لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وبا:دبچو تعلیمي ادارو ته په تګ دمېندو زړونه په کورونو کې درزېږي


دخیبر پښتونخوا حکومت دکرونا په چټکتیا سره د خوریدو له امله صوبه کې تر وړوکي اختره دنهم نه تر دولسم ټولګي دتعلیمي ادارو دتړلو اعلان کړی دی اؤ په دې اړوند یې اعلامیه هم جاري کړې ده

صوبه کې د اپرېل نولسمې نېټې نه دنهم نه تر بره ټولګیو زده کوونکو دپاره تعليمي ادارې بيا پرانستل شوې وې او په ټولګیو کې د زده کړې عمل هم پېل شوی ؤ خو مېندې پریشانه وې چې اولادونو ته به یې په تعلیمي ادارو کې کرونا ورپورې شي.

هر څو که د حکومت داحکاماتو په اساس د کرونا نه د ځان ساتنې سپارښتنو باندې عمل هم کيږي خو بيا هم مېندې فکرمندې دي چې د هغوئ د ماشومانو ژوند او صحت خطره کې دی.

د صوابۍ ضلعې د نهم ټولګي د زده کونکې ثناء مور رخسانه علي وايي د هغې لور سکول ته د زده کړو د پاره تګ شروع کړی او د هغې تر مخه په کلاس کې ټوله ورځ ماسک هم اچوي خو بيا هم دا فکرمنده ده چې لور يې د کورونا نه ناروغه نه شي.

هغه وایي"د تېرې اوونۍ نه چې سکولونه پرانستی شول نو يو لحاظ سره چې وګورې نو ډېر خطرناک دي ځکه چې د هغوئ په کلاس کې څلوېښت پنځوس ماشومان وي او کووېډ ډېر زيات دی"

رخسانه علي وایي ماشومان ماسکونه هم لګوي خو د ماسک لګولو څه فاېده چې فاصله برقرار نه شي ساتلی.

نوموړي زیاتوي چې "د چوټۍ په وخت کې هم خامخا رش جوړ شي او که پبلک ټرانسپورټ يا دسکول ټرانسپورټ استعمالوې نو هم هغه خبره شي پکې چې ماشومان يو ځای شي. نو که ډېر په اېس او پیز باندې عمل وشي نو فاېده يې ځکه نشته چې ګڼه هر وخت وي. نو حکومت له پکار دي چې دا دې يو مياشت نيمې له بند کړي او لاک ډاون دې ولګوي"

صوابۍ ضلعې کې دا مهال روزانه د کرونا نه د ناروغه کېدو کچه ۱۸ فیصدي ده. او په ټوله صوبه کې دا کچه بیا ۱۵.۲ فيصدي ده.

دا مهال پېښور، مردان او صوابۍ کې د کرونا وبا مخ په زياتېدو ده او رخسانه وايي چې په دې ورځو کې چې د هند نه کوم خبرونه او عکسونه راروان دي دا يې وېرولې ده.

هغه وايي دلته هم پکار ده حکومت زر تر زره لاک ډاون ولګوي چې د هند غوندې حالات دلته جوړ نه شي.

"اوس راسره فکر ډېر دی اوس خو ماشومانو ته هم لګي. او ډېر خلک بيماران هم دي نو که يو کور پکې ځان بچ کول هم غواړي نو هغه نه بچ کيږي خامخا د ماشومانو تلل راتلل پکې شي. نو په دې باندې سوچ پکار دی، هند ته چې وګورې نو هغسې لا حالات بې قابو نه دي څنګه چې هند کې دي نو په دې باندې خامخا سوچ پکار دی"

هم د صوابۍ ضلعې فوزيه بي بي هم د نهم ټولګي دخپل محصل زوئ د صحت په اړه فکرمنده ده. هغه وايي په يو سکول کې په يو ټولګي کې زده کوونکي د یو بل نه بېل او لرې نه شي پاتې کېدی. سماجي فاصله دغلته ساتل به ګرانه وي. ځکه دا هم وېره لري چې زوئ يې د کورونا نه بېمار نه شي.

"مونږ سره ډېر زيات فکر وي چې هغوئ سکول ته ځي. ولې چې په يو ټولګي کې دېرش،څلوېښت ماشومان وي. نو هغې کې په حفاظتي ګامونو عمل کول ډېر ګران کار وي"

هغه وایي کله چې ملګري يو ځائ شي نو هغوئ به يو بل سره نوټس او نور څيزونه شريکوي. او دغسې کرسۍ له کله يو ماشوم ګوتې وړي او کله بل ماشوم. او بیا د وړو دومره فکر هم نه وي چې خيال وکړي او احتياط وکړي. نو په دې وجه مونږ سره ډېر زيات فکر وي. ځکه چې کورونا وبا ډېره خوره شوې او ماشومانو ته هم اوس کيږي"

ماريه عمر چې اوولس کلن زوئ يې د بهرني تعليمي نظام یعنې د کېمبرج نظام لاندې دا وخت د ای لېول تعليم کوي او امتحانونه يې هم رانزدې دي د خپل زوئ د صحت په حقله فکرمنده ده.

"ته به وایې ژوند دومره ضروري نه دی چې څومره دا امتحان ضروري دی. ټول مېندې او پلرونه د پرېشانۍ سره مخ دي چې څه وکړو"

هغه وایي مونږ دا نه وايو چې ماشومان دې راته هم داسې پاس کړي او مخکې دې لاړ شي خو دا د وبا وخت دی. دا ماشومان اېډلټ يا بالغ دي او تقريبا اتلس کلن دي. نو دوئ پوره د خطر سره مخ دي. نو دا امتحان دې وځنډوي. اکتوبر نومبر پورې به صورتحال واضحه شي چې د کرونا څه حال دی. قابو شوه که نه شوه. بيا دې امتحان واخلي "

دا مور هم پرېشانه ده چې د امتحان کمرې کې خو به د کرونا نه د تحفظ اقداماتو يا اېس او پيز باندې عمل وشي خو دا بيا هم وېريږي چې د امتحان هال کې دومره ساعت ناسته او بيا د هغې نه بهر ګڼې ګوڼې کې د هغې زوئ ته د کرونا واېرس نه د ناجوړه کېدو خطر دی.

"زمونږ حکومت پته نشه په ضد کې راغلی دی چې مونږ به امتحان اخلو. ژوند دومره ضروري نه دی چې څومره امتحان ضروري دی نو دا ډېر زيات زياتی کوي چې دا امتحان اخلي"

دا مېندې د خپلو ماشومانو د تعليم په حقله هم فکرمندې دي خو وايي دوئ د خپلو ماشومانو ژوند او صحت غواړي. او وايي وړومبی دې حکومت د کرونا وبا قابو کړي بيا دې امتحانونو دپاره تعليمې ادارې پرانزي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG