لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پوځي وياند خبرو ته د منظور پښتين ځواب، "پښتون قام د خپلې خاورې په وسايلو پخه، کلکه دعوه او اختيار لري"

پښتون قامي جرګې د 11م اکتوبر د جرګې وروسته په وړومبي ځل د 80 کسيزې کميټۍ يا جرګې غونډه شوې چې په کې ځینې پرېکړې شوي دي.

د نومبر په 13مه د پښتنو قامي جرګې پس ترسره شوې اولنۍ غونډې وروسته منظورپښتين د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د خبرو په ځواب کې ويلي، پښتون قام په خپله خاوره په وسايلو پخه او کلکه دعوه او اختيار لري چې دا بلکل زمونږ ملکيت او وراثت/ميراث دی او په دې باندې د بل هيچا واک او اختيار په هيڅ صورت نه منو.

پښتين وويل، "دا جرګه ډېره درنه جرګه ده او په جهيز (په واد کې د جينۍ ته تلونکی سامان) ټکي باندې بحث نه کوي ځکه چې پښتانه ډېر درانه خلک دي او داسې ټکو کارولو نه ډډه کوي، مونږ د داسې ټکو په سختۍ سره غندنه کوو او ځواب ورکول هم نه غواړو خو د وراثت په حقله يې چې کومه خبره کړې ده نو دا جرګه مکمل تاييد کوي چې دا زمونږ وراثت دی، دا خدای پاک مونږ ته راکړي دي او دا زمونږ د پلارونو نيکونو چې کوم وطن مونږ ته پاتې دی نو په هغې موجود دي".

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځي وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودری يوه يوه ويډیو په ټولنيزو رسنيو خبره شوې، هغه پکې ويلي، "پي ټي اېم د وسايلو خبره کوي، نو ايا دا وسايل د دوی ميراث دی يا په جهېز کې ورسره راغلي دي، دا د پاکستان وسايل دي يواځې پښتانه نه، بلکې داسې وسايل د پاکستان په هره سيمه کې شته".

ویل کيږي دغه خبرې نوموړي په کوهاټ کې زده کوونکو سره د خبرو په وخت کړي دي.

د پښتون قامي جرګې د تېرې ورځې په اعلاميه کې ويل شوي، په دې شته قوانينو او ايين کې د پښتنو ژوند ډېر مشکل دی او دې د پاره د پوه تنانو يوه کميټي جوړوي چې هغه دې هرڅه ته کتنه وکړي او يوه نوې عمراني معاهده مخې ته راوړي.

څېړونکي وايي د پښتنو قامې جرګې ځينې پرېکړې د پارليمان د لارې حل کېدی شي او دې د پاره به د ټولو ګوندونو ملاتړ مهم وي.

د سیاسي چارو کار پوه عبدالروف وايي، "په هغه عمراني لوظنامه يا معاهده کې که څه داسې خبره وي نو په هغې کې يې دغه لار ښودلې ده چې په دې باندې به څنګه بحث کېدی شي او څنګه بدلېدلی شي، نو که دغه کميټي يا جرګه غوښتنه کوي نو دا د دوی حق دی او کولی شي خو هغې دپاره به هغه لاره خپلوي کومه چې په عمراني معاهده کې ليکل شوې ده".

نوموړي وويل، هغه طريقه دا ده چې که د پاکستان پارليمان وغواړي نو په دې عمراني معاهده کې بدلون راوستلی شي.

د پښتنو قامي جرګې د 80 کسيزه کميټۍ اعلاميه کې وويل شوي تېرې شوې جرګې نه وړاندې ورسره خېبرپښتونخوا حکومت ځينې خبرو منلو ژمنه کړې وه خو له هم په هغې عمل نه دی شوی، او ډېر زر به جرګه وزيراعلا سره په دې اړه ناسته وکړي.

منظور پښتين ويلي، "دې جرګې سره د پښتونخوا حکومت له خوا چې کومې وعدې شوې وې لکه اېکشن ان اېډ اف سول پاورريګولېشن هغه قانون دې چې دوی يې لرې کولی شي، د جرګې د مړه شوو تنانو مقدمې تراوسه پورې له نه دي شوي بلکې د هغې برعکس مقدمه د جرګې په منتظمينو شوې ده او په خېبرپښتونخوا کې چې کوم قېديان دي او هغه په شېډول فور، تهري اېم پي او او جرګې اړونده کيسو کې نيول شوي دي".

د جرګې په اعلاميه کې ويل شوي په کورمه کې د خرابې امنيت وضعې په اړه به يوه جرګه په راروانو درېو ورځو کې د کورمې دوره کوي، پښتونخوا کې جنګ د لاسه ولس ته اوښتو زيانونو، لادرکه تنانو او مړه شوو کسانو په اړه به يو قانوني ټيم هم جوړولی شي.

په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي

زهرا بلوڅ د چينايي امنيتي ساتونکو پاکستان ته راتګ خبرونه رد کړي دي

د پاکستان خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ دغه خبرونه رد کړي چې ګنې چين خپل امنيتي ساتونکي پاکستان ته ليږي، دغه خبرونه یې اوازې بللي دي.

په دې ورستو کې په پاکستان کې په چينايي وګړو د شوو ترهګر بريدونو وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د چين مرستيال وزير اعظم ډنګ ژويې ژانګ ته باور ورکړی حکومت به يې د چين د وګړو د حفاظت لپاره هر ممکن ګام اخلي.

دا پاکستان وزير اعظم شهباز شريف چين ته دا باور په داسې وخت کې ورکړی، د رپوټونو ترمخه، بيجينګ په اسلام اباد فشار اچوي، چې په پاکستان کې د کار کونکو چينايانو د حفاظت لپاره خپل چينايي سيکورټي ګارډز تعينات کړي.

په تيرو شپږو مياشتو کې په پاکستان کې په چينايي وګړو دوو لويو حملو چې په کې اووه چينايي وګړي وژل شوي دي.

د امنیتي چارو ماهيرين وايي که پاکستان په دې هېواد کې د کار کونکو زرګونو چينايي وګړو د حفاظت لپاره د چين ته د سيکورټي ګارډز تعينات کولو اجازه ورکړي نو دا به د داوړو هېوادونه دپاره چارې لا نورې پېچلې کړي.

د امنیتي چارو کار پوه عبدالله خان وايي، "دې سره به د ترهګرو لپاره د اهدافو داېره نوره هم پراخه شي، او ښکاره ده که د چين امنیتي ګارډز يا نور سرتيري پاکستان کې تعينات شي نو ظاهره ده چې هغوى به حرکت هم کوي نو په هغوى باندې به هم د بريدونو امکان وي، ځکه چې د پاکستان امنیتي فورسز په خپله هم روزانه د حملو هدف جوړيږي. نو دا ممکن نه ده چې چينايان به نه په هدف کېږي، بله دا چې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په تناظر کې د پاکستان د ځواکونو تجربه د نړۍ او چينايي ځواکونو څخه زياته ده".

د پاکستان د سرکاري رېډيو د رپورټ ترمخه وزير اعظم شهباز شريف د اذربايجان پايتحت باکو کې د ماحولیاتي بدلون په اړه راجوړې شوې غونډې په وخت د چين د مرستيال وزير اعظم سره په ليدنه کې د پاکستان او چين ترمنځ د دوه اړخیزه همکاريو په ودې خبرې اترې شوې او شهباز شريف ويلي چې حکومت يې د ملک نه ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی او د چينايي وګړو د خوندیتوب لپاره به چې څومره کېدې شي ګامونه اخلي.

د رپورټ ترمخه په دې ليدنه کې د چين مرستيال وزير اعظم د امنیتي چېلنجونو د مقابلې او د دواړو هېوادونو د ولسونو د پرمختيا او خوشالۍ لپاره د چين او پاکستان کاري داېرې پراخولو ته هيله مندي ښودلې ده.

په پاکستان کې په دې ورستو کې په چينايي وګړو يو شمېر خونړي بریدونه شوي چې له هغې وروسته بيجينګ پرله پسې په اسلام اباد د خپلو وګړو د حفاظت ټينګار کوي.

وړمه ورځ د رويټرز په رپورټ کې د سرچينو له خولې ويل شوي وو، کراچۍ کې په چينايي وګړو له شوي بريد وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شوو مذاکراتو کې چين په پاکستان ټينګار کړې چې بيجينګ ته باید اجازه ورکړل شي چې پاکستان کې د خپلو وګړو د امنیت چارې په خپلو لاسونو کې واخلي.

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ هفته وار خبري کانفرانس ته په وينا کې ويلي، پاکستان د هر ډول د خطرو د مخنیوي صلاحیت لري او د چينايي وګړو او ادارو امنیت به په هر قیمت حفاظت کوي.

د امنیتي چارو ماهيرين وايي د چينايي کار کوونکو حفاظت د پاکستان لپاره لوي چېلنج دي.

د امنیتي چارو او پاکستان چين د چارو کارپوه منيب سلمان وايي پاکستان په خپله مځکه د چينايي امنیتي ګارډز تعينات کولو د بيجينګ غوښتنه رد کړې ده.

"د دې بنيادي علت دا دی چې په بلوچستان کې د چين خلاف چې د يو سامراجي او استعماري قوت کومه بيانيه جوړه کړې شوې ده نو که دلته د چين سيکيورټي ادارې نېغ په نېغه او په فعال ډول ښکېل کېږي دغه بيانيه به نوره تقويه شي او هم ددې خطر له امله پاکستان نه غواړي چې د امنیت او تحقيقاتو په چارو کې د چين شمولیت وي".

د مطبوعاتو رپورټونه ترمخه د تېرې يوې لسيزې راهیسې چې کله د پاکستان او چين ترمنځ د 60 اربه ډالرو د سي پېک په پروژه کار پېل شوی، نو په بېلابيلو حملو کې د پاکستان دننه نزدې 21 چينايي کار کونکي وژل شوي دي.

په پاکستان کې د سي پېک لاندې د منصوبو برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او د پاکستان څخه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسيلو تړونکي بولي او ورباندې حملې کوي.

د څيړونکو په وينا د نړۍ په يو هېواد کې هم د چين په مفاداتو او وګړو دومره بريدونه نه دي شوي چې څومره په پاکستان کې شوي دي او که د دې مخنوي ونه کړل شي نو د سي پېک په دوېم پړاو به کار محدود شي.

شمالي وزیرستان او چارسده کې چاودنې، درې ښځې او دوه ماشومان پکې وژل شوي

د چارسدې د چاودنې عکس
د چارسدې د چاودنې عکس

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان، چارسده او باجوړ کې د بمي چاودنو او بريدونو پېښې شوي، لږ تر لږه د درېو ښځو او دوه ماشومانو په ګډون پکې پينځه تنه وژل شوي او 14 ژوبل شوي دي.

تازه پېښه نن په 14م نومبر چارسده کې شوې، پوليس وايي يو تن په موټر سايکل ځان الوځولی دی، خو تراوسه کره نه ده معلومه شوې چې دا ځانمرګی بريد کوونکی وو که د پېښې اصل نوعيت څه دی، پلټنې یې روانې دي.

بله غټه پېښه بېګا شپه د شمالي وزيرستان د ميرانشا په تپي سيمه کې نزدې په نيمه شپه په يو کور کې دننه چاودنه شوې، ځايي چارواکي په چاودنه کې د درېو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو او د روغتون چارواکي د 14 ژوبلو تاييد کوي.

د ميرانشا مرکزي روغتون وي او اې ډیوه ته ويلي، په ژوبلو کې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.

د ميرانشا تاڼې پوليس او شمالي وزيرستان د پوليسو مشر دفتر وي او اې ډیوه ته چاودنه تايید کړې چې د شپې شوې خو تراوسه کره نوعيت نه دی معلوم شوی.

ځايي خلک وايي چاودنه دومره زوروروه وه چې نه يواځې دغه کور، بلکې خواوشا یې نور کورونه هم سخت اغېزمن کړي دي.

ځايي انتظامیې وي او اې ډیوه ته ويلي، دوی ته لومړي معلومات ترلاسه شوي چې په دغه ځای کې په يو ګاډي کې پراته چاودېدونکي مواد چاودلي، له امله یې دوه کورونه تباه شوي او خواوشا نور کورونه یې هم اغېزمن کړي دي.

يوې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی د معلوماتو ترمخه، کوم ګاډی چې چاودلې دا ګاډي اکثره په امنيتي ځواکونو د بريدونو دپاره کاريږي، او تېر د اکتوبر په مياشت کې په ميرعلي کې په امنیتي ځواکونو يو ځانمرګی بريد شوی، دغه ډول ګاډی پکې کارول شوی او مرګ ژوبله یې اړولې وه.

يو لوړ پوړي امنیتي چارواکي وويل، دوی ته داسې معلومات هم ترلاسه شوي چې چاودنه د حافظ ګل بهادر ډلې د جېش العمر ذيلي څانګې په مرکز کې شوې، دوی دغلته د وسلې کارخانه لګولې وه او دا مواد به یې کارول.

امنيتي چارواکي وويل، په چاودنه کې د 13 وسله والو وژل کېدو خبر هم ترلاسه شوی دی، خو په دغې اړه کره خبر تراوسه نه دی راغلی.

د يادې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې هم تراوسه څه نه دي ويلي.

د چارسدې د پېښې په اړه پوليس ويلي، نن د زيارت په ورځ سهار وختي په چارسده کې په موټر سايکل ناست يو تن په بارودي موادو سره ځان الوزولې دی.

پوليس وايي، پلټنې روانې دي چې ايا دا ځانمرګي بريد کونکې وو او که نه؟ او دوي پلټنې کوي چې هدف يې څه وو.

پوليس وايي له دغه ځايه يوه شېبه مخکې د پوليس موبايل ټيم هم تېر شوی او ګورې چې نور کوم محرکات کېدې شي.

د چارسدې پوليس مشر ډي پي او مسعود بنګش وايي، "تاسو وګورۍ چې خېبر پښتونخوا او بيا جنوبې ضلعې چې کومې دي په هغې کې د ترهګرۍ پېښې زياتې دي، په پوليسو بريدونه کيږې، پرون هم په مردان کې يو ای اېس ايي شهيد شوی دی، مونږ د دې پلټنې کوو چې د دې محرکات څه دي".

د دې ترڅنګ د باجوړ پوليس وايي د ډمه ډولې علاقه کې د ايف سي په چېک پوسته او يوسف اباد کې د پوليسو په تاڼه وسله والو ډزې کړي دي خو کوم ځاني زيان پکې نه دی اوړېدلی.

بلخوا د ترهګرۍ ضد محکمې ځواکونو د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ په پلۍ سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي، په دغه مهال شوې نښته کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان او د ناکراره صوبې بلوچستان په کیچ ضلع کې د وسله والو په ضد عملیاتو کې د 12 ترهګرو د وژلو دعوې کړي او وایي د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو سره نښته کې شپږ ترهګر ژوبل شوي هم دي.

د خېبرپښتونخوا صوبې پوليس مشر آی جي پي اختر حيات خان وايي، "زمونږ چې کوم چېلنجونه دي، د هغې ډېر اړخونه دي، د هغې دپاره مونږ ته په مجموعي توګه يو تګ لاره پکار ده، د هغوي (وسله والو) مالي سرچينې تړل دي، د معلوماتو راټولو نظام پکار دی، ډېرې لارې خپلول دي چې د دې چېلنج مخنيوي وکړو".

د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ او د اېف سي په ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې او په دې بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه او غټ عملیات کړي دي او په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

ملاکنډ پلۍ سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي

سرچېنې وایي د ترهګرۍ ضد محکمې ځواکونو د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ په پلۍ سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې په دغه مهال شوې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي د سرچېنو له خولې ویلي دا عملیات تېره ورځ د پلۍ په شاه کوټ سیمه کې شوي دي خو د پاکستان پوځ یا د پښتونخوا پولیسو لا په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

سرچینې وایي پلۍ کې د عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو تر منځ یوه سخته نښته شوې چې تر څو ساعتو یې دوام درلودو.

د ترهګرۍ ضد محکمې سرچینو ویلي په دې نښته کې درې ترهګر په موقعه وژل شوي اؤ یو تښتېدلی ترهګر وروسته د لټونې د عملیاتو په مهال په غرونو کې وژل شوی.

په عملیاتو کې د وژل شوؤ ترهګرو بشپړه پېژندګلو مخې ته نه ده راغلې خو د ترهګرۍ ضد محکمې سرچینو مطبوعاتو ته ویلي چې هغوي د ترهګرۍ، وژنو اؤ قلنګ غوښتلو په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو .

تر دې پېښې وړاندې د پاکستان پوځ دعوه کړې چې تېره ورځ یې په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې اته ترهګر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

پوځ د بلوچستان په کیچ ضلعه کې هم د عملیاتو په مهال د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ د ایف سي په ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د پېکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

پنجاب: په ښځه د تېزاب پاشلو جرم کې عدالت یو تن ته د مرګ سزا اورولې

عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ترهګرۍ ضد عدالت په یوه ښځه د تېزاب پاشلو جرم کې ککړ مجرم ته د تېزندۍ سزا اورولې ده.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې د ترهګرۍ ضد عدالت جج ضیا الله د پنجاب په ساهیوال سیمه کې په یوه ښځه د تېزاب پاشلو اؤ له دغه امله د یادې مېرمنې د مړینې د قضیې فېصله اورولې ده.

په فیصله کې شوکت نومې تن ته د جرم په ثابتېدو د تېزندۍ ورکولو اؤ پینځو لکو روپو د جرمانې اخستو حکم شوی دی.

د ډان په رپورټ کې ویل شوي چې دا پېښه پروسکال په 25م اپریل مخې ته راغلې وه چې مقدمه یې د پاکپتن په پولیس تاڼه کې د مړې شوې ښځې د خاوند په مدعیت کې درج شوې وه.

تر دې وړاندې تېره د اکتوبر میاشت کې هم د کراچۍ یو ځایي عدالت پخپله انږور تیزاب پاشونکې خواښې اؤ د هغې دوؤ زامنو ته د 14 کالو د بند اؤ لسو، لسو لکو روپو د جرمانې سزا اورولې وه.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه وایي پاکستان کې په ښځو د تېزاب شیندلو پېښې تر ډېره حده کمې شوې دي، خو دا ستونزه لا هم شتون لري.

په پاکستان کې د تېزاب پاشلو اکثره پېښې د کورنۍ، ځمکې او انتقام له امله رامنځته کېږي، او ډېری قربانیانې یې ښځې وي.

د پاکستان حکومت "د تیزاب او سوځولو د جرمونو قانوني مسوده2017" په کال 2018 کې د پارلیمان نه منظوره کړې چې مقصد یې د تېزابو د بریدونو د ښکار کسانو اؤ سوځول شوؤ کسانو مرستې کول اؤ مجرمانو ته سختې سزاګانې ورکول دي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG