د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، پاکستان تحريک انصاف " (پي ټي ايي) ته د بل لانګ مارچ پرضد خبرداری ورکوم، دې ځل له دې راشي چې دوی څنګه د دوی په وړاندې جوړو کړی شوو خنډانو/ رکاوټونو نه مخکې تيريږي".
رانا ثناالله دغه خبره په داسې حال کې کړې چې دوه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان ويلي وو، "د خېبرپښتونخوا د حکومت او ولس چې سره چې مرکزي حکومت څه کړي دي، دوی به يې بدل اخلي".
په 25م مې پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام اباد پله لاريون (لانګ مارچ) کړی وو، او د پي ټي ايي مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د پېښور نه د دغه لاريون مشري کړې وه.
د ياد لاریون په مهال په لار کې اېښودی شوي خنډان لاريون کوونکو لرې کړي او اسلام اباد ته رسېدلي وو، په لاريون کې پي ټي ايي د خپلو دوه غړو د وژل کېدو ويلي وو.
دغه ډول په لاهور کې هم د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې شوې وې، او د دواړو خواو د کسانو ژوبلېدو پکې ويل شوي وو. حکومت او پي ټي ايي د يو بل پرضد تورونه لګولي وو، حکومت ويلي وو پي ټی ايي قانون په لاس کې اخستی او پي ټي ايي ويلي وو د پرامنه لاريون کوونکو پرضد پوليس کارول شوي دي.
د عمران خان په مشرۍ لاريون چې اسلام اباد ته رسېدلی، حکومت ویلي وو سپريم کورټ چې پي ټي ايي ته په کوم ځای د احتجاج يا جلسې کولو ويلي وو، پي ټي ايي دغه ځای پرېښودی او سرغړونه يې کړې وه.
په 30م مې پېښور کې یوې غونډې ته په وېنا کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان ويلي وو، "مرکزي حکومت چې د خېبرپښتونخوا د حکومت او ولس سره څه کړي دي دوی به يې ونه بخښي او بدل به ترې اخلي".
هغه د رانا ثناالله نوم اخستی چې هغه به نه پرېږدي او ویلي يې وو د وژل شوو کارکنانو مقدمه به د هغه پرضد درج کوي.
محمود خان خبرداری ورکړی وو، "په (25 مې) خو زه په پرامنه جلوس کې تللی ووم، خان صېب (عمران خان) چې بيا اعلان وکړي، د خېبرپښتونخوا فورس دې ځله استعمالوم".
او د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تېر د (31 مې) په شپه په ټویټر پاکستان تحریک انصاف ګوند ته خبرداری ورکړی دی.
"زه پي ټي ايي ته د بل لانګ مارچ پرضد خبرداری ورکوم، يو څيز ورته په ډاګه کوم، څومره زر چې لانګ مارچ اعلان شي، دوی دې راشي، زه يې ګورم چې دوی څنګه د دوی په وړاندې خنډانو باندې تيريږي".
له دغې وړاندې نوموړي تور لګولی وو، "د خېبرپښتونخوا او ګلګت اعلا وزیرانو سرکاري وسايل کارولي، د قوم وېشلو دپاره يې په مرکز حمله کړې، په ډي چوک د درېو نه تر څلورو زرو پورې خلک ټول شوي وو او تعلق يې د یوې صوبې سره وو، وسله په لاس کسان چې ودرول شو په پوليسو يې ډزې وکړې".
هغه په بل ټويټ کې ويلي، دوی حمله کړې، او ما تجويز ورکړی چې د دوی پرضد دې مقدمه درج شي.
عمران خان د لاریون نه وړاندې ويلي وو په اسلام اباد کې به تر هغې وخته کښېني چې څو پورې حکومت د انتخاباتو اعلان نه وي کړی خو اسلام اباد ته په رسېدو يې اعلان کړی وو چې حکومت ته د شپږو ورځو وخت ورکوي چې د انتخاباتو اعلان وکړي کنه هغه به يو ځل بيا اسلام اباد ته لاريون کوي.
خو له دغې وروسته يې اسلام اباد ته د لاريون نېټه نه ده اعلان کړې.
وروسته نوموړي ويلي وو که په اسلام اباد کې کښېناستی خونړۍ پېښې رامنځته کېدې.