د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې چې پکې د افغانستان د سولې د پروسې وروستيو پرمختګونو او په پوله د امنيت انتظام ته کتنه شوې ده.
د پاکستان پوځ ویلي، د نهې/سه شنبې په ورځ (25 مې) په جنرل هېډ کوارټر (جي اېچ کيو) کې ترسره شوې غونډه کې د افغانستان د سولې د وروستيو پرمختګونو او د افغانستان سره په پوله د امنیت جاج اخستل شوی او غونډې د سيمې او ثبات په لړ کې د پاکستان د ملاتړ ټينګار کړی دی.
ویل شوي په غونډه کې د افغانستان د لوري د پولې د پورې غاړې نه د ډزو د پېښو او د ترهګرو د مشرانو په يو ځای کېدو نوټس اخستل شوی او هيله څرګنده کړی شوې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد ونه کاريږي.
د پاکستان پوځي کمانډرانو د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه د ډزو او ترهګرو د مشرانو يو ځای کېدو خبره په داسې حال کې کړې چې روانه مياشت ايي اېس پي ار په باجوړ او ژوب کې د پولې د پورې غاړې د بريدونو دعوه کړې وه.
پوځ ویلي وو په اوومه مې په باجوړ کې د پولې د پورې غاړې په بريد کې يو سرتيري ټپي شوی او په پينځمه مې په ژوب کې د پولې د پورې غاړې په بريد کې د اېف سي ځواک درې سرتيري وژل شوي او شپږ ټپيان شوي وو.
د ژوب په پېښه کې وروسته درې نورو سرتيرو هم ژوند د لاسه ورکړی وو.
د دغو دواړو بريدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
د کور کمانډرانو په غونډه کې ټینګار شوی چې پاکستان په سيمه کې د امنيت راولاړېدونکي وضعيت ته په کتو د پولې د انتظام دپاره کلک ګامونه پورته کړي او دغه تمه د افغانستان څخه کوي چې د سولې تباه کوونکو ته ځای ور نه کړي.
ايي اېس پي ار ویلي د کور کمانډرانو په غونډه کې د پاکستان او افغانستان د پولې، د هند سره په لاين اف کنټرول، ملکي، سيمه ييزه او نړیوال امنيت جامع جاج اخستل شوی دی.
د پاکستان د کور کمانډرانو دا غونډه په داسې حال کې شوې چې امریکا د افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي.
او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه روانه میاشت د کابل سفر هم کړی وو د افغانستان د صدر اشرف غني سره يې ليدلي وو.