لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي‌ ټي ایم د شپږو غړو نومونه دشکمنو ترهګرو نوملړ ته اچول شوي


تېرو دوؤ مياشتو کې د پښتنو د حقونو د غږ پورته کوونکي تحریک پشتون تحفظ مومنټ دشپږ غړو نومونه دترهګرۍ په ضد جوړ د کال ۱۹۹۷ دقانون د اساس شیډول فور يا څلورم شیډول ته اچول شوی دي.

شېډول فور دقانون یوه داسې ماده ده چې له مخې یې د شکمنو ترهګرو او فرقه ايزو ډلو یا ګوندونو سره دتړاؤ لرونکو کسانو نومونه په نوملړ کې اچول کيږي او امنيتي ادارې په دوئ نظر هم ساتي او حکومت په دوئ هر رقم بندیز هم لګولی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړي عالمزېب مسید وي او ای ډيوه ته وایي چې ددغه تحريک دشپږو فعالانو اعجاز پشتين، شاهد شيراني،تنوير جرار، عبدالله ننګيال، ادريس پشتين او زوهېب پشتين نومونه حکومت د شکمنو ترهګرو په شېډول فور فهرست کې اچولي دي.

خو هغه وايي دوئ به عدالت ته عریضه کوي چې باید د یادو فعالینو نومونه ددغه نوملړ څخه وویستل شي.

د هغه په وینا دکورنیو چارو وزارت ته یې دیادو کسانو کیسونه لیږلي ولې چې دوئ کې زده کونکي هم دي او داسې کسان پکې هم شته چې د هغوي د ویرولو هڅې پیل کړل شوي دي

عالمزیب مسید وایي د کورنیو چارو وزارت نه یې پوښتنه کړې چې" تاسو په کوم دلیل د دوئ نومونه شېډول فور ته اچولي دي خو تر اوسه د دوئ(داخله وزارت) ځواب لا راغلی نه دی"

پي ټي اېم دعوه کوي چې دا يو پرامن تحريک دی خو حکومت بيا هم په کومو وجوهاتو د دوئ د شپږو غړو نومونه شېډول فور کې اچولي دي؟

په دې هکله وي او دی ډيوه دکورنیو چارو صوبایي سیکتر او د اطلاعاتو صوبايي وزير کامران بنګش سره د وټس اپ او ټیلي فون د لارې د تماس نیولو هڅې وکړې خو هغوئ ټیلي فوني زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

پېښور کې میشت وتلی خبریال اؤ دامنیتي چارو څيړونکی اسماعيل خان وایي دا واضحه نه ده چې امنيت پځائ کولو د پاره ديو داسې تحريک د کسانو نومونه په شېډول فور کې اچول څومره موثر عمل دی په کوم تحريک چې نه څه بندېز لګول شوی او نه څه داسې غېر قانوني ګرځول شوې ډله ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي اسماعیل خان ویلي شیډول فور ته دهغه ډلې،تتنظم یا ګوند د فعالینو اؤ مشرانو نومونه لوئېدلی شي په کومو ډلو اؤ تنظیمونو چې بندیز لګیدلی وي یا غیر قانوني ګرځول شوې وي.

دهغه په وینا "د پي ټي ایم مسله داسې ده چې پي ټي ایم د الېکشن کمېشن سره هم نه دی رجسټرډ،نه تر اوسه حکومت غیر قانوني ګرځولی اؤ نه هم تر اوسه زما له نظره داسې څه تېر شوي چې ګنې حکومت ویلي چې پي ټي ایم غېر قانوني دی"

هغه وایي په قانون کې ايا داشته چې د پي تي اېم غړي او يو داسې ګروپ يا ډله چې غېر قانوني ګرځول شوې هم نه وي نو حکومت سره دا اختيار شته او کنه چې شېډول فور کې یې واچوي؟

د کال ۱۹۹۷دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې د کومو شکمنو ترهګرو او فرقه ايزو ډلو سره دتړاؤ لرونکو کسانو نومونه چې دغه نوملړ کې اچول کيږي هغوئ باندې قانون عملي کوونکې ادارې نظر هم ساتي او داسې کسان د خپل تګ راتګ نه خپل ځایي پوليس سټېشن يا تاڼه هر وخت خبر ساتي. او دوئ باندې نورې هم د سفر پابندۍ لګول کيږي.

د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو دمرکز پخوانی مشر او امنيتي چارو باندې ژور نظر لرونکی ډاکټر سرفرازخان د حکومت په دې ګام وایي "دا داسې اقدام دی چې حکومت يا خو ځان او يا نورو خلکو له دهوکه ورکوي. ټول خبر دي چې داسې قسمه ګامونو سرخ ترهګري نه ختميږي"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په داسې ګامونو ترهګري نه ختمیږي بلکې نوره به وده مومي اؤ لامل یې دادی چې خلک د ذهني کشمکش یا کنفيوژن ښکار وي.

ډاکټر سرفراز وایي "هغه خلک چې واقعي دتشدد پېښو کې ککړ دي اؤ ترهګر دي هغوئ بیخي ازاد ګرځي،هغوي پسې ادارې او خلک نه ګرځي او هغه خلک چې په پرامنه سياسي مبارزه باندې یقين لري او هغې کې خپله برخه اخلي. دهغوئ په ضد ناجایزه کېسونه جوړيږي"

د کال ۲۰۱۴م راهسې د ځوانانو دغه تحريک دجنګ ځپلو قبایلي ضلعو د خلکو د اواز په توګه راپورته شوی دی او دا تنظيم پخپلو جلسو او احتجاجونو کې په حکومت او په ځانګړي ډول په امنيتي ادارو باندې سختې نېوکې کوي.

حکومت بیا په پي‌ ټي ایم دافغانستان اؤ هند څخه دملاتړ لرلو اؤ په پردۍ ایجنډې دعمل کولو تورونه لګوي اؤ تر اوسه یې ددې تنظیم ګڼ شمیر مشرانو باندې دغدارۍ مقدمې هم درج کړي دي.

د پي ټي ایم غړي ددغو تورونو په ځواب کې عدالتونو ته په دغه مقدمو کې مخامخ شوي دي او دا تورونه يې رد کړي دي او دعوې کوي چې پي ټي اېم د پښتنو د حقونو او تحفظ د پاره يو پرامن تحريک دی

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG