لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون کلتور ورځ نمانځل کال په کال نور سېوا کيږي


پښتون کلتور ورځ، کراچۍ پوهنتون
پښتون کلتور ورځ، کراچۍ پوهنتون

د ستمبر 23مه د پښتون کلتور نړيواله ورځ نمانځل کيږي، پښتانه پوهان او سياستوال وايي، خوشاله دي چې په 2015م کې اعلان شوې د پښتون کلتور ورځ هر راتلونکي کال نوره په جوش او جذبې سره نمانځل کيږي.

د کال 2015 د ستمبر په مياشت کې د کوټې د پښتو اکېډمۍ د سیوري لاندې د پښتو درې ورځني نړيوال سيمينار کې قرارداد وړاندې شوی وو چې "هرکال دې 23 ستمبرپه ټوله نړۍ کې د پښتون کلتورې ورځې (پښتون کلچر ډی) په توګه ونمانځل شي"، او له دغې وروسته هر کال په 23 ستمبر د پښتون کلتور ورځ نمانځل کيږي.

نن په کوټه، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون ځای په ځای د پښتون کلتور ورځې په مناسب غونډې راجوړې کړل شوي دي.

تېره شپه په کراچۍ کې د سمندر په غاړه عوامي نېشنل ګوند د کلتور غونډه راجوړه کړې، د ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان یې مشر مېلمه وو، په غونډه کې د موسيقۍ تابيا شوې او کلتورې اتڼې هم کېدې.

اېمل ولي خان وويل، د کراچۍ پښتنو خپل کلتور ژوندی ساتلی او دوی به دغه لړۍ دوامداره ساتي.

په بلوچستان پوهنتون کې د ادبياتو او ژبو د ګډو څانګو مشر او د کوټې پښتو اکېډمۍ غړی ډاکټر نصيب الله سيماب وايي، دوی نن هم په پښتون کې دغه ورځ ونمانځله او د پوهنتون علاوه نورو تعليمي ادارو کې او سياسي ګوندونو هم دغه رنګ غونډې راجوړې کړي دي.

نوموړي وويل، دا ورځ اوس د يو کال نه بل ته په لازياته جذبه نمانځل کيږي او په ځينو ځايونو کې یې خلک نه نمانځي دوی په هغې نه دي خبر.

هغه وويل، د 2015م په سيمينار کې د 23 ستمبر ورځ د کلتور د ورځې دپاره ځکه ټاکل شوې وه چې په 23 ستمبر د ورځې او شپې وخت برابر وي د برابرۍ په احساس دا ورځ وټاکل شوه، "پښتون د برابرۍ قايله دی پښتون طبقاتي وېش نه لري" ځکه دغه نېټه وټاکل شوه، او په دې ورځې ټاکلو کې د لر او بر پښتانه مشران شامل وو.

ډاکټر اباسين يوسفزی چې په ياد سيمينار کې یې ګډون درلود، وايي ځان خوشبخته ګڼي چې د پښتون کلتور د ورځې قرارداد هغه په خپل لاس ليکلی او کوټې اکېډمۍ په سيمينار کې یې وړاندې کړی او منظور کړل شوی وو.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، خېبرپښتونخوا کې دا ورځ نه نمانځل کېده، ځکه عام خلک څه چې ادبي ټولنې په دې ناخبره دي، اوس لږ لږ خلک خبريږي او ځای په ځای د دې ورځې نمانځلو هڅې هم کيږي.

نوموړي زياته کړه، د پښتون کلتور ورځ نمانځل د خپل تاريخ، کلتور او ژبې د ودې او ژوندي ساتلو دپاره اړينه خبره ده ځکه د يو قوم د پېژندګلو دپاره کلتور مهم جز دی.

پوهان نور الامين يوسفزی وايي، د پښتون کلتور ورځې نمانځل د پښتون تاريخ، ژبې، جغرافي او شناخت دپاره مهم دي ځکه د نوموړي په خبره په نړۍ کې طاقتوره کلتورونه کمزوري کلتورونه خوري، لګيا دي، ځکه د کلتور اړين دي.

هغه وويل په ځانګړي ډول نوی ځوان کُول او پېغلې په خپل تاريخ او اتلانو خبرول پکار دي او د هغې دپاره د کلتور ورځ نمانځل پوهاوی نور خوروي ځکه، پکار ده چې دا ورځ په ګرده نړۍ کې چې پښتانه چرته چرته هم دي دا ورځ نمانځي، معلوماتي غونډې او دستورې پرې راجوړوي او پښتون کلتور په اصل حالت کې په ځای وساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG