لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور پولیسو دعورت مارچ راجوړونکو اؤ برخه والو په ضد مقدمه درج کړې ده


دپېښور پولیس وایي دابرار حسېن نومې یو وکیل په خواست یې دمحکمې په امر لاهور، کراچۍ، اسلام اباد او نورو ښارونو کې په اتم مارچ دښځو شوي لاریون کې د برخه اخستونکو په ضد مقدمه درج کړې ده.

دا مقدمه دپېښور دایډيشنل ډسټرکټ اېنډ سیشن جج سيد شوکت علي شاه په حکم وروسته له هغې درج کړل شوې چې کله په دې وروستو کې عدالت پخپله د پوليس چارواکو پر ضد دعدالت دسپکاوي دکارروایۍ حکم کړی ؤ.

دپېښور پوليسو پخپل یو بیان کې ویلي چې عورت مارچ یا دښځو لاریون پېښور کې نه دی شوی او نه پکې د پيښور نه کومې ښځې ګډون کړی خو بيا هم د عدالت په حکم دغه مقدمه پيښور کښې درج کړی شوې ده.

بیان کې ویل شوي چې دمقدمې درج کیدو نه وروسته اوس د پلټنو د پاره دپولیسو دپلټنې دڅانګې دضعلي مشر یا ایس ایس پي انوسټي ګیشن په مشرۍ کې یوه ځانګړې کمېټي هم جوړه کړی شوې ده.

دبیان له مخې دپولیسو یاده کمیټي به دا خبره معلوموي چې هرکله پېښور نه يوې ښځې هم دې عورت مارچ کې ګډون نه و کړی او دا لاریونه هم نورو ښارونو کې شوي دي نو ايا دپېښور پوليس دا واک لري چې يو بل ښار کې ذشوې پېښې پلټنې وکړي؟

د پېښور پوليس دعورت مارچ دجوړونکو اؤ برخه والو په ضد درج مقدمه کې څه دفعې لګولي اؤ دغه کمېټي به دکوم نوعیت پلټنې کوي؟ په دې حقله وي او ای ډیوه د پېښور پوليسو لوړ پوړو چارواکو سره د رابطې هڅې وکړې خو هغوي څه ځواب ونه ویلو.

په دې مقدمه خپل غبرګون کې دښځو دحقونو فعالان وايي پوليس او عدالتونه دښځو دائیني حقوقو دتحفظ په ځائ داسې مقدمې او داسې تحقيقات کوي چې دا د افسوس خبره ده.

پېښور کې د عورت فاونډېشن سیمه ییزه مشره او دښځو دحقونو دپاره په مبارزه بوخته صایمه منير وايي حکومتي ادارې د پرتشدد احتجاج کوونکو پرضد خو بې وسه ښکاري خو که چرته د ښځو پرامنه احتجاجونه وي يا نورې داسې کمزورې ډلې مخې ته راشي نو بيا دا ادارې د هغوئ په ضد متحرک شي او دا د افسوس خبره ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي پکار خو دا وه چې کله سیشن جج دا فیصله کوله نو باید چې له هغې مخکې یې د ائين ارټېکل ۱۶ او ۱۹ ویلی ؤ.

دصایمه منیر په وینا "ارټېکل ۱۶ وايي چې تاسو پرامن لاریون.احتجاج، جلوس، جلسه بلکل کولی شئ اؤ دائین ۱۹مه ماده وايي چې رایې څرګندؤلو ازادي ستاسو بنيادي حق دی"

هغه وایي"اوس که دائین۱۶مې او ۱۹مې مادې ته وګورئ او بيا عورت مارچ ته وګورئ نو زه خو په دې پوهېږمه چې دې کې غیر قانوني مسله ده.مسله دا ده چې کله ترهګر او انتهاپسند خلک دا ملک بندوي نو هغه وخت کې هيڅ نه وي خو که تاسو خپل حق د پاره بهر اوځئ نو بيا هر څه دي"

دحکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې عائشه بانو هم وایي داسې قسمه له تضاداتو ډک سوچ لرونکي غړي خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم شته اؤ اسمبلۍ ته هم دوه کاله وړاندې دداسې رقم عورت مارچ کوونکو په ضد قرارداد راوړل شوی ؤ.

هغه وایي مدني ټولنې چې دښځو د حقونو او قانون سازۍ د پاره کومې هلې ځلې کوي خلکو ته هغه نه دي هېرول پکار.

دنوموړې په وینا "زمونږ د ټولنې چې څومره هم وروستو پاتې برخې دي،اؤ چاته چې خپل حقونه نه ورکول کیږي،دې مدني ټولنو تل دهغوئ دحقونو د پاره خپل غږ پورته کړی دی"

په دې مسله د ښځو د حقونو د پاره فعاله وکيله مهوش محب کاکاخیله وايي د عورت مارچ خلاف ورکړل شوي خواست کې ویل شوي چې ښځو په دغه احتجاج کې د اسلام سپکاوی کړی دی. خو هغه وایي ښځو ته د خپلو حقونو د پاره دغږ پورته کولو او د غونډو کولو اجازت شته.

وي او ای ډیوه ته هغې ویلي "د ښځو د حقونو د فعالې په توګه چې کوم ځائ کې د دسپکاوي دموادو خبره راشي نو مونږه هم دا وايو چې هغه دې نه کيږي.خو زياتره ښځې د خپلو حقونو د پاره راوځي، هغوئ د خپلو حقونو د پاره خبره کوي"

د ښځو د حقونو فعالان نظر لري چې اسلام او پاکستان کې ښځو ته دورکړل شوؤ حقونو دتحفظ پځائ دقانون او انصاف ادارې د ښځو د غوڼدو په ضد داسې ګامونه اخلي چې پاکستان کې د ښځو د حقونو د پاره مبارزه کوونکو د پاره حالات نور هم خرابولی شي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG