لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ خلاف د پاکستان او امریکا مشترکو هڅو ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟


پاکستان اؤ امریکې د سیمې اؤ نړيوال امن د پاره د شریکو هڅو سره د پاکستاني طالبانو اؤ په سیمه کې داعش په څیر د ترهګرو سازمانونو په ضد په ګډه مبارزه کولو موافقه کړې ده. څیړونکي وایې موجوه وخت کې دواړه هېوادونه امریکه اؤ پاکستان د امن په لړ کې د ېو بل مرستو ته اړټیا لري.

د پاکستان خارجه دفتر نه جاري شوې بیان ترمخه په واشنګټن کې امریکې اؤ پاکستان ترمینځ د ترهګرې په ضد مذاکرات شوې دي اؤ په دې کې د ترهګرې اؤ ترهګرو ډلو په ضد د شریکو هڅو اعلان شوی دی.

دا مذاکرات په داسې حال شوي دي چې پاکستان کې ترهګري په زیاتیدو ده اؤ دې ځلې زیات ترهګر بریدونه په امنيتي اهلکارانو باندې شوي دي.

د قايد اعظم پوهنتون د نړېوالو چارو استاذ، پروفيسر فهیم الله خان په دې باور دی چې امریکا لا هم افغانستان څخه د ترهګرۍ د خورېدو وېره لري. هغه وي او اې ډېوه ته وویل: "ترهګري اؤ دې سره تړلې ډلو په اړه د امریکې سره دا اندیښنې موجودې دي چې که چرې افغانستان ېوازې پريښودل شي، نو دا ترهګرې ډلې ېو ځل بیا عالمي امن دپاره خطر جوړیدی شي، ځکه نو افغانستان سره په دې لړ رابطو د پاره پاکستان یوه ښه ذریعه ده."

د پاکستان اؤ افغانستان تر مينځ اړيکې هم دا وخت د تاو تريخوالي ښکار دي اؤ پاکستان په افغانستان تور لګوي چې ګني تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، د پاکستان په ضد د افغانستان خاوره استعمال کوي، خو افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت بيا بيا دا تورونه ردوي.

سږ کال مارچ میاشت کې پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري هم کړې وه اؤ وئیلې وو دا بریدونه یې د ترهګرو پټ ځاېونو باندې کړي دي، خو د افغان طالبانو د حکومت وینا وه چې په دې کې حملو کې بېګناه خلک وژل شوي وو اؤ وروستو افغان طالبانو هم ځوابي کاروايي کړې وه.

اوس چې د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ تعلقات خراب دي، نو څنګه امریکه او پاکستان به د يو بل ملاتړ ترلاسه کړي او د دواړو هيوادونو مفادات به څه وي؟

په دې اړه اسلام آباد کې د قاید اعظم پوهنتون د امریکن مطالعاتو د مرکز پروفیسر، ډاکټر محمد شعیب وي او اې سره خبرو کې وویل: "په طالبانو باندې د فشار زیاتولو په لړ کې، په عالمي کچ امریکه د پاکستان سټراتیجیکه مرسته کولې شي. دغه شان امریکه پاکستان ته وسله هم ورکولی شي اؤ پاکستان چې دا وخت د سختو معاشي ستونځو سره مخ دی، نو عالمي مالیاتي ادارو لخوا پاکستان ته مدد کې هم کردار لوبولی شي، خو دا هر څه به هسې نه وي. په ‌ځواب کې به پاکستان ته هم د امریکې څه غوښتنې منل وي چې زما په خیال هغه به هم د ترهګرو ډلو پرضد وي."

د پاکستان اؤ امریکې ترمینځ د کال ۲۰۰۱ نه پس، د ترهګرۍ په ضد همکاري روانه ده، خو په تیر وختونو کې څو ځلي د ترهګرۍ په ضد په مبینه توګه د پاکستان دوه مخیزه تګلارو باندې امرېکې ښکاره تنقید هم کړی دی.

پاکستان وایې د ترهګرۍ ضد جنګ له وجې نه ېواځې اتیا زره (۸۰۰۰۰) پاکستانيان وژل شوي دي، او د دې ترڅنګ پاکستان ته د اربونو ډالرو تاوان هم شوی دی.

د نړېوالو چارو ماهر ډاکټر منور حسېن په دې باب وي او اې ډېوه سره خبرو کې وویل: "ېوازې تیرو درېو کالو کې د ترهګرۍ له وجې پنځلس سوو (۱۵۰۰) نه زیات خلک په پاکستان کې وژل شوي دي، په امنیتي ځواکونو بریدونه روان دي اؤ د دې له وجې بهرملکي سرمایه کاران هم تیار نه دي چې پاکستان کې سرمایه کاري وکړي، او بلوچستان اؤ خیبرپښتونخوا کې د ډیر وخت نه ترهګري روانه ده، نو ځکه اوس دا د امریکې اؤ پاکستان شریک مفادات دي چې د ترهګرۍ پرضد همکاري وکړي."

د امرېکې انسټي‌ټیوت آف پیس په يو تازه رپورټ کې وئیلې شوي چې افغانستان نه د امریکې د وتو ورستو، افغانستان د ترهګرو د پاره اوس زیات محفوظ‌ دی اؤ داعش ډله اوس په افغانستان کې یو لوی خطر جوړ شوی دی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG