېر وخت په پرتله زیاتې ښځې د کار لپاره بهر هم راوځي. خو دوی وايي، تر اوسه هم په پښتنه ټولنه کې د ښځو بهر راوتل او کارونه کول ګران دي.
د کراچۍ په ژوبڼ (چړياګر) کې ۱۷ کلنه هتڼه نور جهان ناروغه ده چې د بهر ملکونو نه ورته ورغلي ډاکټرانو ټېسټونه او علاج پیل کړی. ډاکټران هيله مند دي چې نورجهان به ډېر زر روغه شي، د هغې د ناروغۍ علتونه څه دي او ماحول ورته څنګه دی؟ تفصيل يې د بختور شاه په راپور کې.
څېړونکي او خبريالان وايي، وسلوالو يو ځل بيا په خپلو بريدونو کې تېزوالی راوستی او په دوو ورځو کې یې د ايي ايس ايي د بریګېډير په شمول پينځه نور پوځيان په بېلابېلو پېښو کې وژلي چې وایي دا ثابتوي د هغوی نېټورک لا هم مضبوط دی. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
څېړونکي: ټي ټي پي له لومړۍ ورځې د پاکستان د پوځ او عوامو پرضد عملیات د دې لپاره کوي چې د ټوپک په زور شرعي نظام راولي څېړونکي وايي، د پاکستان پوځ کله هم نشي زغملی چې د ټي ټي پي غوښتنې ومني چې د زور له لیارې خپل نظام راولي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره د جمعې په ورځ د دواړو خواو د چارواکو له خوا د خبرو په پایله کې په جزوي توګه پرانېستل شوې ده په تورخم کې سرچينو وي او اې ډيوه ته ويلي يواځېافغانان خپل وطن ته د دروازې پرانېستلو نه وروسته تللی شي او له هغې غاړې نه يواځې پاکستانيان خپل وطن ته راتلی شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم غټې لارې دروازه نن د جمعې په ورځ يواځې دواړو خواو ته د ایسارو شوو پاکستانيانو او افغانانو د تګ راتګ دپاره پرانستل شوې خو دوه اړخيزه تجارت تراوسه بند پروت دی.
څېړونکي: د مرکزي حکومت له خوا د پوځ او عدليې د بدنامولو په سر د پينځه کاله بند سزا او جرمانې قانوني مسوده د خلکو د رائ د اظهار د ازادۍ نه سرغړونه ده او د جمهوري نظام د پاره زيان لري د تحريک انصاف حکومت د يو ارډيننس د لارې دغه هڅه کړې وه خو اسلام اباد اعلی عدالت دغه کار وروسته کالعدم وګرځاوه.
نور کتل