لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کیلاش معمارۍ فن او کلتور تحفظ لپاره د پښتونخوا حکومت ځمکه اخیستې


پېښور ـــ د خېبر پښتونخوا حکومت په چترال ضلع کې د کېلاش د خلکو پخوانی د ودانۍ يا د معمارۍ فن او کلتور د تحفظ د پاره څه شل کناله ځمکه اخستې ده.

د چارواکو تر مخه دغه ځمکه به د کېلاش خلکو د مخصوصو هديرو، د مذهبي رسمونو او رواجونو لکه د ګډاګانو د پاره د مخصوص ځايونو يا مېدانونو او د کېلاش د خلکو د استوګنې او د اوسېدو لپاره د کورونو جوړولو لپاره په کار راوستل کيږي.

د خېبر پښتونخوا د لرغونو اثارو د ژغورنې د محکمې مشر او د کېلاش د کلتور د تحفظ لپاره هلې ځلې کوونکی ماهر ډاکټر عبدالصمد وايي کېلاش يو مخصوص کلتور لري او له دغه پخواني کلتور سره ژوند کوونکو خلکو ابادي د څلور زرو نه هم کمه ده.

ډاکټر عبدالصمد وایي که يو طرف ته د ختمېدو د خطر سره مخ د کېلاش د خلکو ژوند او کلتور دی نو بل طرف ته د کېلاش د خلکو دغه مخصوص د معمارۍ فن يا دغه مخصوصې ودانۍ دي د کوم چې تحفظ ضروري دی او هم د دې لپاره حکومت دغه ځمکه اخلي چې د دغو ودانیو او د هغوی د معمارۍ د فن تحفظ وکړي:

"مونږ په سالانه ترقياتي فنډ کې د دې لپاره شپږ کروړه روپۍ منظورې کړې دي. چې مونږ به پکې دوه درې کارونه کوو. يو غټ کار پکې دا دی چې د دوی چې کوم مذهبي ځايونه وو، د دوی د مېلو ځايونو وو او د دوی د عبادت ځايونه وو هغه په ډېر خراب حالت کې وو. د هغې په محفوظ کولو باندې کار شروع دی".

ډاکټر صمد وايي د کېلاش د خلکو چې کومې هديرې وې هغه په ختمېدو وې او د کېلاش ځايي خلکو ته د خپلو مړو په محفوظ کولو کې ستونځې وې نو د خېبر پښتونخوا د لرغونو اثارو محکمې د زړو هديرو سره نزدې ځايونه او نور داسې ځايونه چې د کېلاش خلکو لپاره د مذهبي عقيدت وړ وو هغه په بیه واخستل. هغه وايي نور کارونه هم پکې شروع دي او په دې 20 کناله ځمکه باندې د لرغونو اثارو محکمې څه درې کروړه روپۍ ولګولې.

ډاکټر عبدالصمد وایي دې نه علاوه داسې ځایونه هم وو چې مذهبي لحاظ سره هغه د دوی د پاره ډېر مهم او ضروري وو. هلته دوی خپل رسمونه کوي. نو دغه ټولې لارې، میدانونه او ځايونه چې د دوی دپاره په مذهبي توګه ډېر مهم وو هغه مو هم ورته په بیه واخستل:

"دې نه علاوه په کېلاش کې درې واديانې دي. په هره وادۍ کې مونږ يو زوړ کور واخستو چې دوه سوه درې سوه کاله زاړه دي، نو ټول څه شل کناله ځای مونږ واخستو چې اوس يې قبضه مونږ سره ده".

ډاکټر عبدالصمد وايي د ټولې نړۍ نه کېلاش ته دغه مخصوص پخواني کلتور او نورې ودانۍ کتو له ځي، خو دغلته د نویو هوټلو او ودانيو جوړېدو سره دغه پخوانۍ ودانيو ته زيان رسيږي، ځکه د نويو ودانيو جوړولو دپاره حکومت نوې قانون سازي کړې ده:

"په کېلاش وادۍ کې د ځانګړو ودانیو تحفظ لپاره مونږ د پوره قانون سازۍ تياري کړې ده. اوس که تاسو وګورئ نو څه ګډ وډ تعميراتي کارونه پکې روان دي چې پکې د سېمټو، خښتو او نورو څيزونو استعمال کيږي. کوم چې هغه روايتي د کېلاش د کلتور او خلکو ښکلا ده او خلک يې د نندارې د پاره د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو نه راځي هغه ډېرې تېزۍ سره په ختمېدو دي".

د کېلاش سره تعلق لرونکی وزيرزاده چې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی مذهبي او اقليتو چارو مرستيال هم دی وي او اې ډيوه ته ووېل دغه ځمکه به د کېلاش د خلکو د ژوند، کلتور او مذهبي رسمونو د تحفظ لپاره په کار راوستل کيږي:

"له دې سره به د اقليتونو د مېلو نمانځلو د پاره اساني پېدا شي او د خلکو د پاره به سودمند شي. دې سره به کلتور هم مخ په وړاندې لاړ شي او د دې د تحفظ یقيني کولو کې به هم مرسته وکړي".

چارواکي وايي هیله لري چې د مخصوص مذهبي رسمونو د پاره له ځمکې اخستو سره به د کېلاش خلک په اسانۍ سره دغه مذهبي او کلتوري رسمونه او رواجونه جاري وساتلی شي، چې کتو ته یې هر کال سېلانيان ورځي او وايي د سېلانيانو له ورتلو سره به د ملک معيشت ته هم ګټه ورسېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG